ټولنیز اوسېدل

بختیار احمدزی

378

دا هم د ژوند یو له لویو مشکالتو ګڼل کېږي، چې ته غواړې له خلکو سره اړیکي ټینګې کړې، خو نشې کوالی. دا که د یو نوي کار لټه وي، یا له پخواني کار تبدیلي وي، یا په منډه کې د لومړي مقام ګټل وي او یا هم د ۲۰ کیلو ګرامه وزن کمول وي.ستاسو چاپیریال د هرڅه ټاکونکی دی.پوښتنه دلته ده، چې د حل لپاره څه وکړو؟ ستونزه داده چې ۸۰ سلنه خلک له خپلو دندو خوښ نه دي.
زموږ او ستاسو چاپیریال ټول په دې رنځ مسموم دی. ددې ستونزو زیاتېدو له وجې زموږ او ستاسو ډېری غواړو یوازې واوسېږو. دلته هم خبره نه خالصېږي، بلکې زموږ شاوخوا خلک په دې باور دي، چې موږ د خپلو دندو د ترسره کولو وړتیا نه لرو.په دې دلیل باید په قصدي د خپل چاپیریال شرایطو ته بدلون ورکړو.
په تېرو څو کلونو کې د ټولنیز ژوند د غښتلي کولو په اړه ډېرې څېړنې شوې دي. هغومره چې موږ فکر کوو له نورو سره اړیکي رامنځته کول هم سخت نه دي. لاندې ۱۶ هغه لاری چارې یادې شوې دي، چې په مرسته یې کوالی شو، په سمدستي ډول ټولنیزې اړیکي غښتلې کړو او په ټولنه کې خپل ځانګړی مقام خپل کړو.

۱ – د ملګرو لټه وکړئ
دا د کار بنسټ دی. د اړیکو د غښتلیو کولو کار پرته له ملګرو او دوستانو امکان نه لري.
کله چې غواړئ چاسره نږدې اړیکي پیدا کړئ، وپوښتئ:)) که دا کس زما او یا د کوم بل کس ډېر نږدې راز داره دوست وای، ما باید ورسره څه ډول چلند کړی وای؟((تاسو له خپلو نږدې ملګرو سره رازونه لرئ او هڅه نه کوئ د خپلو رازونو کومه برخه ترې پټه کړئ. خپلو ملګرو ته لومړیتوب ورکړئ. د هغوی ستونزې واروئ او هڅه وکړئ له هغوی سره په مشکالتو کې مرسته وکړئ. د هغه په طبیعت چلند وکړئ.

۲ -سملاسي ارزښت او باور ورکړئ
له خلکو سره ملګري کېدل له هغوی سره د ژوند په ستونزو کې مرسته کول دي. هغه که په مسکا وي، که په یو نوي وړاندیز، یا د یو نوي کتاب په معرفي کولو وي او یا هم ځینې نورې الرې چارې. … دا ټول له ملګرو سره د مرستې یوه لاره ده. له هرچا سره د ارزښت او بارو ورکولو موقعې یا چانس په لټه کې اوسئ. سخي او له نورو سره مرسته کوونکي اوسئ.

۳ – په دې ځان وپوهوئ چې د ملګرو لپاره مو څه شی مهم دی
څېړنه وکړئ. هرڅومره مو چې مرسته ځانګړې وي غوره ده. هرڅوک مو چې زړه غواړي ورسره دوستان شئ. د هغوی ویبالګ او یا کتابونه ولولئ، د هغوی د ذوق، کورنۍ، معنوي ارزښتونو او دندې په اړه معلومات راټول کړئ. ټول شیان یوه لوبه ده، د نننۍ ورځې د انالین او ټولنیزې میډیا په شتون کې د چا په اړه د معلوماتو نه لرل یوه بهانه ده، چې هېڅکله په دې برخه کې د منلو وړ نده.

۴ -ګدې ځانګړتیاوې پیدا کړئ
ټول خلک ګډې ځانګړنې لري. دا کار د یوې په زړه پورې لارې په ډول غوره کړئ. هرڅومره زر چې کولی شئ، دا ګډ نظرونه، اندونه او ذوقونه پیدا کړئ. په ښوونځي،پوهنتون،رستورانت، ښار او یا ټلویزیوني خپرونې یې پیل کړئ او ورو ورو مو بحث ژورو مسایلو طرف ته بوځئ.

۵ – دقت وکړئ
خلکو ته د یو جذاب شخص په ډول د ځان ښکاره کولو یوازینۍ لاره همدا ده چې خپل ځان جذاب وښایاست. د نورو په اړه په ټولو څه چې پوهېږئ عالقه څرګنده کړئ، دا کار ددې لپاره نه چې سمالسي ځواب ورکړئ، بلکې دې لپاره چې د هغوی د ذوقي نړۍ پر لور ځانته یوه کړکۍ پرانیزئ. ټول خلک خوښوي چې په هغوی تېرې شوې تجربې تاسو ته ووایي، په ډېره مینه او عالقه یې واروئ.

۶ -خپله عالقه زیاته کړئ
باید جالب په نظر ورشئ. دې کار لپاره تر ټولو په زړه پورې لاره د اده چې د هغه فکر، نظر او ذوق په اړه چې خوښ یې لرئ په پام کې ونیسئ. ستاسو عالقه، ذوق او شوق د نورو له خوا له تاسو سره د اړیکو نیولو په برخه کې مثبت ټکی دی. هېڅوک نه غواړي له بې تفاوته خلکو سره دوستي وکړي. دا په یو ارزښتمن کس د بدلېدو لپاره تر ټولو غوره او ښه لاره ده چې له بې تفاوتۍ پرې تبدیل شئ.

۷ -یوازې پخپله تاسو یاست
هڅه مه کوئ لکه د نورو په شان ځان څرګند کړئ. انتقاد منونکي واوسئ. د ژوند ریښتیني اهداف او داستان مو بیان کړئ. له نورو سره د خپلې میرمنې، اولادونو او شخصي ستونزو په اړه وغږېږئ، د هوا او طبیعت په اړه خبرې هېڅ ډول اړیکي نه رغوي.

۸ -د نړۍ تر ټولو ښکلې جمله وکاروئ
نومونه یاد کړئ. هېڅ شی له اورېدلو غوره ندی او په ځانګړي ډول له هغه چا څخه چې نوي ورسره اشنا شوي یاست. دا چې ((زما څه په یاد نه پاتې کېږي)) د هېڅ عذر په ډول نه منل کېږي. تمرین وکړئ. هماغه شېبه چې د یو چا نوم اورئ له ځان سره یې یاد داشت کړئ. د یادولو لپاره یې په لوړ اواز له ځان سره تکرار کړئ. پخپل ذهن کې یوبل په زړه پورې نوم یا تصویر ورسره وتړئ. په هرډول چې کېږي د هغه نوم یاد کړئ، هسې نه چې بله ورځ له مخامخېدو سره مو د هغه نوم له ذهنه ایستلی وي او دا کار د اړیکو سستوالې راولی .

۹ -اړیکي رامنځته کوونکی و اوسئ
ډلې له یو بل سره وتړئ. د مختلفو پېښو کوربه و اوسئ. هغه دوستان چې ګډ دریځونه لري له یو بل سره معرفي کړئ. ستاسو له خوا له دوستانو سره تردې بله لویه ښیګڼه نشته.

۱۰ -په زړه پورې ژوند ولرئ
یو داسې ژوند ولرئ، چې داستان اورېدل یې د ټولو او په ځانګړي ډول تاسو ته په زړه وي. داسې کارونه ترسره کړئ، چې په عادي ډول یې نه ترسره کوئ. یوازې په یو نوي چاپیریال کې ژوند کول کوالی شي تاسو له داسې نویو دوستانو سره اشنا کړي، چې کله به مو هم اوس په فکر کې نه وي تېر شوي. د نویو ډلو له خلکو سره اشنا شئ. تاسو به ځان وازمویئ چې ډېر کار کول د پېژندلو لپاره ډېر څه درکوالی شي.

۱۱ -کیسه وکړئ
یوازې انرژي لرونکي کسان دي، چې خبرې کوي، نه واقیعتونه او پېښې. هر کله مو چې طبعه برابره وه له نورو سره په کیسو مجلس ګرم کړئ، دا کار له هغې وروسته پیل کړئ، چې نوریې له تاسو غوښتنه وکړي. د خپل ژوند په زړه پورې خاطرې هم کوالی شئ له نوره سره شریکې کړئ، چې هغوی هم ترې خوند او پند واخلي.

۱۲ -داسې لباس واغوندئ چې د نورو توجه جلب کړﺉ
له دې خبرې زموږ هدف دا نه دی چې تاسو د نورو خلکو مخالف انتخاب وکړئ، باید یو داسې انتخاب ولرئ چې یوازې ستاسو ځانګړنه وي او نور مو په همدې ځانګړې وپېژني. د بېلګې په ډول داسې خوله او یا کالي انتخاب کړئ چې له لیدو سره سم د خلکو توجه جلب کړئ.

۱۳ -منوونکي واوسئ
هېڅ کله له خلکو د مننې یو ډېر وړ چانس هم له لاسه مه ورکوئ، په ځانګړي ډول د هغو کسانو چې له تاسو سره یې په یو مهم کار کې مرسته کړې وي. د مننې لپاره هروخت په نویو لارو چارو فکر ولرئ.

۱۴ -غریبان خپل دوستان وګڼه، نه دښمنان
که کله یو اتاق ته داخلېږئ، یو ناڅاپي مو سترګې په یو دوست لګېږي، چې سترګې یې له کلونو تاسو سره اشنا دي، موخه مو ستاسو غریب دوستان دي، د ملګرئ چانس یې له لاسه مه ورکوئ.

۱۵ -خلکو ته متوجه اوسئ
که کله هم خپل چاپیریال ته متوجه ونه اوسئ او ځینې کسان او شیان درته بې اهمیته وي، پورته ټولې هڅې مو بې ځایه دي. په ټولنیز ژوند کې د خپل ملګري اهمیت ته نه متوجه کېدل کوالی شي هڅې مو په اوبو لاهو کړي. که داسې کېږي، چې په جدي ډول له یو چاسره اړیکي ټینګوو، باید له خپلې ترهغې جدي تګلارې هم ورته تېر شو.

۱۶ -خپل ځان څرګند کړئ
په کورنۍ او دفتر کې داړیکو رامنځته کېدل د حافظ غونډاری نه دی چې را برابر به شي. باید له کوره ووځې، له نورو سره اړیکي ټینګې کړې. دا کار کېدای شي د ایمیل او یا ټولنیزې شبکې پر مټ لکه فیسبوک، ټویټر او سکایپ له لارې پیل کړئ. مګر دا یو پیل دی، تر نږدې اړیکو هېڅ هم ډېر مهم ندي.
یوازې دا هم مهمه نده چې اړیکي مو باید د ټینګالوژۍ پرمټ وي لکه په موبایل احوال اخیستل او یا زنګ وهل راوهل، بلکې د نږدې اړیکو رامنځته کولو لپاره له دفتره او کوره وتل شرط دي او یو داسې ځای ته ولاړ شئ چې ډېر مهم او په زړه پورې خلک هلته تګ راتګ ولري. دا زموږ شاوخوا خلک دي چې زموږ دنیا جوړوي نه نور څوک.تاسو کوالی شئ همدا اوس زموږ خوبونه په اوبو لاهو کړئ. انتخاب سل په سلو کې ستاسو په لاس کې دی. رښتیا همدا شېبه مو شاوخوا څوک دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.