پر ادبیاتو خبري : ملاعبدالعزیز اخند

همت عمرزوی

825
پرادبیاتو خبري :
د مادي دنیا نابینا، خود معنوي دنیا بینا شاعر:
د وطن د جنوب غربي جغرافیا په يو ډېر لري صبور اومحروم ولایت کې چې د زمان بې انصافی تل زړه په یخ کړی دی، او تل يې ددې نیاومن؟ دود سره خپل بخت مېخ کړی دی!
په دغسي پټ خولي او صابر خړ پړ خاورین اوسنګین ولایت کې چې د فریدون، فراداتا، کک کهزاد، جهانکشای جویني، او ابونصرفراهي د ویاړونو اوځایونو لرغونې تاريخي ځلا او معنوي بها لري په یو سپېره خټین خو کمالي کلي د جمال اوکمال سړی د ازموني دنیا پر ازمایښتي ډګر د ژوند اوژواک په پيچمو کې د تولد ګام اېږدي، ددې ګام اخستونکی د پېغام او مرام خاوند سي، د داسي ادبي، فلکلوري او تصوفي منور شخصیت سره را وټوکېږي چې د زړه په سترګو د حقیقت رمزاوراز وګوري، او د دې معنوي بصیرت په خپلولو سره د خپل فیض اوحکمت جلاداره شغلې د تاریخي هیواد پر خورې وري لمن خوري وري کړي، د کلي له مسجدڅخه مدرسې ته او له مدرسې څخه وټولني او دېرې ته او له دېرې څخه د وخت د دربار و ادبي پرې ته د پوهي اوفیض مزل ووهي.
ملاعبدالعزیز اخند یادوم، هغه فقیر او شهیر ملنګ چې یو وخت مشهور وو، د مجلسونو نور وو، د فیضي تبحرمخمور وو، او د دې وطن شعور وو، نوموړی د فراه د څپانده او لالهانده رود شااوشمال ته د (کٌندر) نومي کلي په خاورینو کوټو کې د (سالارغلام) په کورکې دنیاته راغلی دی، د پيداښت کره نېټه یې نسته خو د ځينوشواهدوپر اساس اټکل کېږي چې شااوخوا يو سل اوشل کاله پخوا تولد سوی دی، او کابو اویا کاله يې ژوند کړی دی، ارواښاد ملاعبدالعزیز اخند ړوند وو، خو ترډېرو بیناخلکو ژورلیدونکی او روڼ اندی وو، نوموړي داسي بِلفعله نبوغ درلود چې په فوري اوسمدستي توګه يې هم شعرونه ویل اوهم يې ټوکي ټکالي کولې، ډېر خوله ور او ظریف طناز وو، او د حجرو اودېرو ولسي مجلسونه تل پرې ګرم وو، نوموړی د خپل دغه خدای ج ورکړي وړتیا له برکته لکه چې مخکې اشاره وسوه د هغه وخت د دود سره سم د باچاهي دربار تر ادبي بزمونو هم رسېدلی دی، همدارنګه نوموړی ددې زراکت ترڅنګ يو بې ریا اوصادق عارف اوصوفي هم تېر سوی دی چې ددغه روحيې پربنايې عارفانه شعرونه هم ویلي دي، ياده دي وي چې د وخت د کابل مجلې په یوي ګڼي کې هم دده مرحوم یادونه سوې ده او د شعر نمونه يې راوړل سوي ده.
آخره خبره او لنډه یادونه:
مرحوم ملاعبدالعزیز اخند د خپل وخت یو متدین صوفي او عارف شاعر وو، چې د هغه وخت د وطن د ادبي مشاهیرو سره يې ادبي اړیکي اوپېژندګلوي درلودلي ده، د وطن د دېرو اود ژمي د اوږدو شپو آغېز شيندونکی فیضي او نبوغي څراغ وو، چې د هیواد د ادب تاریخ يې په وجداني حضور نه سي هېرولای، دا خو د تاریخ صداقت دی، ولي د شاعر د ولس محبت او مسولیت څه سو؟ د ژوند قدرونه اولمانځنه يې مونږ د مرګ نه وروسته  پر داسي فراموشی اوخاموشی قیاس کولای سو، شاعر او ادیب د وطن د کلتور او تاریخ سپاهي اوساتونکی دی، هو همدا دوی دي چې د خپلو ملي معنویاتو او اقدارو څخه يې حقیقي شعوري کلا را چارپېره کړې ده.
زما وړاندیزونه:
د ارواښاد ملاعبدالعزیز اخند د ژوند او اثارو د څېړني او ثبتوني چاره دي ترسره سي.
د قبراومزار معلومونه او جوړنه دې وسي.
د فراه په هره سيمه کې چې وي د مرکزپه ګډون د نوموړي په نوم دي کوم علمي مرکز یا ښوونځی ونومول سي.
د هیواد په کچه دي علمي ناستي، څېړني او رسنيزي خپروني پري جوړي سي.
په تلو تلو کې د ښاد روان جنتي روح ته په دعا سره د نوموړي د شعریزي بېلګي په توګه دغه څو مناجاتي بیتونه ستاسو درانه چوپړته وړاندي کوم.
يا الهي پروردګاره_____زه دي بنده یم ګناهګاره.
امان، امان نارې وهمه___پر خپل ګناه یم زه توبه ګاره.
” عبدالعزیز“ شاعر زبون دی___په عشق کباب د ده لړمون دی.
چې په ليلاپسې ملنګ دی__ د عاشقانو سر مجنون دی.
په ښهرِ لوټ کې څه غوغاده__ فضل د تا غواړم باداره.
په پېرزوینه او درناوي.
همت عمرزوی.
٢٧

***************************************

\٢\١٤٠٢

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.