د ماتې شوې کړکۍ نظریه

ژباړه: ریاض مقامزی

315

یوه خرابه شوې ودانۍ تصور کړئ، چې د کړکۍ ښیښه یې ماته وي. که ژر و نه رغول شي؛ نو لارویان ګومان کوي، چې هېڅوک ددې ودانۍ په کیسه کې نه دي او نه یې هم څوک څاري. ورو – ورو یې تخریب پیلېږي او که دا حالت لږ نور دوام ومومي؛ نو په کور کې به روږدي کسان او یا هم ځناور دېره شي او په یوه کنډواله به بدل شي.
دا د يوې مشهورې ارواهنیزې نظريې (ماتې شوې کړکۍ) لنډیز دی. ددې نظریې اساس دا دی، چې هره ستونزه او ننګونه باید ژر تر ژره حل شي؛ په دې توګه به هم کمه انرژي مصرف شي او هم به د ډېر تخریب مخه ونېول شي.
ددې نظریې خاوندان زیاتوي، که تاسو هره ورځ د کاغذ یوه خرابه شوې پاڼه پر مېز پرېږدئ، په میاشت کې دننه دننه به ستاسو کاري میز به په کثافت دانۍ بدل شي. که ستاسو د موټر یوه عادي پرزه خرابه شي او پر وخت یې جوړه نه کړئ؛ نو درې کاله وخت لګي چې تاسو مطلق بې موټره شئ. که نن لس دقیقې وخت بې ځایه تېروئ، وروسته به ساعتونه ساعتونه هم بې ځایه کوئ او په دې توګه به ورو ورو خپل ټول ژوند بې ګټې تېر کړئ.
که د خپل ژوند ماتې شوې کړکۍ ومومئ او ژر تر ژره یې ترمیم کړئ؛ نو ژوند به مو په چټکۍ سره ښه شي.
ستاسو د کار او ژوند ماتې ښیښې چرته دي!؟ آیا تر اوسه مو ورته فکر کړی؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.