م.م. د افغان میرمنو د رواني ستونزو له ډېرېدو خبر ورکوي

349
۱۴۰۲ شهریور ۲۹, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه یو نوی راپور خپور کړی چې ښيي د افغان ښځو رواني ستونزې زیاتې شوي دي. د دغه راپور له مخې د ښځو اکثريت د طالبانو د ادارې په د رسمیت پيژندلو مخالفې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د ښځو وضعیت په اړه نوی راپور خپور کړی دی. دغه راپور له ۲۲ ولایتونو څخه د ۵۹۲ ښځو د خبرو له مخې تیار شوی او ښځو خپلې غوښتنې پکې څرګندې کړې دي. په راپور کې ویل شوي چې افغان میرمنې د ښځو په حقونو باندې د وضع شويو بندیزونو له امله، له مخ پر زیاتېدونکو رواني ستونزو سره مخ دي. په راپور کې راغلي چې ۶۹ سلنه افغان میرمني ستريس، انزوا او خپګان لري. دا راپور له مخې، په اوسني افغانستان کې هېڅ یوه ښځه په پرېکړه کولو کې ګډون نه لري او ان په کور کې د ښځو ځواک او صلاحیتونه په پراخه کچه مخ پر کمېدو دي. په راپور کې راغلي چې افغان میرمني د نړۍ له رهبرانو څخه د خپلو بشپړو حقونو د ملاتړ او په ښځینه اړوندو نهادونو کې د پانګونې غوښتونکي دي.

د طالبانوپه رسمیت پېژندلو سره مخالفت

د ملګرو ملتونود ښځو څانګې افغان میرمني دطالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه هم پوښتلې دي. د مرکه شویو ښځو له ډلې ۵۰ سلنه یې ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندل باید په دې شرط وي چې دوی بايد د ښځو حقونه تأمین کړي.په راپور کې راغلي چې د دغو میرمنو له ډلې ۴۶ سلنه ویلي چې د طالبانو حکومت باید په هېڅ صورت ونه پېژندل شي. یوازې ۴ سلنه ښځو ویلي چې د طالبانو حکومت پرته له کوم شرط څخه باید په رسمیت وپېژندل شي.

« بندیزونو ښځي له راتلونکي څخه ناهیلې کړي«

په دې راپور کې د ۲۰۲۲ له اګسټ څخه د ۲۰۲۳ تر جولای پورې د افغان میرمنو وضعیت ارزول شوی دی. له کومو ښځو سره چې په دې راپور کې مرکې شوې، د طالبانو لخوا د وضع شویو محدودیتونو له امله د فقر، رواني او مالي ستونزو په اړه یې خبرې کړي دي. راپورکې ویل شوي چې ښځې او نجونې د دې بندیزونو له امله په زیان منونکي وضعیت کې پاتې شوي او ویلي یې دي چې دوی »په تیاره زندان کې ژوند کوي او په کورونو کې د ناهیلي راتلونکي ژوند تیروي.»

د اقتصادي فرصتونو محدودېدل

راپور کې راغلي چې د طالبانو محدودیتونو د ښځو لپاره فرصتونه محدود کړي. د محرم د شرط په ګډون د تګ راتګ په وړاندې خنډونه ، ځورونې او د خوندیتوب په اړه اندیښنې، ان په هغو ادارو کې د ښځو لپاره کاري ساحه محدوده شوې چې ښځې تراوسه په کې کار کوي.په راپور کې راغلي چې د طالبانو له دې بندیزونو د لرو پرتو سیمو ښځو ژوند او فعالیتونه نه دي اغېزمن شوي. له بلې خوا، په غیردولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز او د دوی ته د کار جواز نه ورکول د دې لامل شوي چې په ښارونو کې ښځې له محدودو کاري انتخابونو سره مخ شي.

د ښځو د رواني ستونزو د زیاتېدو شکایتونه

د دغه راپور له مخې، د ښځو روغتیايي وضعیت د خرابېدو په حال کې دی. ځکه چې هغوښځوچې مرکې ورسره شوي، ۶۹ سلنه یې ویلي چې د ستريس، انزوا او خپګان احساس لري. په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په ختیځو سیمو کې د رواني فشار کچه ۹۳ سلنه او په شمال ختیځو سیمو کې ۸۴ سلنه اټکل شوې ده. په دې سیمو کې میرمنو د خپګان، بې خوبۍ، د امید او انګیزې له لاسه ورکول، ویره، انديښنې، انزوا او نورو ستونزو په اړه خبرې کړې دي. په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې سپارښتنه کړې چې پر طالبانو دې سیاسي او اقتصادي بندیزونه دوام پيدا کړي. راپور همداراز د ښځو د حقونو په برخه کې د مذهبي مشرانو په ګډون له طالبانو سره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

دویچه ویله

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.