لوی فولکلوریست ارواښاد محمدګل نوري

همت عمرزوی

462
سرغانه سرونه٢:
د خواري خاوري، خوارلیکوال:
لوی فولکلوریست ارواښاد محمدګل نوري:
فولکلور د ملتونو د روح معنوي انځور دی، د طبیعي تاریخ مستند روایت دی، اود انساني ژوند و ژواک د اصیل خوندو رنګ اصيل ماهیت دی، د انساني ټولنو د کړکېښ بې تکلفه جریان یوازي اویوازي د فولکلور له زاوې ښه ترا درک کېدلای او شنل کېدلای سي، ددې خودجوشه انساني ژوند د ماهیت او اصلیت د طبیعي مسیر شننه اوسپړنه همدغسي طبیعي اوخالصانه مینه، د زړه له تله ژمنتیا، ورته پوهه او بې ریا لېوالتیاغواړي.
زمونږ د ولسي روحیاتواوشفاهي ادبیاتو د غوره ځلوني او کره ثبتوني په برخه کې د ارواښاد استاد محمدګل نوري بسنټيزاو معنویز کار د بیا بیا ځيرني، قدروني اوستایني وړ دی، زه فکر کوم چې د یو لیکوال لپاره د ژوند د مادي اړتیاوو د نسبتا” معمولي بسني ورها خوا دده د معنوي اړتیا د بسایني لپاره د خپلي خاوري اوخلکو سره د ذاتي میني او محبت پاکه رشته مهمه اومعتبره ده، د رښتیني لیکوال( معنوي معاش)، یاده مینه ده اوبس.
د استاد نوري د سوچه اوسنجیده طبیعي کار حوزه او انګېزه هم همدا مینه تشکیلوي، دده د(ملي هنداري) مغتنِم اثر زمونږ ددې یادوني غوره ثبوت دی، ارواښاد نوري یاد اثر ددغه عشق په ناپایه اغېزکې څېړلی او چمتوکړی دی، دا اثر د ولس پېژندني په برخه کې نه تکرارېدونکی او بې جوړې دی، په دې کتاب کې د یو لوی قوم د ژوند هراړخیز روح خوندي دی، د یاد کتاب موخه او منځپانګه ځان ته بحث  او باب دی.
مونږ غواړو چې د ولسي ادب د ويښ پاسبان او نومیال لیکوال د يادونو پر ګردجن یادګار یو نوی قدم واخلو، د استاد پر ستړي اونتلي ژوند اوڅارو لیکوالو شنني او سپړني مخکي هم کړي دي، چې د قدر اودرناوي وړ دي،  زه دلته د پښتو ددې لنډی پرمصداق چې( مونږبې وفا نه یو چې تابه هیرونه)، یوځل بیا هم هڅه کوم چې د هیواد د (تللو سرغانه وو) د یادونو پرانځور پریوتي ګردونه یو وار بیا وڅنډم، ګوندي د دوی د آرماني روح د خوښی یو نیمګړې هڅه ترسره سي.
د شلمي مېلادي پېړی په لړکې زمونږ د وطن په تاریخي، سیاسي، ادبي، مطبوعاتي اوفرهنګي حوزوکې له ښه مرغه مونږ ډېر د خیال اوکمال منور، لوی خلک لرلي دي.
یو له دغو ویاړمنو خلکوڅخه استاد نوري دی چې خپل پٌرباره اوناقراره ژوند يې د هیواد د فولکلور د راټولوني، ځلوني او ثبتوني لپاره وقف کړی وو، د استاد د ښه (ملي نیت) ښکاره بېلګي دده د تحقیقي پلټونو او ګروېږنو څخه څرګندي او جوتي دي، چې بیا ویلو او یادولوته اړتیانه لري.
د استاد سره د ټولنیز ناغېړه چلند تنقیدي لیکني هم خورا زیاتي سوي اوشنل سوي دي چې دلته يې بیا تکرار مناسب نه ګڼم، زه غواړم چې د استاد د کړي کار او دده سره د ټولني پرچلنداو غبرګون له یوبل اړخه څه شننه او ارزونه وکړم، لیکوال په خپل درون کې د فکرونو، تورو اولفظونو یو بېل جهان او یو لوی کان لري، دی په یوه عجیب ناچار حالت او یو ښورانده روحي کشمکش کې را ایساردی، اوس څه وکړي؟ د فکرونو او کلیماتو باران ته د خپل شعور اوتحت شعور خاورینه کوډله همداسي بې سراوسامانه پرېږدي چې ویې شړوي او ویې نړوي! او که ددې طوفان مخه د تحقیق اوتخلیق په ظروفوکې د بهر دنیاته ورسیخه کړي؟
بله تشبه: د لیکوال دروني فکري او شعوري زېرمه لکه د غنمو په کندوکې د کلو پاته ذخیره غنم همداسي د خاموشی (وَینه) بې ګټي اوبې وټي وچوڼوي او وپوڼوي او همهلته يې په خِفاکې مغز پوچ او پوپناسي، او که د انساني فکري اوذوقي تغذیې په پار یاده زېرمه را بهر کړي تر څو د ټولني نور فکرونه هم له دې خزانې څخه خپل د اخذ په اساس ګټنه وکړي.
د لیکوال د قلمي تولیدسرچينې څه دي اوهغه(پټ غلی احساس) کوم څه دی چې دده د فکري تراوش لامل کېږي ؟ که چېري دی د ټولني د ساړه چلند په تناسب  قلم وخوځوي نوبیا خو ډېرڅه نه سي لیکلای او ویلای، نوڅه چاره وکړي؟ شور که سکوت؟؟؟
که مونږ د مرحوم استاد نوري سره د زمانې کړی چلند په نظرکې ونیسو نو یو عالَم پوښتني مخي ته راځي، دده ترسره کړی زیار او پروړاندي يې د ټولني احساس، اِدراک او هرکلی؟ آن د پرتلې اومحاسبې وړنه دي، ولي بیاهم لیکوال بوخت دی او د فکرله دنیا څخه معنایزګوهرونه خپلي همدا ټولني ته را بهرکوي.
د پښتو ادب د لوی لیکوال ښاغلي استاد رفیع په وینا استاد نوري له مادي لحاظه ډېر د خواری، تنګلاسی اوغریبی ژوند تېرکړی دی، آن د ژوند په وروستیوکلونوکې چې دده د تقاعداو استراحت پړاو وو ده بیاهم د ناچاری له وجهي د خټو او روزانو سړې او ستړي ګاللي دي، اما د همدې ولس د اصلي هویت د ځلولو او خوندي کولو سره يې د عشق اومحبت بې کچي مینه اویارانه د مرګ تر وخته پاللي اولرلې ده.
نو اوس بیرته سړی دي ټکي ته ورګرځي چې د ټولني د لیکوال اوهنرپنځوال د ناپایه محبت اورغبت سرچینه دده خپل په دروني دنیاکې ده اوبس، بهرني عوامل به بې اغېزي نه وي خو دده خپل جهان او ددې جهان داخلي عناصررغنده اوټاکونکی رول لوبوي، او دی چې کله هم د خپلي ټولني د ټولنیز ژوند د ښه کېدو په نیامت کومه هڅه ترسره کوي نو له دغه معنوي خوند څخه د(خپل معنوي معاش)، ونډه ترلاسه کوي، او د (هغې وجداني دنیا) اِقناع ورته له هرڅه غوره اومعتبره ده.
پایله اولنډون:
مرحوم استاد محمدګل نوري زمونږ د هیواد د ولسي ادب د ترتیب او انسجام، فکري معمار دی، د ولس د روح په هنداره کې يې دوی د خپل ټولنیزانځور لیدلواو کتلوته بیا ځيرکړي او ودرولي دي، پښتون ولس چې هرکله د خپل طبیعي تاریخي تشخص له درک او پېژندڅخه ورک سو نو(ملي هنداره)، ددې ادرس د موندلوښه وسیله کېدلای سي، د فولکلور په برخه کې به د نوي زمانې د غوښتنو سره همغالي ګامونه ډېر اوچت سوی وي اوښه کاربه هم ترسره سوی وي، خو د ارواښاد نوري کار ځانته ارزښت او ابدي پایښت لري.
زمونږ د ټولنیزځان پېژند د دې دقیق استاداو اوڅار لارښود سپېڅلې او داغلې روح دي ښاد او آرام وي.
په پېرزوینه اودرناوي.
٣\٧\١٤٠٢

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.