په افغانستان کښی دستر زبرځواک ددوستی په نامه دښمنی؟

اختر محمد یوسفی

373

 

د انګریزانو دری واره ښکاره تجاوز پرافغانستان باندی، دانگریزانو   دپیړیو پیړو بیساری او تل پاته دښمنی دافغانان سره وروسته، نژدی څه د پاسه سل کاله کیږی چی غربیان اوامریکائیان دافغانستان سره خپلی ډیپلوماتیکی، سیاسی، اقتصادی اړیکی ټینگی کړیدی. اگر چی ددی اړیکی باندی ددوستی نوم ایښول شویدی، مگر ثابت حقیقت دادی چی دوی ددی اړیکو ترشاه خپل شوم اهداف پټ شوی درلودل، غربیان اوامریکائیان دا دوستی ترهر ډول دښمنی د افغانستان دپاره ډیری بدی پایلی منځ ته راوړیدی. ددی اړیکو په وروستی سلو کالو په لړکښی، په خاصه توگه د څلورو لسیزو په خونړیو جگړو کښی غربیان، امریکائیان اوعرب په مستقیمه توگه دافغانستان د بیگناه خلکو په وژلو او وینو تویولو کښی پراخه برخه درلودل. غربیان، امریکائیان اوعربان د افغانستان ملی خپلواکی له منځه یوړل، دوی لا تراوسه هم دافغانستان په خونړی جگړو کښی، د بیگناه افغانانو په وژلو او په وینو تویولو باندی په ښکاره توگه ښکیل دی. غربیان، امریکائیان اوعربانو په وروستی څلورو لسیزو کښی، د دوی دوستی ډیپلوماتیک، سیاسی، اقتصادی اړیکی پرځای د خپل سمیز او نړیوال رقابتی او نیابتی جگړو په لړ کښی افغانستان تباه او برباد کړ. د امریکا او د ناټو نظامی ځواکونه د دروڅلویښت هیوادونه سره شل کاله په افغانستان کښی د تروریزم سره د جگړی تر نامه لاندی بیگناه افغانان یی وژلی دی او اوس یی هم وژنی.

اساسی سوال دادی چی ولی امریکائیان، غربیان او دتیلو په پیسو مست عربانو، پاکستانی او ترکی گوډاگیانو، ایرانی ملایانو برسیره دافغانستان د پټ او ښکاره دښمنانو دخپلو اهدافو دسرته رسولو دپاره په لکهاؤ نورافغان استخباراتی مزدوران، جنایتکاران او تروریستان یی وگمارل. امریکائیان، غربیان او اعرابو هرکال یی پرخپلو مزدران باندی په بیلیونو ډالر مصرف کړی، لا تراوسه هم د میلیونونه شنو ډالرو بنډلان افغانستان ته لیږل کیږی. سیگار د امریكا د مرستو د تفتیش دفتر وایی چی یواځی امریکائیانو په دغه وروستی دوو کالو کښی د طالبانو د واک د نیولو و طالبانو ته تر دوو بیلیون ډالره زبات پیسی افغانستان استولی دی، مگر ولی لا تراوسه بریالی نشول ؟.

 

 

امریکائیان، غربیان اوعربان د شوروی او ببا دچین او روسیه سره د تاوده او سړی جگړو په وخت کښی پرجنایتکارانو باندی یی د مجاهدینو او طالبانو نومونه ایښی دی. دری لسیزی تیرشویدی چی یواځی او یواځی د مجاهدینو د ډلو او طالبانو د واک پرسر پخپل منځی  گواښ جگړی په افغانستان کښی نه ختمیږی. له بده مرغه دا دواړی ډلی د اسلامی نظام د جوړولو د پاره چیغی وهی مگر واقعی اسلامی شرعیت نه پلی کوی.

د جمهوریت د نظام تعریف روښانه دی، جمهوریت دهیواد د دولتی نظام مشخص جوړښت دی چی واک د هیوادوالو د رای پواسطه منځ ته راځی او بس.

 د نړی په ډیرو هیوادونو کښی د مختلفو مذهبونو پیروان، مسلمانان او غیر مسلمانان ژوند کوی. په اسلامی هیواد غیر مسلمانان اتباع، او په غیر اسلامی هیواد کښی مسلمانان اتباع د خپل تابعیت له مخی د رائ ورکولو حق لری.

د جهموری نظام په انتخاباتو کښی دا فرق نکوی چی رای ورکونکی مسلمان دی که ندی، د رائ ورکونکو رائ مساوی حسابږی. جمهوریت، جمهوریت دی، جمهوری دولتی نظام د مذاهب سره د جوړښت په لحاظ تړاو نلری. جمهوری نظام اسلامی او یا غیر اسلامی نسی کیدلای. د یو نظام په دولتی قوانینو کښی  مذاهب احکامو ته ځای ورکول، د دولتی نظام جوړښت نه بدلوی. ځنی هیوادونه چی د جمهوری دولت نوم اسلامی ایښی دی، دا نومان غولونکی شعارونه دی. 

د مجاهدینو او طالبانو ترمنځ په جگړو کښی په میلیونو بیگناه افغانان وژل شوی، اود بیگناه اولس دوینو تویولو لړی نه تم کیدونکی دی. په افغانستان کښی د امریکائیان، غربیان اوعربان په لاس وهنو سره بیله ځنډه جگړه دوام لری.

بلاخره امریکائیان او د ناټو نظامی مجهز په عصری وسلوباندی سمبال ځواکونه مجبور شول چی د شپی لخوا دافغانستان څخه وتښتی. امریکایان او د ناټو نظامی ځواکونه، دخپل لاسپوڅی حکومت پرځای واک یی وهغه طالبانو ته بیرته خوشی کړل، کوم چی شل کاله د مخه امریکائی او ناټو ځواکونو لخوا دوی دافغانستان څخه شړلی وی. امریکائیان، غربیان او اعرب په گډه د پاکستان، ایران او ترکانو پواسط دافغانستان د جگړی دپاره په سل گونو زرو تروریستان د جگړی د دوام دپاره روزلی  دی. د تعجب او خواشینی ځای دا دی چی امریکائیان، غربیان او عربان دوی ټوله لاتر اوسه پوری افغانان ښه ندی پیژندلی، دوی تل د خپلو روزل شوی نوکرانو او جنایتکارو تروریستان د کنټرول دپاره یو له بلی سره لاس په گریوان دی. دوه کاله کیږی چی په افغانستان کښی طالبان واک ته رسیدلی دی، د تیر دولت مسلح او غیرمسلح لوړ پوړی چارواکی په بهر کښی پدی امید انتظار باسی چی گوندی امریکائیان، غربیان او عربان به بیا د دوی دپاره به د طالبانو امارت رانسکور کړی. ځلمی خلیلزاد د امریکا د دولت لخوا په پنځو لسیزو کښی دافغانستان په چاروکښی د امریکا لخوا مشاور او د ویسرای مقام لری، تیر اونی پخپل وینا کښی ویلی دی چی د تیر دولت مسلح اوغیرمسلح لوړ پوړی چارواکی دی د بهر څخه بیرته خپل هیواد افغانستان ته لاړ شی. امریکا د دوی سره د واک د نیولو په برخه کښی مرسته نکوی.

https://www.tiktok.com/@nijrabi.1989/video/7265733186867449121

په پورتنی لینک کښی خلیلزاد وینا واری،  دامربکی پخوانی مزدورانو ته خطاب کوی.     

امریکا او ناټو په افغانستان په وروستی شل کالو کښی د خپل نظامی مجهز قواو د حضور سره سره د غلو ډلو، مفسدین او جناینکارو مزدورانو ته د افغانستان د ورانولو دپاره یو مافیایی نظام یی جوړ كړی ؤ،  شل کاله  امریکا او ناټو د غلو او مفسدینو ته د خپل په لکهاؤ نظامی قواؤ سره نظامی او مالی مرستی کولی.  دشرم ځای دادی چی اوس امریکائیان، غربیان اوعربان او ددوی وایسرای  خلیلزاد وایسرای  وخپلو مزدوران، د ډلو و لډرانو لکه سپی ته د ډوډی پرځای د کراستی ټوټه ورغورځوی معنی لری.

د تعجب او خواشینی ځای دا دی چی امریکائیان، غربیان اوعربان ټوله لاتر اوسه هم افغانان ښه ندی پیژندلی، دوی تل د خپلو روزل شوی نوکرانو او جنایتکارو تروریستان د کنټرول دپاره یو د بلی سره لاس په گریوان دی.

په ترکیه کښی د طالبان مخالف مقاومت شورا د پروتی لغتتکو پشان د ځلمی خلیلزاد وینا غندلی، او دهغه د محکمی غوښتونکی دی. د بادار او مزدورانو دا خبری حقیقی تصویربیله شکه هم د خندا او هم د ژړا وړ دی. بیطرفانه قصاوت وکړی، هیله کوم چی تاسی لومړی دامریکا د زلمی خلیلزاد خبری خپل افغان مزدرانو ته کړیدی په ښه دقت واوری، بیا دغلو د ډلی د قامی نفاق اچوونکی ډنډورچی لطیف پدرام و خبرو ته په ځیر سره غوږ ونیسی. د مزدورانو او غلو عکس العملونه ببل شان د لطف پدرام خبر واوری د شرم څخه ډک دی.      .

https://youtu.be/hF149xrZQ1k

که چیری دا د امریکا غله مزدورانو لږ تر لږ همت هم درلودای، نو باید دوی ځانونه د وخته وژلی وای. ترداسی بی غیرتی ژوند مرگ هم ډیر شرف لری.
پرافغان وطن مینانو فقط یو دافسوس ځای دی، چی د امریکا مزدران هم ځانونه افغان بولی. لطیف پدرام د جمعیت د ډلی تر شاه ولاړی دی، مگر دی صرف جمهوری نظام غواړی. د مرحوم برهان الدین ربانی جمعیت ډله د اسلامی جمهوریت په لټه کښی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.