د ښځو تعلیم

مولانا عباسي

540

 د اسلام د راتلو موخه:

اسلام دنیا ته د کاروبارونو ،آسانتیاوو ،لذتونو خوندونو، زیب و زینت، لباسونو او ښو خوراکونو دبندولو لپاره نه دی راغلی، بلکې د تفکر دا اسلوب درست نه ګڼي چې هر هر شی حرام ګڼي.

☆-الله تعالی فرمایي:

قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴾.
الأعراف (32).
” ته دویته و وایه: هغه ښایستونه او پاکیزه خوراکونه چې الله خپلو بندګانو ته پیدا کړي، دا چا پردوی بند کړيدي؟
ته و وایه: چې داپه دنیا کښې هم د مؤمنانو لپاره شته دي او اخرت کښې خو یواځې د همدوی لپاره دي. څوک چې پوهه لري، موږ ورته خپله خبره توضیح ګړه.”
اسلام ټول طیبات او ښایستونه حلال ګرزولي .قُل اُحِلَّ لکُم الطیبات.
ژباړه: و وایه ټول طیبات تاسو ته حلال دي. اسلام د دې ټولو شیانو د بندولو لپاره نه؛ بلکې د دې شیانو د درست مدیریت کولو لپاره راغلی.

☆’اسلام کې د روزنې اهمیت:

¤—ښځه لومړنۍ روزونکې ده.
تر ټولو ستره خبره داده چې مور د اولاد اصلي روزونکې او تربیت کونکې ده، که مور باسواده، باعلمه او باعمله وي، د اولادونو په تربیه او ښه روزنه کې ډېر ښه رول لوبولی شي.
د مور غیږ لومړنۍ مدرسه ده، مور لومړۍ معلمه، او ښونکې ده، چې دا مدرسه د بې علمه ښونکي په لاس کې وي ټولنې نه به دغه څه جوړ شي، چې اوس ترې جوړ دي.

کوم اخلاق، اداب او سړیتوب به ماشومان له بې علمې مور ځنې زده کړي؟ فقط بې مقصده جنګ،جګړه، ضد، حسد، کینه او تربورولي به پیژني؛ چې دا شیان د کوچني پرمختګ کې تر ټولو ستر خنډونه ایجادوي.

د ښځو د تعلیم په اړه سوء تفاهم.

د ښځو د تعلیم په اړه زموږ د ځینو مشرانو به ذهن کې اوس ایله دومره راغلي دي چې د ښځینه ډاکټرانو ټولنې ته ضرورت شته دی، له دې امله باید خویندو ته د طب د زدکړې اجازه ورکول شي..
داخبره په خپل ذات کښې خو درسته ده، خو داخبره یوه یوه ستر غلط فهمي او سوء تفاهم هم را پیدا کوی.
موږ یواځې ښځینه ډاکترانو ته ضرورت نه لرو، بلکې ورسره نرسانې، معلماتې، مدرساتې، پولیسې، مفتیاتو قاضیاتو او د ژوند بې شمیره برخو کې مهذبو، مثقفو او تعلیم یافته خویندو ته ضرورت لرو.

☆ – د ماموریت اشتباه:
ځینې دا ګڼي چې تعلیم فقط د ماموریت د پیداکولو لپاره یوه وسیله ده او بس نوره څه ګټه نه لري، له دې امله وایي:
کله چې د ښځو نفقه په میړونو باندې ده نو د ښځو تعلیم ته هم ضرورت نشته دی.

خو د دغه طرز تفکر تبني کونکي، خلک دا هېروي چې تعلیم یواځې د ماموریت لپاره نه دی راغلی،
د اسلام پیل کښې چې ښځو تعلیم کولو هلته د ماموریت تصور چیرته و؟
تعلیم د انسان د نفس او شخصیت دتهذیب او تکمیل تر ټولو موثره او ستره وسیلة ده.
تعلیم یافته مور، خور، ښځه او لور د ټولې کورنۍ سنبالښت، تنظیم،ترتیب او دماشومانو تربیه کې هغه رول لوبولی شي چې د ځینو په منجمدو دماغونو کښې دا خبره د سره نه ځایږي.

☆—د صالح تمدن قیام :
د صالح، ګټور، مثمر، پر امن پرسکون او مهذب تمدن د قیام لپاره د ښځو تعلیم یافته کېدل، له اړین نه هم ١٠ دقیقې مخکے دی .
د ښځو د سمون او اصلاح نه پرته د ټولنې اصلاح کېدل ګران نه چې ناممکن برېښي .

☆—انبیاءکرامو ته د علم په اړه توصیه :

الله تعالي قران کې خپلو انبیاؤ ته د علم توصیه کړېده
☆—خوږ نبي محمد صلی الله علیه وسلم ته وایي:

وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا
ژباړه: و وایه ای ربه ! زما علم ډېر کړئ.

وَأَنزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُن تَعْلَمُ ۚ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا (النساء ١١٣)

ژباړه: الله په تا کتاب او حکمت نازل کړیدی، او د داسې شیانو علم یې درکړ چې ته پرې نه پوهېدې ، په تا د الله سترفضل شوی دی.

☆—داود علیه السلام ته!

وَشَدَدْنَا مُلْكَهُ وَآتَيْنَاهُ الْحِكْمَةَ وَفَصْلَ الْخِطَابِ
موږ دهغه سلطنت مضبوط کړ او هغه ته مو حکمت او د غوڅې فیصلې کولو قوت ورکړ.

☆—-داود او سلیمان علیهماالسلام دواړو ته!

وَلَقَدْ آتَيْنَا دَاوُودَ وَسُلَيْمَانَ عِلْمًا ۖ وَقَالَا الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي فَضَّلَنَا عَلَىٰ كَثِيرٍ مِّنْ عِبَادِهِ الْمُؤْمِنِينَ (15)

موږ داود او سلیمان دواړو ته علم ورکړی و، هغو و ویل ستاینه هغه الله لره ده چې موږ ته یې په خپلو ډېرو مؤمنو بندګانو فضیلت راکړی.

☆—-لقمان علیه السلام ته:

وَلَقَدْ آتَيْنَا لُقْمَانَ الْحِكْمَةَ أَنِ اشْكُرْ لِلَّهِ ۚ وَمَن يَشْكُرْ فَإِنَّمَا يَشْكُرُ لِنَفْسِهِ ۖ وَمَن كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ حَمِيدٌ.

او یقینا موږ لقمان ته حکمت ورکړی و، له دې تاکید سره چې د الله شکر کوه.

☆—–خضر علیه السلام ته!

فَوَجَدَا عَبْدًا مِّنْ عِبَادِنَآ ءَاتَيْنَٰهُ رَحْمَةً مِّنْ عِندِنَا وَعَلَّمْنَٰهُ مِن لَّدُنَّا عِلْمًا.
موسی او شاګرد یې، وموند یو بنده[ خضِر] زموږ د بندګانو له جُملې څخه چې موږ ورته له خپل لوري رحمت ورکړی و او له خپل لوري مو علم هم ورکړی و.

☆—یحیی علیه السلام ته :

يَا يَحْيَىٰ خُذِ الْكِتَابَ بِقُوَّةٍ ۖ وَآتَيْنَاهُ الْحُكْمَ صَبِيًّا..
(مریم ١٢)

ای یحیی! کتاب له جدیت سره واخله او موږ ورته له وړکتوب نه حکمت ورکړی و.

د بې شمیره انبیاوو په اړه الله د علم پوهې او حکمت یادونه کړېده د انبیاوو یوه برتري په نورو خلکو هغه د هغو په علمي برتري کښې ده.

•-د ښځو د تعلیم ممانعت:

د قران یو آیت کې دا نشته چې ښځې د زدکړې نه کوي
او یو ضعیف حدیث کې هم نه دي راغلي چې نبي پاک د ښځو تعلیم منع کړی دی.
موږ له پیغمبر صلی الله عليه وسلم نه په دین ډېر ښه نه پوهېږو. نه له هغه علیه السلام نه دین ته ډېر مخلص یو.
ستر، پرده حجاب، له هلکانو نه جلا، ناسته، د نصاب اصلاح او د انجونو تعلیم ته د مناسب چوکاټ ایجادول دا ټول اړین دي، خو اصلاح تدریجي عمل دی نبي پاک علیه السلام ٢٣ کلونو کې پوره اسلام تطبیق کړی و موږ هم باید عجله ونکړو. د ځینو شرائطو د نه شتون له امله ټول سیستم بندول له حکمت التشریع او مقاصد شریعت سره اړخ نه لګوي.

☆- د اسلام د تطبیق ترتیب:
د اسلام د تطبیق ترتیب دادی چې انسان لومړی خپل نفس کنترول کړي، ورسره خپله کورنۍ اصلاح کړي، بیا د ټولنۍ د اصلاح لپاره کار وکړي.

☆-د ټولنې اصلاح کښې اولویت؛
د ټولنې اصلاح کښې اولویت ذهني، فکري او علمي اصلاح ته حاصل دی، علمي، ذهني او فکري اصلاح د تعلیم او تربیې له لارې مینځ ته راځي.
دې پسې بیا اخلاقي اصلاح ده چې د ټولنې اخلاق یو ځانګړي چوکاټ کښې تنظیم شي، چې فکر درست نه وي اخلاق او اعمال نه سمېږي.
موسی علیه السلام ته الله فرمايي:

إِنَّنِىٓ أَنَا ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّآ أَنَا۠ فَٱعْبُدْنِى وَأَقِمِ ٱلصَّلَوٰةَ لِذِكْرِىٓ.
طه- ١٤.
د آیت لومړۍ جمله د فکري او عقیدوي اصلاح په اړه ده، دوهمه او دریمه د عبادت او لمونځ په اړه؛ د دې په استناد علماء وایی: “العلم قبل العمل” علم له عمل نه وړاندی دی.- بخاري.

راځئ چې د تعلیم په ذریعه، خویندې حجاب او نورو اخلاقي مواردو ته آماده کړو.

☆———#تعلیمي ج،ه،ا،د:

الله نبي پاک علیه السلام ته د تعلیمي ج،ه،اد حکم هم کړیدی:
و جاهدهم به جِهَادا کبیرا. قران: س،حج.

ای نبي! د قران په دریعه لوی جهاد پیل کړه.
طبعي ده چې د قران په ذریعه ج،ه اد علمي او فکری ج،ه،ا،د کېدای شي نه بل څه.

☆-د پیغمبر صلی الله عليه وسلَّم منصبي فرض:

و یعلمهم الکتاب والحکمة- قران.

دا پیغمبر امت ته د کتاب او حکمت تعلیم ورکوي.
یعنې دا الله د پیغمبر علیه السلام مسؤلیت وټاکه چې خلکو ته به د کتاب او حکمت تعلیم ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.