زموږ اوبه زموږ آبرو ده، یعنې څه؟

پوهاند محمد بشیر دودیال

0 1,343

زموږ اوبه زموږ آبرو ده، یعنې څه؟

په نیمروز کې د کمال خان د نوی بند د جوړیدو ارزښت

او

په دې هکله د یو څو مغشوشتیاوو روښانول

سریزه

اوبه حیاتی ماده ده، چې ورځ په ورځ یی اهمیت زیاتیږی، اوس دا دی  د اوبو په هکله د دوبلن د دایر شوي کنفرانس څخه وروسته، نړیوالو اوبه د اقتصادی مادې په توګه وپیژندلې او ټولو دا خبره ومنله. هیڅ بیځایه نه وه چې د یوویشتمې پیړې په پیل کې د نړیوال بانک پخوانی  رئیس ویلی و:  د تیرې پیړۍ جنګونه په تیلوو، خو د راتلوونکی پیړۍ جنګونه به په اوبو وي.

یو شمیر اقتصاد پوهانو اوبو ته  “راڼه تیل “ ویلي دی. متاسفانه د اوبو قلت ورځ تربلې زیات احساس کیږی.  افغانسنان سره له دی چی  کافی اوبه او سیندونه لری،  خو بیا هم کښت، صنعت، دبریښنا تولید او آن د څښلو لپاره اوبه نلری.   د دی لپاره یوه اساسی چاره د اوبو ښه مدیریت کول، د اوبو سپما، پراوبو باندې پانګونه، د اوبو ساتنه او دبندونو جوړول دی چی  له نیکه مرغه اوس دولت دی برخی ته  لومړیتوب ورکړی دی. د دغو لومړیتوبونو په لړ کې یو یې د کمال خان بند جوړیدل و. دغه بند دنمیروز ولایت د چار برجک ولسوالی کی جوړ او ډیر ژر به پرانیتسل شی. دغه ډول زیربنایی پروژې د هیواد پر اقتصاد او د خلکو په هوسایه څو اړخیزه غوره اغیزه او د ایکالوژی، د ژوندی موجوداتو دبقا او تنوع، دبریښنا په تولید او د سیلاوونو په کنترول کی مثبت اغیزه لری.

یو ناوړه پوهاوی

انډیپیندنټ خبري رسنۍ په  2021/03/18 = ۲۸/۱۲/۱۳۹۹ نیټه یو خبر خپور کړی، چې زموږ داخلی رسنیو هم دا خبر کټ مټ نشر کړی و، هلته یی لیکلی و:

“ … دراواخر قرن هشتم هجری شخص بنام کمال خان  این بند را ساخته بود… به دلیل مسایل حقوقی در۲۰۱۱تکمیل نشد ولی در۲۰۱۳فاز دوم شروع شد…”

د لته دحقوقی  مسایلو راوړل یو ډول لمسوونکی مفهوم ادا کوي، متاسفانه یو خبر باید دومره ناسم نه وي، په اتمه پیړۍ کی د کمال خان په نوم څوک نه ، بلکې موضوع بالکل په بل ډول وه، دلته به په دغه موضوع لږ څه رڼا واچوو. دوه ورځې وړاندې ننګرهار ولایت کې ګواکې د کمال خان د بند دچارود بشپړیدو له امله غونډه شوې وه، خبریال لیکلی و:

“ دکمال خان بند دجوړیدو چارې ۷۰۰کاله وړاندې پیل خو د وخت د جمهورریس محمدداود خان له مرګ وروسته  یی چارې په ټپه ودریدی. په ۱۳۹۰کال کې په درې مرحلو کی یوځل بیا چاری پیل شوی چی وروستۍ مرحله یی ۲۰۱۷زیږدیز کال کې پیل او څه موده وړاندې یې دجوړلو چارې بشپړې شوې…”

دې ته ورته ډیرې تیر وتنې او ناسم پوهاوی په ډیرو مسایلو کې شته، خو څرنګه چې د کمال خان بند یوه ملی اوزیربنایی پروژه ده، دهغې په هکله باید ناسم پوهاوی له منځه یوسو. دغه لیکنه درنو لوستونکو ته په همدې موخه مخې ته ایښودل کیږی، خو ترڅنګ یی د ابو په ارزښت هم یوڅه رڼا اچول شوی ده:

د کمال خان دبند لنډه پیژندنه:

د کمال خان بند د افغانستان یوه ملی او زیربنایی پروژو ده چې د نیمروز د ولایت د چاربرجک د ولسوالۍ په ساحه کې  د هلمند  دسیند پر سر موقعیت لري، چې دزرنج له ښار څخه ۹۰کیلومتره واټن لري. د دغه بند د جوړیدو تصمیم لومړی ځل په ۱۳۵۴ل.=۱۹۷۵م. کې ونیول شو، مقدماتی سروې، اساسی سروې او دنقشې ځینی چارې یې هماغه وخت پیل شوې، تر ډیره پورې کار هم ورباندې وشو، له کابل څخه د دیپلوم انجنیر عادل غروال  په مشری کاری ټیم هلته ورسید او په کار یې پیل وکړ. انجنیر عادل غروال لکه د دپلوم پاپا (غ.م.فرهاد) اوانجنیر جمعه محمدی په شان یو وطنپال او لایق انجنیر و، خو د سیاسی پرله پسې بدلونو له امله یې نور  کار پاتې شو. دا دی تقریباً ورسته تر پنځوسو کلونو یی د درېیم فازچارو دوباره دوام وموند. د جوړولو د چاروپرانیستنه یې د ۲۰۱۷م. کال د اپریل پر اوولسمه د ولسمشر داکتر محمد اشرف غنی له خوا وشوه. دا دی اوس یې د ډکیدو( ابګیری) پړاو هم بشپړ او ډیر ژر به د ولسمشر له خوا پرانیستل شی. دغه بند څخه به تقریباً نهه میګاواټه بریښنا ترلاسه کیږی او د۱۷۵۰۰۰هکتارو شاخوا کرنیزې نوی زمکې به تر کښت لانې راولي. لوړوالی یې ۱۶متره دی، چې ورڅخه جلا کیدونکی ویالی (کانالونو)ته اوبه ورڅخه روانېدلای شی او د توربین د فعالولو قدرت هم لرلای شي. د اوبو د منابعو د مدیریت په برخه کی؛  د دغه بند او دې سره په  خواکې د شاتوت، شاه وعروس،مچلغۍ،بخش اباد او د سلما بند هغه لویې لاسته راوړنې دي چې افغانستان یې لري.

  د افغانستان د یوې لویې ملی زیربنایی پروژې(د کمال خان بند) د دریم فاز د کار د پیل(افتتاح) ورځ

د دغه بند ډکیدل او پرانیستنه په دې معنا نه ده، چې کارونه ټول پای ته ورسیدل، بلکې مهمه دا ده چی ساتل او زیرمه شوی اوبه کروندې ته ورسول شي، نو څلورم فاز کار لا پتې دی، خدای دی دا توفیق راکړی چی اوبه کروندې ته ورسواو دبریښنا د ولتاژ چاری داسې سمبال شی چی د ټول هیواد، په تیره دجوب غرب د بریښنا ټول جریان سره دسمون وړتیا ولري. په بل راتلونکی فاز کې به د ډیر پخوانی زرکن او زورکن په کانالونو کی اوبه وبهیږی( په هغه ویاله کې چې اوبه تللی بیاهم ځی؛ افغانی متل).

هیله ده دټراکو اوسنۍ دښته لکه د لرغونی معمور او آباد سیستان د دوران په شان بیا شنې کروندې او باغونه شی، هیله ده ګودزره، امیران، کنګ، شلغمی، چلبرج او نورې ولسوالۍ اوبه پیدا او په زرګونو کروندګر هم له سیلاوونو وژغورل شی او هم کښت ته اوبه پیدا کړی. په دې مناسبت د ۴شنبې په ورځ(۲۷/۱۲/۱۳۹۹) باندې د اوبو د تنظیم ملی اداره کی یوه  پراخه غونډه شوی  وه چې وروسته تر ډیرو کلونو زموږ دهیوادوالو دخوشحالی ورځ او دوی د غرور احساس وکړ.

 

د کمال خان بند اهمیت

الف:  د سیلاوونو کنترول

د هلمند سیند هر پسرلی سیلابی او له کننترول څخه وځي، بی شمیره کلی او کورونه تخریب او خاور ځان سره مینځی او  آن هر کال مالی او ځانی زیات  زیانونه اړوی .   ددغه بند په جوړیدو سره به  نه یواځې  سیلاوونه مهار، بلکی  اوبه به د  کښت او دبریښنا لیاره تر  استفادی  لاندی راشی.

ب:  د بریښنا تولید

د کمال خان  بند په جوړیدو به  له ۸،۵ څخه  نیولی تر  نهه میګا واټه بریښنا تولید شی، چی  دومره بریښنا د نیمرزو ښار او څو لویو ولسوالیو ته کفایت کوی.  بریښنا علاوه له دی  چی خلکو ته یو لوی سهولت،  بلکی د دولت  عایداتی منبع  او د  ګاونډیو له  احتیاج څخه د خلاصون وسیله ده.

ج: کرنيز سکتور او اقتصادي وضعيت

د کرنې سکتور نېغ په نېغه د اوبو له وضعيت سره تړلی دی، چې 95 سلنه اوبه پکې مصرفېږي او اوسمهال دا سکتور د ټول هېواد په کچه د اوبو له کمښت سره مخ دی. په 1970 کال کې په افغانستان کې 3.3 مليون هکتاره ځمکه خړوبېدله؛ خو دا کچه په 2008 کال کې 1.8 مليون هکتاره کرنيزې ځمکې ته راټيټه شوې وه. له دې جملې 10 سلنه يې له عصري لارو چارو په ګټې اخيستنې سره خړوبېږي او د ژورو څاه‌ګانو په څېر په دوديزو تګلارو تکيه کېږي، چې د اوبو د کچې په کموالي کې رول لري. له اوبو څخه د اغېزناکې ګټې اخيستنې په موخه د اوبو د مديريت او پراختيا په سيستمونو او ميکانيزمونو کې د پانګونې نشتون يوه له هغو ننګونو څخه ده، چې په دې برخه کې د ډیرونیمګړتیاوو لامل شوې ده.

کرنیز محصولات د هیواد د اقتصاد څه ناڅه ۷۰٪  برخه جوړوي ،دجاری اوبو ډیره برخه په کرنه کې کارول کېږي، چې په دې برخه کې پر بنسټيزو سیستمونو لکه بندونو باندی کار ته اړتیا ده. اوسني حالت کې  سیندونه د کښت لپاره  ۸۵٪ سلنه سرچینه جوړوی، دکښ لپاره دزیرزمینی اوبو را ایستل ډیرر ګران پریوځی ، دا په داسې حال کی چې ارهټ نور دود ندی او د کارېزونو سيستم ته ډېره پاملرنه نه ده شوې. په داسې حال کې چې کارېزونه نه يوازې دا چې د اوبو د زېرمه کولو بلکې د نورو اغېزناکو موخو لپاره هم کارول کېږي، د کمال خان دبند په جوړیدو سره به وچ شوی کاریزونه بیرته اوبه بیدا و زیرزمینی زیرمې( underground water source) به بیرته چارج شي.

د افغانستان له ۷۰ سلنې زیات  نفوس په کليو او بانډو کې ژوند کوي، چې کرنه او مالداري يې د معیشت وسیله جوړوي. دغه معیشت ټول په اوبو ډډه لګوي. په دې توګه اوبه په اقتصادي وده، دنفوسو استخدام، سياسي ثبات او غذايي امنيت کې خورا مهم رول لري.

د دې ترڅنګ، افغانستان له ګاونډيو هېوادونو څخه د برېښنا واردولو ته اړ دی ، همدا اوس برېښنا له ايران، ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان څخه واردوي او هر کال میليونونه ډالره پرې لګوي. حال دا چې له خپلو اوبو څخه د ۲۴۰میګا واټه برېښنا د توليد وړتيا لري، یعنی  زموږ دبریښنا موجود اندازه د ټول پوتنسیل صرف یو فیصد ده ‎حال داچې بریښنا(پاکه انرژي) پر صنعت، مالدرای، اقلیم او په مجوع کې پر اقتصادي وده نېغ په نېغه اغېزه لري ځکه نو د اوبو د تنظيم لپاره د کافي زېربناوو نشتون د هېواد د اقتصادي او بشري ودې پر وړتيا هم ناوړه اغېزې ښندلې ديو چې له نیکه مرغه اوس ورته روښانه ستراتیژی جوړه شوه.

ج: د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی

زموږ يوه بله ننګونه پاکو اوبو ته نه لاسرسی دی. زموږ تر ځمکې لاندې اوبو سرچينې په لوړه کچه تر فشار لاندې دي او تر نيمايي زياتې اوبه د پمپونو په مرسته په ډیر نامعقول ډول را ايستل کېږي، په وروستيو کلونو کې د کډوالو زياتېدونکی شمېر او د نفوس چټکه پراختيا د ځمکې لاندې اوبو د کموالي او په پراخه کچه د اوبو د څاه‌ګانو او د کاریزونو د وچېدو لامل شوې ده. د کمال خان بند په جوړیدو سره به دهیواد په جنوب غرب کې زموږ هیوادوالود او د دوی دمالداری د څښاک د اوبو دکمښت  دغه ټولې ستونزی حل شي.

د اوبو کچه او وروستۍ وچکالۍ

په افغانستان کې د ورښتونو کلنۍ کچه متفاوته ده، چې تر ټولو ډېره يې  د جنوب لویدیزو سيمو  په دښتو کې ده. په سوېل کې د ورښت کچه هر کال  صرف تر ۱۵۰میلي‌مترو پورې رسېږي ندرتاً  ځینو کلونو کې له ۲۰۰ تر ۳۵۰ میلي‌مترو پورې تخمينېږي. اوسط کلنۍ کچه يې ۷۹ ميلي‌متره په زرنج کې ده. دغه مقدار کلنی اورښت ډیر ناکافی او د اقلیمی او ایکالوژیکی ناوړو پایلو لرونکی دی.

د افغانستان دجاری ابو( surface water) کلنۍ اوبه میلیاردونو  مکعب مترو ته رسیږی چې له نیمایی زیاتې یې جاری یا روانې اوبه دی او هغه زموږ سیندونه دی، پاتې یې تر ځمکې لاندې اوبه دي، چې دا هم په سیده توګه جاری اوبو پورې تړلی دی. داسې تخمينونه شته دي، چې د افغانستان ۴۰ میليارد متر مکعب اوبه ګاونډيو هېوادونو ته ځي او یوه ډیره برخه یی په شګو کې بې ګټې جذبیږی. له جاری اوبو څخه له۲۵-۳۰سلنه استفاده کیږی او نوره ۷۰سلنه ضایع او له پولو بهر وځي، دا په داسې حال کې چې دتیرو دیرشو کلونو په بهیر کی د اورښتونو دزیات کمښت له امله په اوسط ډول زموږ د سیندونو اوبه په سلو کی تر ۱۵او دجاری اوبو مجموعی اندازه کی ۴۹سلنه کمښت راغلی دی چې له کبله يې زيات شمېر خلک کډواليو ته هم اړ شوي دي. کښت او څښاک ته د ابو قلت،  دابو کمزوری مديريت، تر ځمکې لاندې اوبو غیر علمی ایتسل او د هغو تدریجی کمېدل او ککړوالی او اقليمي بدلونونه دي.

د نیمروز او کمال خان بند لنډه پیژندنه او تاریخچه

 د کمال خان بند د افغانستان یو له ملی او زیربنایی پروژو څخه ده چې د نیمروز د ولایت د چاربرجک د ولسوالۍ په ساحه کې په  30° 21′ 0″ N, 61° 55′ 0″ E  کواردینات کې موقعیت لري، چې دزرنج

له ښار څخه ۹۰-۹۵کیلومتره واټن لري. د دغه بند د جوړیدو تصمیم لومړی ځل په ۱۳۵۴ل.=۱۹۷۵م. کې ونیول شو، مقدماتی سروې، اساسی سروې او دنقشې ځینی چارې یې هماغه وخت پیل او ماشین آلات ور ولیږدول شول، خو د سیاسی پرله پسې بدلونو اوجنګونو له امله یې کار پاتې شو. دا دی تقریباً ورسته تر پنځوسو کلونو یی د درېیم فازدچاروپرانیستنه د ۲۰۱۷م. کال د اپریل پر اوولسمه د ولسمشر داکتر محمد اشرف غنی له خوا وشوه. اوس یې د ډکیدو( ابګیری) پړاو هم بشپړ او ډیر ژر به پرانیستل شی. دغه بند څخه به تقریباً ۸-۹ میګاواټه بریښنا ترلاسه او د۱۷۵۰۰۰هکتارو شاخوا کرنیزې نوی زمکې به تر کښت لانې راولي. لوړوالی یې ۱۶متره دی، چې په آسانۍ سره جلا کیدونکی ویالی (کانال)ته اوبه ورڅخه روانېدلای شی او دغه ارتفاع د توربین د فعالولوقدرت لري. د اوبو د منابعو د مدیریت په برخه کی؛  د دغه بند او دې سره یوځای د شاتوت، شاه وعروس،مچلغۍ،بخش اباد او د سلما بندونه هغه لویې لاسته راوړنې دي چې افغانستان یې په دې وروستیو کې لري.

که دلرغونی افغانستان تاریخ ته وګورو، نو دلته بیلابیل مدنیتونه تیر شوي دي، په بیلابیلو مدینتونو او دورو کې اوبولګولو، کرنې، مالداری، صنعت او سوداګری دترقی په حال کې وې، خو د پردیو د تیري، کرکیچونو او جګړو پر مهال هرڅه له سقوط او ویجاړتیا سره مخامخ شوي دي. په دغو دورو کې یوه یې د ګرشاسپ پاچا دوره وه. په دغه دوره کې د پخوانی سیستان یا اوسنی نیمروز مرکز زرنج وبلل شو. په دې دوره کې سیستان ډیر نهرونه لرل، چې د خاورو او د دشتو غټو بوټو په واسطه به هرکال دخلکو په مټ کلکیدل، دا ځکه چې ځینی وخت به دپسرلی سیلاوونو وړل، نوځکه یی هرکال بیا جوړولو ته اړتیاوه. له هغه وخته تر اوسه د  هلمند سیند څو ځله خپل مسیر ډیرو ځایونو کی بدل کړی دی، دغه منطقه کې ډیر ښارونه ویجاړ شوی او ډیر نور نوي جوړ شوی دي. دنیمروز د نوم دمعنا او وجه تسیمیې په هکله مختلفې افسانی او روایات شته.  ځینی وایی چې د سامانیانو پر مهال سیستان ته نیمروز ویل کیدل. زیاتره په دې نظر دي چې د نیمروز معنا جنوب ده، نو له دې امله چې اوسنی نیمروز د هغه مهال دخراسان جنوب ته پروت و، نو ځکه ورته نیمروز ویل کید. ځینی نور بیا د یوې افسانې له مخې وایی چې دغه سیمه کې یو سیند بهید، چې پیریانو په نیمه ورځ کې وچ کړ، نو له هغه راهیسې دا نوم ورته پاتې دی. ځینی یې دشمسی کال د ورځو د نومونو له مخې نیمروز بولي، ځینی نور بیا وایی چې نیمروز دغرمې او ماسپښين په معنا دی. څرنګه چې په غرمه کې لمر په جنوب کې ښکاره کیږی، نو  ځکه ورته نیمروز ویل شوی دی. البته دسامانیانو په دوره کې همدغه نظریه وه.  ډیره موده وروسته  یعنی د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ۱۳۴۲ل. کال پورې چې دافغانستان پر ملکی تشکیلاتو بیا کتنه وشوه، ټول اوسنی نیمروز ته چخانسور ویل کید، خو په ۱۳۴۴ل. کال کی پریکړه وشووه چې دچخانسور نوم دی په نیمروز، یعنی دهغه په لرغویي نوم بدل شي. مرکز یی زرنج پاتې شو او د یو نوی ښار نقشه ورته جوړه شوه. ورورو په زرنج کی نوې ودانۍ جوړې شوې، سړکونه ورغول شول او ښونځی او روغتون پکې جوړ شو، نو داوخت ورته ډیرو خلکو شهرنو هم ویل. دغه ولایت دتاریخ په اوږدو کې د خپلو غلو-دانو او کرنی له پلوه نوم درلود، چې یو علت یې د هموارو زمکو موجودیت او بل علت یی دزیات شمیر ویالو او کانالونو شتون و.

له تاریخی پلوه؛ په منځنیو پیړیو کې دهلمند پر سیند باندې، چې هغه مهال دا سیمه د سیستان په نوم مشهوره وه، څو بندونه جوړ شوي وو. دغو بندونو د لرغونی سیستان بیلابیلې سیمې اوبه کولې. هغه مهال سیستان د یو لوی او بیساري تمدن زانګو او د آبادی، زراعت، تجارت او پریمانه مختلفو میوو او غلو- دانو د تولید له پلوه ډیر بډای و. دهغه وخت بندونه چې د دغه سیند دوو خواوو ته یې اوبه برابرولې، داوو: ګرشاسپ بند، رستم بند، دحمزه بلواخان (بلباخان) بند، یکاب بند او یوڅو نور.  د سیستان آبادی اود اوبو بندونه هغه وخت ویجاړ شول چې د “ترغای”ز وی ګوډ تیمور د ماوراولنهر له نیولو وروسته پر افغانستان حمله وکړه. ګوډ تیمورپه ۱۳۳۳م. کال نړۍ ته سترګې پرانیستې، کله یې چې پرافغانستان یرغل وکړ او دهرات ولایت ته راورسید ۲۵کلن و، خو دعمر ډیرکلونه یې دافغانستان په نیولو اوجنګونو تیر کړل. وروسته ترهراته یی دسیستان دنیولو نیت وکړ، خو په هرځای کې دافغانانو له سخت مقاومت سره مخامخ او په دغو جنګونو کې یې پښه ټپي او ډیر تورکی عسکر یی ووژل شول، نو ځکه یې په انتقام کې لکه دخپل نیکه “چنګیز” په شان ډیرځایونه ونړول اوډیر خلک یې ووژل. د سیستانیانو سخت مقاومت دده د قهر او غضب سبب و، نو د سیستان یا اوسنۍ نیمروز د اوبو حیاتي بند یې ړنگ کړ چې سیستان وروسته له هغه په وچه بیدیا بدل او ژوند پکې ډیر سخت شو. ګوډ تیمورڅو ځله له شکست خوړولو ورسته بیرته سمرقند او سبزښارته ولاړ، خو بیا به دوباره له نوی لښکر سره پرافغانستان راغی. په درېیم ځل یرغل دجوزجان اوبلخ له نیولو وروسته لومړی کندهار ته راغی اوبیا یی پرسیستان حمله وکړه. هغه په همدې سیستان کې په پښه ولګید او ګوډ شو، بیرته وتښتید، خو بل ځل په ۱۳۸۲م. کې له یو لوی لښکر سره لومړی پرهرات او بیا مخ  په فراه راغی، له بده مرغه دفراه حاکم ملک جلا الدین ورته تسلیم شو. له دې ځایه مخ په سیستان راغی دسیستان حاکم ملک قطب الدین د سیستان له خلکو سره یو ځای کلکه دفاع وکړه، خو وروسته تر ډیرو وینو توییدو سیستانیان ماتې سره مخامخ شول او ګوډتیمور ښار ته ننوت، دسیستان دخلکو ټوله شتمنی یې لوټ، عامه ودانې، ماڼۍ، کروندی او باغونه اوداوبو بندونه او کانالونه یې ټول ویجاړ کړل. دسیستان افغان حاکم، امیرقطب الدین یی خپل مرکز سمرقند ته دبندی په توګه ولیږ اودسیستان نور مشران یې دفراه په یوه کلا کې بندیان کړل، لښکر یې کورونو ته ننوتل اوآن دښځو ګاڼې او دکورنو ساماونه یی لوټ کړل. درستم بند یې چې ټوله سیمه ورباندې اباده وه او دخلکو د ژوند ضمانت یې کاو په بیرحمی سره ونړاو په دې توګه د آسیا دغه ترټولو شنه او معموره سیمه له بُست څخه نیولی تر ګرشک، فراه ،چخانسور، زرنج، پشاوران، قرنین، طاق، رم، شارستان، بغنین، درتل، زروان، شووان، لنډه داچې د ۲۰۰ کیلومتروپه واټڼ یی ټوله سیمه ویجاړه اوډیرې وینې یې تویې کړې.  د معمورسیستان ټول کلي او کروندې له منځه ولاړې. وروسته یی کندهار ونیو. سیستان یې یوخپلوان، شاه شاهان او د کندهار حکومت یی بل خپلوان، امیرسیف الدین برلاس ته وسپاره. په سیستان کې ترډیر وخت پورې د نړیدلیو بندونو او ویجاړو کلیو آثار موجود وو. په نولسمه پیړۍ کی چی کله د انګریزانوپښه دی سیمې ته راورسیده، یوه انګریز لیکوال “پاتینسون” په ۱۸۴۱م. کې  دهلمند پرغاړه دپخوانیوبندونو نښې ولیدې چې دګوډ تیمورپرمهال ویجاړ شوي وو،دوه نورو انګریزانو؛ “فریه” او “راولسن” هم په دې هکله یادونې کړي دي.   وروسته بیا په نولسمه پیړۍ کې په دې سیمه کې محلی خانان مسلط وو، چې یو یې کمال خان و. کمال خان د نواب خان زوی  او د جان بیګ لمسی و چې دبلوڅ د باتور، مبارز، سرلوړې او زړور قوم سنجری  درنې کورنۍ پورې یې اړه لرله. دوی له نولسمې پیړۍ مخکې کوچیانی ژوند درلود. په نولسمه پیړۍ کې دوی د چخانسور شاوخوازمکې ترلاسه او ده شین شول. د دغو بلوڅي سردارانو اقتصاد ورو ورو له مالداری څخه ښه شو. سردار کمالخان د نیمروز په چاربرجک ولسوالۍ کې ژوند کاو چې کلا یې اوس هم موجوده ده. په دغه سیمه کې چې اوس بند کمال خان نومیږی، دوی له سیند څخه دکاروانو اوسوداګریزو مالونو دتیریدو یو بندر جوړ کړی و چی له سوداګرو به یی محصول اخیست.د۱۸۵۶-۱۸۶۳م. کلونو په بهیر کی کله چی امیردوست محمد خان پرهرات او کندهار واکمن شو، سردار کمالخان یی تابعیت قبول کړ، امیردوست محمد خان ورته لوی منصب ورکړ. دامیرشیرعلیخان پرمهال (۱۸۶۳-۱۸۶۸م.) څوځله ایرانیانو  پرسیستان یرغل وکړ، خو دسنجرانی کورنۍ بلوڅانو دهغوی پروړاندی کلک مقاومت وکړ او ځانونه یې دافغانستان تابع وبلل. سردار کمال خان په۱۸۰۰م. کال نړۍ ته سترګې پرانیستی او په ۱۸۷۹کې وفات شوی دی. د خلکو په ژبه، ورو ورو کمال خان بندر په کمال خان بند بدل شو، حال دا چې کمال خان دلته کوم بند نه و جوړ کړی. د شواهدو له مخې د نادرشا پرمهال هم ځینو اسنادو کی دې سیمی ته دکمال خان بند نوم ورکړل شوی دی. ترڅو چې په ۱۹۷۵=۱۳۵۴ل. کال کې سردار محمد داوود خان د هلمند پر سیند دیوه بند دجوړولو پریکړه وکړه او نوم یی ورته دکمال خان بند غوره کړ. په دې ډول سره په همدې ۱۳۵۴ل. کال افغانی انجنیران له کابله ورغلل، مقدماتی او اساسی سروې وشوه، وسایل ورانتقال شول، خو کار یې ډیر پرمخ نه ولاړ. ویل کیږی چی داوود خان پخپله د دې سیمې لیدنه کړی وه، خو د پرله پسې سیاسی بدلونو او ناامنیو له امله یی کار بند شو، ۳۷کاله نور دکار وسایل او ماشینونه لاهم په سیمه کې موجودوو.  وروسته تر۱۳۷۱ل. کال د دی بند په میلیونهاو ډالره ماشینونه او وسایل لوټ شول، دطالبانو له تګ څخه وروسته د نوی حکومت په جوړیدو سره په ۱۳۸۵ کال کې دی بند ته توجه وشوه، خو عملی کار ورباندی ونشو، ترڅو چې په ۲۰۱۷م. =(۱۳۹۶ل.) کال باندی یی درېیم فاز پیل شو. موخی یې د موسمی سیلابونو کنترول، دبریښنا تولید او دکرنیزو زمکو آبیاری ده. دنیمروز خلکو ددغه بند دجوړیدو تود هرکلی وکړ. دغه بند دافغانستسان په انکشافی بودجه جوړ شو چې ورباندې ۷۸ میلیون ډالره ولګیدل. اوس نیمروز کې تقریباً ۵۰٪ بلوڅ، ۳۰٪پښتانه او پاتې د هیواد نور شریف اقوام لکه تاجک،قزلباش او براهوی او نورژوند کوی، چې دکرنی ترڅنګ، په سوداګری، صنعت او رسمی چارو بوخت دي. یووخت دلته زموږ یو څو کوره سک او هنود هیوادوال هم وو. کرنیز تولیدات یی غنم، جوار، هندوانی او متاسفانه کوکنار دی، ډیر خلک یې څاوری ساتی، خو د دغه بند په جوړیدو به د مفیده بوټو کښت زیات شی او ډیرو خلکو ته به دکار زمینه برابره شی، په دې ډول به جرمی او غیررسمی اقتصادپه قانونی او مولد  اقتصاد واوړي . داقتصاد ترڅنګ به اقلیمی مثبت تاثیرات واقع شی، اجتماعی خدمات به ښه، پاکه انرژی به مهیا او دنفوسو اسکان (settlement ) به متوازن شی. د استخدام فرصتونه به ایجاد او دژوند تنوع( biodiversity) به ډاډمنه شي.

… او نیمرزو دغلې ګودام:

دلرغونی سیستان د رستم بند بیا احیا هیڅکله دچا په حق کی مداخله نه، بلکې زموږی د ملی شتمنیو ښه مدیریت کول دي، نو ځکه اینندیپندمنت په غله د حقوقی ستونزی خبره کوي. دلته کومه حقابه نشته، بلکې د موسمی زیاتو اوبو دتګ  خبره ده. د۱۳۵۱کال کومه معاهده چې شوی وه، د ښه ګاونډیتوب په خاطر وه، په هغې کې د افغانستان له خوا  ګاونډیو ته په ثانیه کی د ۲۲مکعب مترو اوبود سخاوتمندانه ورکولو ترڅنګ، څلور مکعب متره د ښه ګاونډیتوب ترنوم لاندې وی، سره له دی چې هماغه مهال یوشمیر بیدارو ځوانانوپه کابل کی اعتراض وکړ او مظاهری وشوی، خو اوس د کمال خان بند جوړول موږ  د هماغه معاهدی اجرایی کیدل بولو. دا په داسې حال کې چې افغانستتان د اوبو دیپلماسی او حقوقو ته په کله پاملرنه کوي. په دې توګه د حقابی پر ځای د ښه ګاونډیتوب دمعاهدې نوم ورکول غوره دی، چې موخه یې د افغانستان جنوب غرب کی د جاری اوبو ښه تنظیمول دی. له بده مرغه د هلمند سیند فصلی اویو سیلابی سیند دی، چې د سیلاوونو پرمهال اضافی اوبه لری، دغو فصلی او سیلابی اوبو ته حقابه نشو ویلای.

په تاریخونو کی چې په دې سیمه کې کوم د اوبو کم  لس بندونه وو، اوس یو هم نشته، له هغی جملی د یوه بیرته احیا کول به زموږ د هیوا  هغه برخه بیرته زرغونه کړی، چی دروند استاد پروفیسور سیستانی یی تل (انبارغله) بولي، اصطخری سرزمین توانګران بللی و او انګریز مک مهان مصر ثانی ورته ویلی و. نیمروز به زموږ د غلی ګودام وي. د جنوب او جنوب غرب د اوبو په ښه مدیریت سره موږ په یوه کال کې  د ۹۰میلیونه تنو نفوس لپاره کافی غله تولیدولای شو.

زموږ اوبه زموږ آبرو ده، یعنې څه؟

ښکاره خبره ده چې لوږه او فقر لویه بی عزتی ده. زموږ عوام وایی :احتیاج له زمری څخه ګیدړ جوړوي. کله چې له خپلو اوبو کښتونه زرغون او پوره غله ورڅخه ترلاسه کړو، کله چی له خپلو اوبو بریښنا ولرو، کله چی خپلو اوبو کی کبان وروزو او تر غاړی یې  تفریح وکړو، کله چی دبند په لویه شنه کاسه کی دبتکو سیلونه را کوز او ښکلی منظره جوړه کړی، کله چې له تحمیلی کورورانوونکی جګړی مشروع او حلال معیشت ته مخ واړوو،  کله چی له سپیرو بادونو خوندی اوسو او شاوخوا مو شنه بڼونه اومیوې وي، کله چې پردیو ته دسوال لاس ونه نیسو نو دا آبرو نده؟  بیشکه چې ده!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply