د سـیاسـت دنیا

سلطان جان کلیوال

233

نور نه سیاست کومه، نه سیاسی نظمونه لیکم
یـواځـې میـنه کـوم، میـنئ ته شــعرونه لیـکم
+++

زما تـوبه ده د سـیاسـت له دروغجـنې دنیـا
زما تـوبه ده له دې تورې مکـر جـنې دنیـا

پوره پنځه زره توبې می له فریب او دوکو
د اوسـیدو نه ده دا پسـته دا تـب جنه دنیـا

نه پکی یارشته نه اغیار نه پکی وروراوخور
ده له وحشت اودهشت ډکه دا کرک جنه دنیا

اغزنه ونه ده ، نه ګل او نه ښـکلا شـته پکی
له هوس جوړه ده، نه مینه ، نه وفا شته پکی
+++

خاندې یوه ته اشارې چیرته کی بل ته کوی
لاس ښکلوی ورته، سجده یی بیا کاکل ته کوی

نه پکی دود او نه دستوراو نه اصول شته دی
ګناه پنجاب کوی ګواښـونه، بیـا کابل ته کوی

دا  د قـدرت  د لیــونیــو،  لیــونۍ  لـوبه  ده
هر یو لګیا دی پردي وژني، ګټه خپل ته کوی

مونږه ناکام یو په سیاست کی، ځکه خپل وژنو
«اسـلام آباد»، آبادوو، خو خپل «کابـل» وژنو
+++

نه پکی رحم نه زړه سوی نه صداقت شته دی
نه پکی مـیـنه نه اخـلاص نه محبـت شـته دی

معاملې دي په ســرو ، په شــتـمـنیـو د نـورو
نه ضمانت پکی د سر، نه د شخصیت شته دی

سـوداګـرې ده ،خـرڅـول د وجـدانو دي پکی
نه پکی نښــه د ایمـان نه شـرافت شــته  دی

نن به پاچا وی خو سـبا ته په زنـدان اخته شی
غـم د دنیا کوی، آخـر په غـم د ځان اخته شی
+++

که سیاست علم وی، خو علم زده کول غواړي
مسلسل شل کاله لیکل غواړي لوسـتل غواړي

یواځی خـپل کلي کی نه زده کـیږی نه پخـیږی
نـورې نـړۍ ته، سـفـرونه تلـل راتلـل غـواړي

دا د جـومات او کلیـسـا او د ميـندر کار نه دی
دا دټولـنې په جـوړښـت، سـم پوهـیدل غـواړي

خو اوس سیاست نه جوړه شوې د سطرنج لوبه ده
سـم غـولول دي،  چالاکې، د چار او پنـج لـوبه ده
+++

یم توبه ګار هغه سـیاسـت نه چی انسان زوروي
خپلې فایدې د پاره ورور وژني، جانان زوروي

چي وي ولاړ د اسـتـبداد او فـرعـونیت په سـتـنو
د اقــتـدار د پـاره ، ســرا ســر جـهـان  زوروي

په سترګو ړوند په غوږو کوڼ دی ښه بد نه پیژني
ځمکه خو خیر، خوپه فـریب سـره آسـمان زوروي

نو تـوبه ګار د دی، سـیاسـت، دی تـجـارت نه یمه
بیخـی مـنکـر یی، له ارزښـت او له قـیمـت نه یمه

نه نـور سـیاسـت کومه، نه سـیاسـي نظـمونه لیکـم
یـواځـی میــنه کـوم، میـنې ته، شــعرونه لــیکــم

اګســت/۶/۲۰۲۳

ایجکس – تورنتو – کاناډا

 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.