انسان بسیار انسانی

معرفی: داود تپان

271

له علومو سره زموږ برخورد افراط خواته مایل شوی!
موږ افغانانو په ځانګړي ډول پښتنو کې تقریباً دا خبره منل شوې، چې فلسفه یعنې د دین نه منل/دین څخه انکار يا تقابل!!!
دا ناسم تعبیر له منځه وړل به عمرونه وخت ونیسي، چې موږ بیرته فلسفه د فلسفې په توګه په دې خلکو ومنو خو دا مهمه ده، چې خبرې پرې وکړو او دې برخې کې مو علمي کادرونه زیات او ورسره چلند علمي شي، چې خلکو ته څرګنده کړي، چې تاسو ناسم پوهول شوي یاست؛ بلکې فلسفه د علم علم دی.
موږ د هر کار ترسره کولو لپاره باید اول د هغه کار په زده کړه وخت ولګو بیا ورسره د ضرورت پر اساس د خپلو تجربو په ور شریکولو نوی والی هم ورکړو او دا ممکن ده خو بدبختي دغه ده، چې موږ مسلکي چلند نه کو او د مسلکي ټولنې په رامنځته کولو کې پاتې راغلي یو. مسلک بل شی نه وي دا وي، چې اعتراف وکړې دا برخه زما د کار برخه نه ده/ ډاډه ووایې دې برخه کې مې زده کړې کړې او پوهېږم او خپل حق وګڼې، چې په هغه برخه کې د زدکړو مسایلو یا تجروبو په بنیاد خبره وکړې. زه دا اعتراف کوم، چې زه نه د فلسفې شاګرد یم او نه په دې برخه کې سپارښتنه لرم خو د ځان پوهولو لپاره یونیم په مخ راغلی کتاب لولم، زه د ټولنپوهنې محصل یم او په کار ده زموږ د ټولنې ستونزو ته پښه نیولي شو او کرار کرار د ستوتزو درک او د هغې د حل خبره وکړو. ما په سر کې وویل چې زموږ په ټولنه کې که د فلسفې ذکر کوې نو خلک فکر کوي ته د دوی د دین خلاف خبره کوې، چې اصلاً داسې نه ده، معقولې خبرې کله هم د دین خلاف خبرې نه دي د خرافاتو خلاف دي او الهي دینونه خرافات نه شي کېدلی او نه فلسفه خرافاتي بحثونو ته په خپل وجود کې ځای ورکوي که داسې کوم څه وي هغه به فلسفه نه وي. که د قران کریم ترجمه او تفسیر سم وګورو/موثق حدیث هم ورسره وګورو نو د ټولنې د جوړېدو او بشریت د سوکالۍ خبره کوي خو څنګه؟ اول خبره دا ده، چې تاسو یې زده کړئ! بیا عقل وکاروئ! بیا فکر وکړئ!… ټول الهی احکام له صحیفو ترکتابونو د یوې روغې ټولنې جوړېدو لپاره قوانین دي خو هر دین او مسلک غرضي وګړو د قوانینو تفسیر سم نه دی کړی او په هره برخه کې یې د خپلو ګټو لپاره خرافاتي نظریات ورننباسلي او انسان یې انسان کېدلو ته نه دی پرې ايښی؛ ځکه تل غواړي د الله پر ځای د دوی تابع و اوسي.
انسانی بسیار انسانی ایراني ژبه باندې ژباړل شوی د اروپايي فیلسوف نیچه د نظریاتو وړکی کتاب دی خو ژباړن کې یې ډېرې خبرې دي د نظریاتو امانتداري یې موثقه نه راته بريښي ځینو ځایونو کې یې خبرې په اماندارۍ نه دي رانقل شوې. زما د دې کتاب له معرفي کولو دوه هدفونو وو یو چې واضح کړو د هر ژباړن کتاب مه اخلئ او مخکې له کتاب اخیستلو او لوستلو ژباړونکي وپلټئ، چې کومه برخه کې ژباړه کوي خپل مسلک یې دی کنه دی؟ ایا ژباړل شوی اثر یې ذوق، شوق او علاقه ده او که د شهرت ترلاسه کېدلو وسیله؟ دغه برخه کې دی له اصلاحاتو سره اشنا دی یعنې که واضح ووایو، پوهيږي او کنه؟ د لیکوال او ژباړونکي ترمنځ فکري تناسبات کوم حد کې دي، دا باید درته مالوم وي، موږ د درېمې نړۍ وګړو ته کتاب په درېیم او څلورم لاس راځي، چې اصل متن ورک وي او خرافاتو ته پاتې بحثونه لولو.
دویم: فلسفه تاسو نه بېلارې کوي، نه خرافات دي، چې تاسو به بې لارې کړي او که ستاسو لار دومره کمزوري وي، چې د یو کتاب لوستل مو ترې راګرځولای شي نو خو بیا خو رښتیا هم ستا لار سمه نه ده، زه خپله سمه لار د چا د خبرو په بنیاد نه پرېږدم او نه دا وایم چې د چا خبر او نظر هم نه اورم. نه، اورم یې خو تفکیک کوم یې. هغه خرافات چې واقعي دین او واقعي فلسفه ترې خوندي نه دي پاتې شوي او په پاڼو کې یې ځان ورځای په ځای کړی دی ترې بېلوم. که تاسو د الهی دین د عقل څخه د کار اخیستلو حکم منئ نو د نیچه د دغې عقلي خبرې د رد لپاره به کوم دلایل تراشئ: (له علومو سره د احساساتو په اساس چلند تېروتنه ده) فلسفه علم دی او که تاسو له عقل څخه کار وانخلئ نو د علم له کیفیتونو به بې خبره سترګې پټې او پښئ وغځوئ او ټول به ووایي انالله و اناالیه الراجعون ط یوازې نیچه نه، ټول فیلسوفان به وګورو خو هڅه به وکړو چې یا یې د لیکوال په خپله ژبه وګورو او یا هم په لومړۍ را ژباړل شوې ژبه کې که چېرې موږ دویمې درېمې او څلورمې ژباړې ته کښېناستو نو بیا خو به خود وایو، چې فلسفه د دین خلاف زده کړه ده؛ ځکه ټول خرافات د الهی احکامو خلاف دي او د الهی احکامو په نوم د مغرضو خلکو خرافاتو ته هم نه ویل په کار دی. هو دا خبره مو هم هېره نه شي، چې له فلسفې څخه ډېر الهي دین ته د دیندارو خرافاتو زیان وراړولی دی او فلسفې ته هم څوک چې یوازې په فلسفه د نوم تر حده پوهیږي د مشکل باعث شوي دي.
وماعلیناالاالبلاع ط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.