د مهدویت یو پخوانی مدعي سید محمد جونپوري

لیکوال : ډاکټر لطیف یاد

288
د مهدویت یو پخوانی مدعي سید محمد جونپوري
۱۴۴۳ – ۱۵۰۵ زیږدیز/میلادي
او د افغانستان په فراه کې د ده مزار
————————————-
دوه کلونه دمخه مې دافغانستان دمشهورلیکوال اوتاریخپوه کاندید اکا ډمیشین ښاغلی استادمحمد اعظم سیستاني پر فیسبوک پاڼه یوه هر اړخیزه، جا مع اوپه زړه پورې مقاله ولوستله چې په دري ژبې لیکل شوې ده او نوم یې دی ( آثار تاریخي فراه) چې په دغه مقاله کې دفراه دنورو تاریخي ځایونو اولرغونو ودا نیو دپیژندلو تر څنګ یې دمهدویت دیوه پخواني مدعي( سید محمد جونپوري) دمزار په اړه هم پکې یادونه او ذکرشوی دی اوپکې لیکل شوي دی چې دده مزار دافغانستان دفراه ولایت په کرجي نومي ځای کې دی. (۱)
زه به پخپلې دې مقاله کې هڅه وکړم چې دمهدویت ، دمهدویت دمد عیانو ، جونپور او دسیدمحمد جونپوري په اړه معلومات وړاندې کړم.
مهدویت او حضرت مهدي :
————————–
داسلام سني او شیعه مذاهب دواړه په دې خبره یو له بله سره متفق دي چې تر قیامت دمخه به په اخره زمانه کې چې نړۍ کې فتنې اوفسادونه او دخدای دستر ذات په وړاندې سر غړونې ډیرې وي نو دحضرت عیسی مسیح علیه السلام سره یوځای به حضرت مهدي راڅرګندیږی. سني مذهبه مسلمانان په دې اند دی چې دده نوم به محمد وي او داسلام د پیغمبر په کورنۍ پورې به اړه لري . لکه چې دمخه وویل شول نوموړی به دفتنو او فسادونو او ددین دسرکښانو او په تیره بیا ددجال سره جګړه کوي اوهغه ته به ماتې ورکوي او له مینځه به یې وړي .
د حضرت مهدي په اړه شیعه مذهبه مسلمانان په دې انددي چې حضرت مهدي به دحضرت پیغمبر دلمسي اما م حسین ( رض) له نسله وي. شیعه مذهبي عالمانو دمهدویت په اړه ډیر څه لیکلي دي خو دمهدویت اوحضرت مهدي په برخه کې چې کومې ژورې مذهبي څیړنې او تحقیقات شوي دي یو هم دایرانی شیعه عالم لطف الله صافي ګلپایګاني څيړنې او تحقیقات دي .
همداراز سني مذهبه عالمانو هم دحضرت مهدي په اړه ډیرڅه لیکلي دي چې په هغو کې امام احمد حنبل په خپل مسند کې ، دپیغمبر مشهور صحابي عبدالله ابن مسعود ، امام غزالي ، ابن خلدون، جلا ل الدین سیوطي او علا ءالدین علي بن حسام مشهور په متقي نومونه یادولی شو.
د مهدویت مدعیان :
—————-
د تاریخي شواهدو او اسنادو پر بنسټ دتاریخ په اوږدوکې په بیلا بیلواسلامي هیوادونو کې دمهدویت ډیر مدعیان پیدا شوي دي چې دمهدویت ادعاوې یې کړې دي او ځانونه یې مهدي ګڼلي دي ، خو داسلامي عالمانو له نظره دوی د مهدویت باطل مدعیان ګڼل شوي دي.دلته به بې ځایه نه وي چې دمهدویت دهغو مدعیانو ذکر اویادونه هم وکړم چې په بیلا بیلو هیوادونو کې دمهدویت مدعیان ول. (۲)
په دویمې هجري پیړۍ کې دمهدویت مدعیان :
———————————————
-صالح بن ظریف
ابوالعباس سفاح
عبد الله بن معاویه
ابومسلم خراسانی
المقنع
په دریمې هجري پیړۍ کې دمهدویت مدعیان :
——————————————–
عبدالله مهدی
ابومحمد شریعی
محمد بن نصیر نمیری
په څلورمې هجري پیړۍ کې دمهدویت مدعیان :
——————————————–
حاکم بامر الله
په شپږمې هجري پیدۍ کې دمهدویت مدعیان :
——————————————
ابن تومرت (۴۸۵ – ۵۲۴ ه / ۱۰۹۲ – ۱۱۳۰ م)
ابو عبد الله مغربی
په اوومې هجري پیړۍ کې دمهدویت مدعیان :
———————————————–
عباس الریفی
محمد قرمانی
په اتمې هجري پیړۍ کې دمهدویت مد عیان :
—————————————-
الرجل الجبلی
توزری
الرجل الطرابلسی
په نهمې هجري پیړۍ کې دمهدویت مدعیان :
—————————————
سید محمد مشعشع
الشیخ شمس الدین محمد الفریانی بن احمد المغربی
شیخ عبدالقدیر بخارایی
میرزا بخلی
ملا عرشی کاشانی
په لسمې هجري پیړۍ کې د مهدویت مدعیان :
———————————————–
محمد جونپوری (۸۴۷ – ۹۱۰ هـ / ۱۴۴۳ – ۱۵۰۵ م)
سید محمد نوربخش خراسانی
سید محمد مشهدی
موسی کردی
ابو الکرم دارانی
شیخ علایی
الشیخ المغربی
الرجل المصری
محمد بن عبدالله نفس زکیه
په یوولسمې هجري پیړۍ کې دمهدویت مدعیان :
————————————————–
احمد بن عبد الله محلی
م (۹۶۷ – ۱۰۲۲ هـ / ۱۵۶۰ – ۱۶۱۳ م)
عبدالله عجفی
په دولسمې هجري پیړۍ کې دمهدویت مدعیان :
—————————————————-
بنگالی هندی
محمد بن احمد سودانی
شیخ سعید یمانی
په دیارلسمې هجري پیړۍ کې دمهدویت مد عیان:
——————————————–
علی‌محمد باب
(۱۲۳۵ – ۱۲۶۶ ه / ۱۸۱۹ – ۱۸۵۰ م)
میرزا غلام احمد
قادیانی (۱۲۵۰ – ۱۳۲۶ هـ)
محمد احمد (۱۲۵۹ – ۱۳۰۲ هـ / ۱۸۴۳ – ۱۸۸۵ م)
میرزا طاهر
شیخ مهدی قزوینی
سید محمد گجراتی هندی
سید ولی الله اصفهانی
میرزا حسن همدانی
سید موسوی
سید محمدهمدانی
میرزا مشتاق علی شیرازی
با یزید ترکمانی
یوسف خواجه
محمد امزیان (مړ ۱۸۷۹) دافریقا په شمال کې
محمت (مړ ۱۹۳۰) در ترکیه
احمد بارِلوی (مړ ۱۸۳۱) در هند
په څوارلسمې هجري پیړۍ کې دمهدویت مدعیان
——————————————-
محمد قحطانی (مړ ۱۹۷۹) په سعودي عربستان کې
عارفین محمد (زاده ۱۹۴۳ م)
ریاض احمد گوهر شاهی (۱۹۴۱ – ۲۰۰۱ م)
السید محمد بن علی بن احمد الادریسی
سید علی شاه هندی
هاشم شاه نور بخش
مستر جیکاک
سید غضنفر وزیري
په پنځلسمې هجري پیړۍ کې دمهدویت مدعیان:
—————————————————
ضیاء عبدالزهره کاظم یا «سامر ابوقمر»
لا رښود د جندالسماء (۱۹۷۰ – زیږدیز ۲۰۰۷)
احمد الحسن
یمنی (زوکړه ۱۹۶۸ م)
محمد حسین‌پور سایان
یا 《ډاکټر سایان》(۱۳۶۷ – ۱۴۰۹ ق)(۳)
جونپور:
——————–
جونپور دهند داترپردیش دایالت ( صوبې یوه ولسوالي ( ډیسټریکټ ) دی ، دغه ښار دګومتي سیند تر څنګ پروت دی. او دهند د اتر پردیش ایا لت دمرکز لکهنونه جنوب ختیز ته په ۲۲۸ کیلو مټرۍ کې موقعیت لري . پرجونپور باندې دجو نپور واکمنانو ، تغلق شاهانو ، پښتنو لودیانو او سوریانو او مغولو خپل راج چلولی دی. جونپور یوه تاریخي سیمه ده اودپخوانیو وختونو ډیر تاریخي ودانۍ پکې شته چې دهغه ځای دشاهي جومات ، شاهي لال دروازه جومات ، شاهي محل ،دفیروزشاه تغلق مزار، شاهي عیدګاه یادولی شو.
سید محمد جونپوري :
———————-
سید محمد جونپوري په نهمې او لسمې هجري پیړۍ کې یا ۱۴۴۳ زییږدیز
کال دسپټمبر دمیاشتې په نهمه نیټه دهند په جونپور کې زیږیدلی دی.
د تذکره علمای هند مو لف رحمان علي دسیدمحمد جونپوري په اړوند په خپل کتاب کې داسې لیکلي دي :
سیدمحمدجونپوري چې دمهدویت له مدعیانو نه وتاریخپوهان اوتذکره لیکونکي دده دسیادت ( سیدتوب) په اړه دنظراختلافونه لري . د ده پلویانو دده دپلار
نوم یوسف او ځینوهم سیدخان مشهور په بَدّه‌ اُویسی‌ او دده دمور نوم یې آقاملک ښودلی دی. (۴)
دتذکره علما هند په حواله : جونپوري په څلور کلنۍ کې شیخ دانیال جونپوري ته چې دهغه وخت دمتبحروعالمانو نه شمیرل کیده ورغی ، په اووه کلنۍ کې یې قرآن شریف حفظ کړ او په پنځلس کلنۍ کې په علمي مبا حثو کې دومره پیاوړی شوچې شیخ دانیال جونپوري ده ته د( اسد العلما )یا دعا لمانو دزمري لقب ورکړی و.
جونپوري دهغه ارادت له مخې چې شیخ دانیال جونپوري(۵) ته یې درلود دچشتیه طریقې پیروي غوره کړه او زاهدانه ژوند یې خپل کړ.
دشیخ محمد جونپوري دمهدویت ادعا:
——————————————
د اسلام تر ظهور زر کلونه وروسته نوموړی په هند کې د مهدویت لومړنی مدعی و، تر ده د مخه سید محمد نوربخش دافغانستان په بدخشان کې د مهدویت ادعاکړې وه.
جونپوري د خپلې کورنۍ او یارانو سره يوځای چندیري ته نږدي چې دمالوې له لویوښارونو نه ودمهدویت مدعي شو اوپه دغه اړوندیې وعظونه او خطابې کولې خو دهغه ښار والي له هغه ځایه وشاړه. دی بیا له هغه ځایه د مالوې د ښار پلازمیینې ( پایتخت) ماندوته لاړ او دمالوې واکمن غیا ث الدین غلجي ( خلجي ) دده هرکلی وکړ او ددغه پاچادامیرانو نه یو تن شیځ الهداد چې فاضل او عالم سړی و او په شعرویلوکې شهرت درلود دده مرید شو.
خو تر څه مودې وروسته هغه دهند ځینو نوروښارونو ته سفرونه وکړل بیا مکې معظمې ته ولاړ اوهلته یې هم دمهدویت ادعا وکړه. نوموړی وروسته په ۹۰۱ د لیږدیز /هجري کال هند ته ستون شو اودهند دګوجرات ایالت ( صوبې ) په احمد آبادکې میشته شو.په ۹۰۳ لیږدیز/هجري کال دمهدویت مدعی شو اوپه دغه اړوندیې په وعظونواو وینا وو لاس پورې کړ اوډیرو خلکوده ته بیعت وکړ، خو دجونپوري مخالفو دیني عالمانو دده مخالفت وکړ او دګجرات واکمن محمودشاه ګوجراتی دی له احمد آباده وشاړه. دی وروسته دګوجرات نهرواله کلي ته چې پټن یې هم بولي ولاړ او هلته یې بیا دمهدویت ادعا وکړه او ده ددغو سیمو ځینو خپلواکو حاکمانو ته وویل چې هر هغه څوک دده دمهدویت نه انکار وکړي هغه کافردی او باید دی دمهدي په توګه وپیژني او که دي درواغجن مهدي وي او دوی دا ثابته کړه نو ده ته بایددمرګ سزا ورکړله شی. کله چې عالمان په دې پوه شول چې د ده افکار ورځ په ورځ پر خلکو اغیزه کوي نو دی یې له هغه ځایه تبعید ته اړکړ.
دی بیا وروسته سند ته لاړ اوهلته یې ډیرپیروان پیداکړل. ترڅه مودې وروسته دهغه ځای حاکم او واکمن دده دوژلو امر وکړ، خو دحاکم دامیرانو په غوښتنه یې دا لا زمه وګڼله چې دده دوژلوپر ځای دی له دې ښاره وشړي.
دی وروسته بیا دخپلواته سوه تنو ملګروسره افغانستان ته لاړ .لومړی کندهار ته لاړ او دکندهارمغولي والي شاه بیګ دده هرکلی وکړ ، دی وروسته بیاله کندهاره فراه ته لاړ . د فراه واکمن او حاکم امیر ذوالنون ده ته ارادت پیدا کړ او دهغه وخت عالمانو ته یې امر وکړ چې دمبا حثې او مناظرې له لارې دی اودده افکار وآزمویي . دفراه حاکم امیر ذوالنون دهرات تیموري حاکم میرزاحسین ته هم دده په اړوند ولیکل اودهغه دځواب انتظار یې کاوه ، خو په همدې موده کې نهه میا شتې تیرې شوې اوپه دې اړوند دهرات دحاکم ځواب رانه غی .په پای کې سید محمد جونپوري په ۱۵۰۵ کال داپریل دمیشتې په ۲۳ نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې او مزاریې اوس دفراه ولایت دکرجي په سیمه کې دی.
د مهدویت دمدعي سیدمحمدجونپوري تر مړینې وروسته دده زوی سید محمود دده ځای ناستی شو. په هغه وخت کې دهند دګوجرات په ایا لت کې دده پیروانو د( دایرې) په نامه مرکزونه جوړکړي ول چې یوازې دده پیروانو به یوله بله سره پکې اړیکي نیولې او دوی له نورو خلکو نه چې دوی یې بې ایمانه اومرتد ګڼل لیری والی کاوه. دهغه وخت حاکمانوهم دوی بی دینه او مرتد بلل، نو همدا وجه وه چې دسید محمد جونپوري زوی سید محمود یې زنداني کړ او په ۹۱۸ لیږدیز /هجري کې په زندان کې مړ شو. دسید محمود جونپوري وروسته دهغه ځای نا ستي ( جا نشین ) خواند میر
له ډیروستونزوسره مخامخ شو.
په هغه وخت کې اسلامي عالمانو دمهدویت دپلویانو وژل روا او جایزګڼل له همدې کبله و چې دمهدویت دپلویانو او دګوجرات دحاکم دسرتیروترمینځ په سدراسون نومي ځای کې جګړه وشوه او خواندمیر او دده ملګري پکې ووژل شول ، خو د مهدویانو دغه حرکت په بشپړه توګه له مینځه نه ولاړ او دهغوی یوشمیرپلویانو لکه شیخ عبدالله نیازي ، شیخ علایي ( د شیخ عبدالله نیازي مرید) ،میا مصطفی ګجراتي ( هغه مهدوي عالم چې داکبر د دربار دعالمانو سره په مناظره کې یې ماتې خوړلې وه ) له ډیرو ستونزو سره مخا مخ شول . بایدزیاته کړو چې په ۹۸۳ لیږدیز / هجري کال کې د مهدویت دغه حرکت مخ په ځوړتیا شو.
سره له دې هم دده مخالفان او مو افقین دا خبره مني چې سید محمد جونپوري یو دینداره او صادق انسان و. دده دمنتقدانونه عبد القار بدایوني دده ستاینه کړې ده او شیخ علي المتقي ویلي دي چې دی دخپل ژوندانه په پیل کې زاهد انسان او په باطني مسا یلو کې غرق و. دده په مخالفینوکې دشیخ ابن حجر مکي ، شیخ عبد الحق محدث ، شیخ اسعد مکي او محمد زمان شاه جهانپوري نومونه اخیستلی شو . همداراز دده په پلو یانو کې د خواند میر ، شیخ دلاور ، شهاب الدین او میا قاسم نو مونه مشهور دي .
تاسو په لاندیني انځور کې دفراه دکرجي په سیمه کې دده مزارلیدلی شئ !
—————————————————————-
سرچینې او ما خذونه:
۱- کاندید اکادمیسین محمد اعظم سیستاني، آثارتاریخي فراه ،دسیستاني صاحب مقاله دده په فیسبوک پاڼه کې .
۲- ویب سایټ دانشنامه جهان اسلام ، http://rch.ac.ir/article/Details/7676
۳- مدعیان_مهدویت_در_فرق_اسلامی
۴-رحمان علي ، تذکره علمای هند ، ۱۹۷ مخ.
۵- په ځینو تاریخي کتابونو او تذکروکې دشخ دانیال جونپوري تخلص چشتي هم راغلی دی.
۶- رحمان علي ،تذکره علمای هند، ۱۹۸- ۱۹۹ مخونه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.