نوې وګړشمېرنه، پړاوونه او ستونزې (۲ برخه)

پوهاند محمد بشیر دودیال

288

وګړ شمېرنه او دیموګرافی د نفوسو احصاییوی  مطالعه ده،  چې د نفوسو کمی  او کیفی مشخصات  را ښیي او د وګړو  په ژوند کی دینامیزم او بدلونونه  را ته څرګندوي.  نه یواځې دولت اود هیواد دننه ادارو ته بلکې، د ملګرو ملتونو ټولو موسساتو او په تېره د نفوسو نړیوال صندوق ته هم ضرور ده. په همدې خاطر دغه صندوق دې برخه کې مرسته کوي او د یوې پروژې په توګه یې تمویل او فنډ یې په غاړه اخلي، یعنې دکار دا ساحه او لګښتونه یې بشری مرستې ندي چې کله پوره وي او کله نه، بلکې د صندوق بودجه ده.  په لومړنۍ بشپړه وګړشمیرنه کې  دهیواد ټول نفوس په یوه اونۍ کې وشمیرل شو، خو اوس وخت کې هیوادونه کوشش کوي، سرشمیرنه ۲۴ساعتونو کې بشپړه کړي، داځکه چې د دیموګرافی د اصطلاح سره سم؛ نفوس لکه دسیلاو یاد اوبود جریان په شان دی چې هره شیبه یې بڼه بدلیږي. په تیر بیا چې اوس په پرمختللوهیوادو کې کورنیو  ته آنلاین پوښتنلیکونه لیږل کیږي، او د ارقامو ټولول یوه شپه – ورځ کې ترسره کیږي. خو د افغانستان په شان هیواد کې د دې میتود امکان نشته، نو هماغه دعنعنوی مخامخ او سیده مرکو په ‌ذریعه به سرشمار د هر واحد له مشر سره جدا جدا مرکه کوي او هر وګړی به جلا جلا شمیري او ټول خصوصیات(سن، جنس، شغل، سواد اود تعلیم درجه، عاید، …) به یی پوښتلیک کی درج کوو.  پرته د نفوسو د شمیر او د هغه د خصوصیاتو له پوهیدو هیڅ  ډول ملی برنامه، پلان یا پروژه نشی عملی کیدای.

دیوې سرشمیرنې لپاره لاندې پړاوونه ضرور دي:

  • دپلان جوړونه : په دې کې دټول هیواد لپاره د وګړشمیرنې ټول تدابیر، واحدونه، سکج مپونه، پرسونل، حوزې، مالی مسایل اونور پلانګذاری کیږی،
  • د چمتووالی مرحله: په دې کې دخلکوخبرول، د لازمی اسنادو، پوښتنلیکونو، د کارکوونکو روزنه، دسرګروپانو ټاکنه، ساحاتو ته د سکیچ مپونو رسول، ګروپونو ته دپوښتنلیکونو سپارل، دکنترولرانو ټاکل، مربوطه ساحو سره د سرګروپانو بلدتیا او نور مسایل شامل دی.
  • د شمیر پړاو(enumeration) : په افغانستان کې آنلاین شمیرنه نشی کیدای، موږ اړیاستو هماغه پخوانۍ عنعنوی طریقه باندې مخامخ مرکې وکړو او یویو وګړی باید جدا جدا وشمیرل شي. د شمیرنې واحد کورنۍ وټاکو. له دې امله چې له هر کلی او هر کور څخه مسافر او مهاجر لرو، نو د کره شمیر معلومولو لپاره باید په مشخص ډول ډیفکتو یا دیجور؛ یو روش قبول شی،  دا پړاو له یوی اونۍ څخه باید اوږد نشی، د یوې ټاکلی شپې له ۱۲بجو پیل او د بلې اونۍ په دولسو بجو پای ته رسیږي.
  • د ارقامو تحلیل او نشر: ځینو هیوادو کې دنشر پړاو جلا بولي، خو موږ به د ارقامو تحلیل او نشر په یو پړاو کې راوړو. د ټولنې، مسلکی همکارانو اودونر( UNFPA) اعتماد ساتل ډیر ضرور دي. تحلیل باید د مسلکی او په تکنالوژی د واردو کسانو له خوا وشي. په دی مرحله کې د نفوسو ټول کیفی او کمی خصوصیات په تفکیک او ډېر وضاحت سره ښودل کیږي. سنی او جنیستی ګروپونه، وزګار او په کار بوخت، د شغل ډول اودعاید اندازه، کوچی او ده شین، ښاري او کلیوالي، باسواد او بیسواد، ماهر او غیر ماهر… ټول اوصاف باید تحلیل او درج شي.

د چمتوالی (دوهمه) مرحله کې د پوښتنلیکونو جوړولو کې دقت په کار دی، پوښتنې باید واضح او د ټولو معلوماتو احتوا کوونکی وی. اصلی پوښتنلیک سره ضمیمه فرعی هم وی، د کلیوالی ، ښاری او کوچی نفوس پوښتنلیکونه یوبل سره توپیر لري، اصلی پوښتنې او د اشتقاقی معلوماتی پوښتنې بیلول هم ضرور دي. دپوښتنلیکونو برخه کې موږ تیره بشپړه سرشمېرنه کې نیمګړتیا او ستونزه نه لرله. کیدای شی، تر ډیره له هماغو بیلګو بیا بیا استفاده وشي. البته تیرو شلو کلونو د مسکن، زراعتی سروی ګانو، سوداګری او نورو احصائیو کی د نوې تکنالوژۍ غوښتنو سره سم، تعدیل شوی پوښتنلیګونه جوړ او معمول شوي دي. دا نوې تجربه هم باید هېره نشي.

 د شمیر پرمهال باید وګړ شمیرونکي ټریننګ شوی وی، غلطی ونه کړي، هرګروپ به دسرګروپ په لاسلیک معین شمیر پوښتنلیکونه او فورمی اخلی او بیا به یې بیرته پوره تسلیموي. د کنترولرانو دنده تر دې هم مهمه ده، ځینې معلومات محرم دي، چې په  هیڅ صورت یې د افشا اجازه نشته. دارالمساکین، دارالتادیب( پالنځی)، مرستون، دارالمجانین، عسکری فرقو او دې ته ورته ځایونو څخه معلومات او سوالنامی ډکول ځانګړی طرز لری. دا هریو د (کورنۍ) پرځای یو جلا واحد دی.  کنترولران او سرګروپان به د هرې ورځې اسناد مربوطه مرکز ته په هماغه ورځ رسوي.  په دې ډول دا یوه له مسئولیت ډکه دنده ده. یو وګړشمیرونکی د بل ساحې ته د ورتګ اجازه نلری، دوی هر یوه سره به دسکیچ مپ له مخې د خپل کار د سیمې نقشه وي. دوه ځلې شمیرنه، له شمیر څخه د یوی ساحې پرېښودلو او کم شمیرلو اجازه نشته. ډیره به ښه وي چې د چمتووالي مرحله کې د یوڅو ښاری، یوڅو کلیوالی او یوڅو د کوچیانو یوه پایلوت شمیرنه (رهنما- آزمایښتي) وګړشمېرنه وشي او په دقت ټسټ شي، د دې نتییجه دې د ټریننګ پرمهال کارکوونکو ته وویل شي.

د چمتووالی مرحله کی مهمه ده چی میډیا او دسیمې ملاصاحبان او مخور د سرشمیرنې د اهمیت په هکله خلکو ته معلومات ورکړي او د هغوی ذهنیت روښانه کړي. باید د سرشماری د واحد(کورنۍ) مشران پوښتنو ته صادقانه ځواب ووایی. د نومونو په هکله دقت په کار دی، ځینی نومونه لکه شمشاد، نیلاب، ګل جان،.. هم دنارینه او هم د ښځینه وي، باید غلطی ونشی، د کور مشر باید پرته له کوم عیب د کور د ښځینه او نارینه وو تعداد، عمر او نومونه او شغلونه، دتاهل وضعیت(مدنی حالت)، معیوبیت او نور مسایل پټ نه کړی، ځکه سرشمیرونکي د دې مسایلو محرم او سرشمیرنه د ټول هیواد مسئله ده. تیره بشپړه وګړشمېرنه کې نورې ټولې پوښتنې وې، خود قوم او ژبې پوښتنې نه وې، غوره به وي چې دا ځل هم دا پوښتنه نه وي.

څلورمه مرحله کې ټول پوښتنلیکونه چې د شمیرونکي، سرګروپ او کنترولر لاسلیک لري، مراکزو ته راټول او محفوظ ډول باندی مرکزی دفتر( د مرکزی احصائیې اداری) ته راوړل کیږي او وروسته تر هغه د ماشینونو په ذریعه جمعبندی او هره کتګوری جلا تحلیل کیږي. دا مرحله یواځې مسلکی روزل شوی پرسونل ترسره کوي. دا یوه بله ډیره پیچلی او د دقت غوښتونکی مرحله ده.  لله الحمد تیرو شلو کلونو کې موږ وکولای شول، په دې ډول دندو کې ګڼ شمېرځوانان د هیواد دننه او بهر بیلابیلو ورکشاپونو، سفرونو، سیمنارونو او کورسونو کې ټراین او دغه تریننګ شوي ځوانان استخدام کړو چې هریو یې اوس کاري تجربه لري. سره له دې چې یو شمیر یې مهاجر شول، خدای وکړي په وطن کې پاتې برخه یې له هیوادوه ونه وځي. زموږ لویه خوشحالی تیرو شلو کلونو کې د مرکزی احصائیې، ګمرکاتو، دتذکرو د ویش، د مالیې وزارت او بانکونو لپاره د روزل شویو ځوانانو او په تکنالوژی سمبال دفترونو جوړول وو. اوس یواځې د تذکرو د ویش نه، بلکې ډیرو نورو ځایو کې هم د بایومتری تکنالوژی او روزل شوی ځوانان لرو. دا مهارت او دنوې تکنالوژۍ مزیت د لومړنۍ سرشمیرنې په پرتله یو لوی سهولت او د باوری ارقامو د دقیق تحلیل خبر راکوي. ( دوام لري).

د دې لیکنې لومړۍ برخه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.