استاد شپون او نېښ داره ژبه

301
د ٢٠١٧م کال وروستی میاشتې وي چې د پښتو د ادب  اوڅار نقاد، لوی ليکوال ارواښاد استاد سعدالدین شپون له دې فاني دنیاڅخه د ابدپه لور وکوچېدی، بي بي سي راډيو د استاد د یادوني اوقدروني په پار یوه ماښامنی خپرونه ورته بېله او ځانګړې کړه او د پښتو د اوسني ادب دوه نوموتي ليکوالان ښاغلی استادمنلی اوښاغلی استادغضنفريې بحث ته پرې رابللي وه، دوی دواړو استادانو د ارواښاد شپون د  شخصیتي اوتخلیقي ژوند پر بېلابیلو برخو ژوره علمي رڼا واچول او باوريې داوو چې استاد خپل منفرِد، بېل راز او انداز درلود، د لیکوالی اسلوب يې ځانګړی اوطبیعي وو، ژبه اوکلیمات يې خپل وو… د موضوع حق يې په ښه شان اداکړاو د استاد شپون په باب يې ژور ټکي و چېړل، داخو زمونږ یو عام دود دی چې اوس نو آن د یوعادي چاري اوعادت ترکچي را رسېدلی دی، که کوم ادیب، یا د بلي برخي کوم نومیال شخص وفات کوي نو په لومړیو ورځوکې يې د یاد او قدروني مراسم په مختلفو طریقو ترسره کېږي او وروسته يې د زمان په تېرېدو یاد زړېږي او هېرېږي، اوس دلته زما تنقیدي بحث دادی چې ولي داسي کېږي؟ دا تره خلک د هېرېدو دي؟ هغوی خو خپله معنوي جاویدانه دنیا جوړه کړې ده خو پاته ژوندی ټولني ته دا اړینه ده چې پردې دنیا د خپل فکري رغاوي په موخه هرکله سفراو ګذر وکړي، د نوري نړی لوی هنرمندان، لیکوالان، منورین… ولي تل همداسي د تاریخ پرپاڼو او د خپلو ملتونو پرزړونو اوذهنونو لوی او یاد پاته دي؟ ولي د نړیوال سټېج پر تاریخي حافظې بیا بیا یادېږي اولمانځل کېږي؟ د دوی د تلپاته هنري عظمت او ولسي محبوبیت راز په څه کې دی؟ ټولني اوملتونه يې قدرشناس او قدردان دي اوکه دوی دیادي قدروني لپاره د خپل تاریخي بګرونډپر انځور د ابدیت مٌهرلګولی دی؟
زما دغه لیکنه هم د یو تکراري دود په روحیه ترسره سوې ده، زه د استاد د شخصیت او خلاقیت د ګوټونو او اړخونو په برخه کې نوي څه خپلو خلکو او د استاد مینوالو ته نه سم وړاندي کولای خو دومره هڅه به وکړم چې، ځیني آسانه او شوني ضمني وړاندیزونه به ددې یادوني په ترڅ کې ترخپلو درنو لوستونکو ورسوم.
ځان ښودنه اومبالغه دي نه وي، ما د ډېرو نوموتو شخصیتونو، ژوندلیکونه، ځان پېښي، اتوبیوګرافی، خاطرې اویاداښتونه… لوستي دي، هریو یې خپل خصوصیت اوخپل جذابیت لري، نوي خبري او جالب معلومات وړاندي کوي، خو د استاد شپون ( وو نه وو، یوشپون وو) کتاب ځان ته یوبېل کشش، نوی طرز، ماورا جذابیت او کیفیتي خوږلت لري، استاد طبیعي لیکل کړي دي، خان آباد ته دي بیايې، د ورجو د کرکيلي تجربه په تا کوي، د کابل ښوونځي او د هغه وخت زده کړیزنظام ته دي ورولي، د کابل پوهنتون د هغه وخت فضا په تا حِسوي، د وخت سیاسي او اداري روال درباندي تجربه کوي،  د پښتو ټولني د کړنو مشاهده درباندي کوي، د ملګروملتونو د اطلاعاتو د ادارې په اصولو دي پوهوي، ظاهرشاهي کلونه درسره شریکوي د داودخان جمهوریت ته دي ور وړي، د خلقي کودتاوو اړدوړ درښیې، د سیاسي ستړیاوو اوفشارونو ترخه څکه درباندي کوي، د مهاجرت اوپېښور نندارې ته دې وربلي، د امریکاد ژوند، د راډیويې اوژورنالیستي خاطرو البوم درته پرانېزي اوهلته روان حالت در باندي ویني، د اشخاصو په شخصي خوی او طبعي دي خبروي… او بلاخره یوعالَم نوري نوي کیسې درته بیانوي… د پاخه اولوی لیکوال دغه مزیت اوغوره خصوصیت دی چې د استاد پسرلي په خبره (غره ته ختلوکړم پرډېرومنل شووشکمن)، چې خپل لوستونکي اومخاطبین پرډېرو منل شوو مواردو شکمن کړي، د تنقیدي فکر روحیه ورکړي، د پرتلیزي شنني او ارزوني ځواک پکښې وټوکوي اوبلاخره لوستونکی نه منونکی نقاد کړي.
استاد شپون ځکه په ټولني کې خپل بېل محبوبیت او جلا مقبولیت لري چې هرڅه يې په ډانګ پیلي او د حقایقو پربنا ویلي دي آن د ځان نیمګړتیاوي او عیبونه يې هم په ډاګه کړي دي، د سیاست حق يې د سیاست د ارزښت په اندازه اداکړی دی، ادب ته يې د ژوند د حقیقي او معنوي ارزښت په توګه کتلي دي، مادي اومالي مسایل يې د ژوند د عادي چلاو د وسيلې په ډول ګڼلي دي، او ترهرڅه مهم داچې د ټولنیز او روان مروج بهیر څخه يې خپل نه رضایت په جهرپه ډاګه کړی دی، خبره یوازي تر نه ریاضت اونه جوړجاړي پوري نه ده محدوده بله يې لا داچې خپله قلمي ژبه يې داسي نېښ داره کارولي ده چې بل چا دغومره جرئت نه کړی اونه يې درلودلی دی، کیدای سي چې ټولني دده دغه منتقدانه دريځ هغسي لکه ده چې په جدیت اوقاطعیت کارولی دی نه وي درک کړی، ځکه د طنز پېرایه ورسره ملګرې ده اما استاد د خپل لوی زړه او پراخه فکر په آډانه کې ډېري ظریفي او باریکي نکتې یادي کړي اونقدکړي دي چې نورو خلکو یانه دي یادي کړي اویایې نه دي درک کړي.
د ریالیزم پر اغزنه لار مزل د استادغوندي ماهرو اوغیورو لیکوالو کار دی.
ما پورته د ضمني وړاندیز خبره وکړه، جوته ده، د استاد د جوړکړي ادبي اسلوب څخه د نوي ځوان کهول د فکري اوقلمي ګټي اخستني سپارښتنه مراد ده او بس، د لویانو قدر د هغوی د پيل کړي مزله د دوام تسسل دی، داسي تسلسل چې د وخت د غوښتنو او رمزونو سره په ويښتیا او اغیزمنتیا مخ پر وړاندي و خوځي.
پایله اولنډون:
د افغانستان د معاصرادب اوپه ځانګړي توګه پښتو ادب په روان بهیرکې د استاد شپون د کار،زیاراوتخلیقي تولید ډول او طرز، خوند اورنګ نورازه او بې ساری دی، داچې خپل قلم يې د سينې د سوري کېدو تېز تېغ ته برابر نه سو دا یو چانس او بېل بخت دی، ځکه ده ډېر ناویلي موضوعات په خپل خاص انداز د خپلو خلکو سره د دوی د عمومي روح سره په همغاړیتوب مطرح کړي دي، لنډه داچې استاد د افغان وطن د ادبي دنیا یو بې مثاله لوی ادیب او رښتینی لیکوال وو.
په روح يې د جنتي انوارو باران.
په پېرزوینه اودرناوي.
همت عمرزوی.

 

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.