ناکام

سلطان جان کلیوال

267


ستا زړه ته د لارې په میندلو کی ناکام شـومه

زه د خپـلې میـنې په روزلو کی ناکام شـومه

مات می زنځیرونه د پولادو کړه یو بل پسی

څه وشـو؟ د واک په چـلولو کی ناکام شـومه

زه  د زمانې د کاروانـونـو سـر لښـکر ومه

ګوډ شومه منزل ته، رسیدلو کی ناکام شومه

ښکارې موراو پلار، نیا او نیکه راته ښیرا کړې

لـوبه می ګټـلې وه، سـاتـلـو کی ناکام شـــومه

ولس رانه پردی شو، کوراوکلی راته بد ګوری

بیـا د خپـلو ورونو خپـلولو کی  ناکام  شــومه

نوم د عـدالت باندی می ډیرې وینې توې کړلې

جوړشومه قاضي خوانصاف کړلو کی ناکام شومه

دیرې دعـاګانې کلمې  می په ځان چـف کـړلـې

لا شومه کمزوری، په لارتللو کی ناکام شــومه

نورو می له ډیرې ساده ګۍ نه ګټه پورته کړه

خپـلو کلیـوالو  ته، کار کـړلو کی ناکام شـومـه

جولای/۲۸/۲۰۲۳

ایجکس – تورنتو – کاناډا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.