د شعر پوهنې نظري او عملي لارښود

پوهندوی دوکتور سید اصغر هاشمي

335

د ټولنې علمي پرمختګ لپاره چې څومره او څنګه څېړنو ته اړتیا لیدل کېږي او په کوم کیفیت او د څېړنې د اصولو په پام کې نیولو سره باید څېړنې او علمي کارونه تر سره شي چې د سیمې له هېوادونو سره سیالي کولای وشو، نه یې لرو. خو بیا هم ځینې استادان او څېړونکي کوښښ کوي چې کار وکړي او ټولنه مو له فرهنګي، علمي، ادبي او اخلاقي خواوو څخه بډایه کړي. په دغو څېړونکو او پنځونکو کې پروفیسور لعل پاچا ازمون د یادونې وړ دی. استاد د کابل او ننګرهار پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا دورې سکالرانو ته د شعر پوهنې درس ورکاوه او په (۱۳۹۹) لمریز کال یې (شعر پوهنه) کتاب علومو اکاډمۍ چاپ کړ، دا چې شعر پوهنه د افغانستان په پښتو څانګو کې درسي مضمون دی، نو ځکه مو دغه کتاب (شعر پوهنه) د دویم وار لپاره چاپ ته چمتو کړ.
دغه څېړنه د شعر، شعر پوهنه، د شعر فلسفه، د شعر تیوري، د شعر توکي او په لسګونو داسې نور سرلیکونه لري او زه د کتاب هغه ځانګړنې او ښېګڼې له تاسو سره شریکوم چې د یوې ښې څېړنې لپاره اړینې دي.
۱. د شعر پېژندنې په اړه مستقل اثار لږ لیکل شوي دي او په نورو ډېرو اثارو کې د شعر په اړه لږو ډېر خبرې شته، خو یوه لویه ستونزه چې د شعر پوهنې په پخوانیو لیکل شوو اثارو کې لیدل کېږي، هغه د شعر او نظم تر منځ توپیر نه کول دي او د څېړنې په وخت کې دغه حدود څرګند نه دي چې د شعر پوهنې تیوري، د نظم پوهنې له تیوري سره څه توپير لري؟ شعر پوهنه له نظم پوهنې سره توپير لري، نو ښه به دا وي چې د شعر پوهنې علمي تیوري، د کار ساحه او د موضوع په اړه هغه حدود څرګند شي چې د شعر پوهنې پورې اړه لري او نظم پوهنې بحث ته پکې ځای ور نه کړل شي چې خوشبختانه په دغې څېړنې کې دغه حدود او کرښې څرګندې دي او د کتاب څېړنه او بحثونه د شعر پوهنې په اړه دي. موږ اوس هم نظم ته شعر وایو او ناظم ته شاعر وایو، اوس هم له کاظم خان شیدا څخه د مطیع الله تراب شعرونه ډېر خوښوو چې د دغې کتاب له لوستلو وروسته مو محصلان دا توپير کولای شي چې ښه شعر کوم دی او ښه شاعر چا ته ویل کېږي.
۲. د علمي او څېړنیزو اثارو لپاره اړینه خبره د لیکوال تحلیل او تفسیر دی. ښه علمي څېړنه هغه ده چې لیکوال خپلې خبرې وکړي، خپل نظر وړاندې کړي او یوه داسې لاره وټاکي چې نور لیکوال یې په خبرو فکر وکړي، ځینې خبرې یې ومني او ځینې یې د فکر او تأمل وړ وګني.
په څیړنې کې له نورو اثارو څخه د ماخذونو په ډول ګټه اخیستل اړین دي او د اقتباسونو د تیورۍ په پام کې نیولو سره مسقیم نقل قولونه، غیر مستقیم نقل قولونه او د خلاصه کولو له لارې نقل قولونه په منظم ډول ښودل شوي وي او لیکوال په دې برخه کې رېښتینی دی. په دغې کتاب کې دغه ټول مسایل د څېړنې د اصولو په پام کې نیولو سره ښودل شوي دي، خو د لیکوال خپل تحلیل او تفسیر دغې څېړنې ته لوړ ارزښت ورکړی دی او د لیکوال انتقادي تفکر (Critical Thinking) د ستاینې وړ دی.
۳. په ځینو څېړنو کې لیکوال یوازې تیوري وړاندې کوي، خو عملي بېلګې نه ښيي چې دغه ډول څېړنې د لوستونکو پوهاوي کې ستونزې جوړوي. لیکوال د عملي شاعر او نظري څېړونکي په ډول چې ډېر اثار یې لیکلي دي، په څېړنه کې د نظري لارښود په ډول ښکاره کېږي او د عملي تجربې پر بنسټ محصلانو ته یو ښه علمي عملي اثر وړاندې کوي چې د شعر پوهنې په اړه د عملي زده کړې یوه ښه بېلګه ده.
د ډېرو لږو داسې اثارو سره مخامخ کېږو چې د نظري او علمي برخو تر منځ یې توازن وي او د تیوري د ښه وضاحت او ثابتولو لپاره داسې بېلګې راوړي چې د نظري کار او عملي کار تر منځ اړیکه وساتي. دغه علمي کار د تیوري له مخې عملي کار ته لوری ورکوي.
۴. د یوې ښې څېړنې لپاره دا اړین دي چې لوی سرلیک له ټولو لویو برخو او فصلونو سره، هر فصل د بل فصل سره، د کتاب ټول لوی او کوچني سرلیکونه او آن پراګرافونه د یو ځنځیر په ډول یو له بل سره تړل شوي وي او یو له بل سره اړیکې ولري چې دغه دغه اثر یې ښه بېلګه ده.
۵. په دغې کتاب کې د شعر په اړه بېلابېل موضوعات تحلیل شوي دي او داسې خبرې لري چې د موضوع په اړه پخوانیو څېړنو کې نه لیدل کېږي او یا په دغه ډول تحلیل او تفسیر شوي نه دي، لامل یې دا دی چې څېړونکی (Doctor of Philosophy) په ډول د عقلي او عقلاني پوه په ډول را ښکاره کېږي، خپل نظر ورکوي، د نورو نظر تاییدوي او ردوي، فکر تولیدوي، خلک فکر کولو ته هڅوي او یوه ښه څېړنه وړاندې کوي.
د دغې موضوع تیوريکي بحثونو ته د دیواني او ولسـي شعرونو ډېرې ښې بېلګې راوړل شوي دي چې د موضوع په تړاو پخوانیو څېړنو کې دغه توازن نه تر سترګو کېږي چې د دیواني شعرونو سره دې، د ولسـي شعرونو بېلګې راوړل شوي وي او دغه بېلګې په یو داسې لابراتوار کې اچول شوي دي چې د ساینسي علومو د لابراتوار سره یو شان نه دی، خو د ټولنیزو علومو د لابراتوار شرایط پوره کولای شي.
پخواني هغه اثار چې د شعر پوهنې په اړه لیکل شوي دي، ډېر یې داسې دي چې یوازې تیوریکي بحثونه لري، ځینې یې داسې دي چې د تیوري د ثابتولو لپاره د دیواني شعرونو ځینې بېلګې راوړي، خو د ولسـي شعرونو بېلګې په ډېرو لږو اثارو کې لیدل کېږي او همدارنګه د هنري نثرونو بېلګې هم په کافي ډول نه لري، خو په دې څېړنې کې دغه هره برخه شته.
۶. د شعر پوهنې بحث د دوه اړخیزو او څو اړخیرو علومو مطالعې ته اړتیا لري او د ترکیبي/ بین العلومي څېړنې (Inter _ Disciplinary) ته اړتیا لري. شعر پوهنه د ادب برخه ده، خو د شعر بحث له ښکلا پېژندنې پرته تر سره کېدای نه شي او ښکلا او ښکلایزه فلسفه د فلسفې په داېره کې مطالعې ته اړتیا لري، نو د داسې څېړنو لپاره په مجرد ډول د ادبیاتو مطالعه د فرضيې د ثابتولو لپاره ښه پایله نه ورکوي.
د شعر فلسفه او فلسفي شعر په دې خبرې لري چې ولې شعر ویل کېږي؟ شعر له داخلي دنیا او تاثراتو سره څه اړیکه لري؟ آیا په شعر ویلو کې زړه او عقل رول لري؟ او په لسګونو داسې نورې پوښتنې د شعر په اړه کېږي چې د فلسفي مطالعاتو پرته یې ځوابول ناشونی دی.
شعر یو دروني اغېز دی، په داخلي نړۍ اغېز کوي او له داخلي نړۍ څخه پیدا کېږي. شعر په شعوري حالت کې لیکل کېږي، خو د لاشعور او ټولنیز لاشعور د اغېزو پر بنسټ ویل کېږي چې دا ټولې خبرې له ارواپوهنې سره تړاو لري او د شعر پوهنې لپاره په ارواپوهنې پوهېدل اړین دي.
د شعر پوهنې یو بل بحث دا دی چې شاعر د یوولس ګونو حواسو درلودونکی دی، خو د بهرنیو حواسو په وسیله له بهرنۍ نړۍ سره اړیکه نیسـي او د پنځو داخلي حواسو او یو بل هغه حس چې زه ورته یوولسم حس وایم، په داخلي نړۍ کې ځای لري او شعر په پنځولو کې خپل رول لري. په دغو دوو حالاتو کې انسان د چاپیریال تر اغېزو لاندې راځي او شعر پنځوي، نو د شعر پوهنې لپاره د ټولنپوهنې، انسان پوهنې او سیاست پوهنې مطالعه اړینه ده، چې دغه څېړنه د دوه اړخیرو څېړنو په پام کې نیولو سره د دغو ټولو برخو اغېزې پرې لیدل کېږي او څېړونکي د ادبیاتو د متخصص په ډول د دغو نورو خواوو د مطالعې پر بنسټ ښه څېړنه کړې ده.
۷. د شعر پوهنې په اړه چې څومره مطالعه ما کړې ده، یوازینۍ هغه څېړنه ده چې د ولسـي شعر او ولسي شاعرۍ په اړه خبرې لري. کله چې د شعر او شعر پوهنې خبره راځي، زموږ ډېر لوستي فکر کوي چې یوازې دیواني شعرونه به شعریت او هنریت لري او د شعر په داېره کې د مطالعې ځای لري، خو دوکتور ازمون په دې څېړنه کې ولسي شعر ته ډېره برخه ورکړې ده.
۸. په دغې کتاب کې چې کله د شعر راوړلو اړتیا لیدل شوې ده، نو د یو ښه څېړونکي په ډول د پښتو ادب د لومړۍ دورې، دویمې دورې او درېیمې دورې شاعرانو بېلګې راوړل شوي دي. په څېړنې کې د امیر کروړ د شعرونو بېلګې د اړتیا له مخې راوړل شوي دي، د موضوع د وضاحت لپاره د دویمې دورې د روښانیانو شعرونه راوړل شوي دي، د خوشحال خان خټک، عبدالرحمن بابا او د داسې نورو شاعرانو شعرونه د شعر پوهنې د تیورۍ ثابتولو لپاره راوړل شوي دي. د درېیمې او معاصرې دورې د لرو بر شاعرانو (ګل پاچا الفت، قیام الدین خادم، صدیق پسـرلی، دروېش درانی، سایل، کاروان) او د داسې نورو شاعرانو بېلګې راوړل شوي دي، خو په موضوع باندې تېرو لیکل شوو اثارو کې دغه ځانګړنه نه لیدل کېږي، آن تر دې چې د موضوع په اړه داسې اثار هم شته چې یوازې د خپلو ملګرو شاعرانو بېلګې په دغه ډول څېړنو کې راوړل شوي دي چې دا د څېړنې اصول نه ایجابوي.
د پښتونخوا لیکوال چې څېړنې تر سره کوي، نو ډېر وخت یوازې د پښتونخوا د شاعرانو بېلګې راوړي، د افغانستان لیکوال د افغانستان د شاعرانو بېلګې راوړي، خو دوکتور ازمون دغه توازن په پام کې نیولو دی او د هرې دورې د شاعرانو بېلګې یې راوړي دي او آن د ولسـي شعرونو ډېرې بېلګې یې راوړي دي چې ټپې یې ښې بېلګې دي او د اړتیا له مخې یې ډېرې داسې بېلګې هم راوړي دي چې منظوم شعرونه نه دي، خو هنري نثر او د منثور شعر بېلګې یې بللای شو.
زه د ادبیاتو د یو زده کړیال په ډول د خپل استاد (دوکتور ازمون) دغه څېړنه یو ښه او لوی کار ګڼم او د الله تعالی له دربار څخه ورته ښه صحت غواړم چې دین او دنیا ته کار وکړي او د راتلونکي نسلونو فکرونه روښانه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.