استاد محمد طاهر شرر ساپي د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکې: فتانه ژوند

617

شاعر، لیکوال او ژباړن استاد محمد طاهر شرر ساپي د دعوت سره په مرکه کې

سلامونه د دعوت قدرمنو لوستونکو!!!!!
زه فتانه ژوند یمه!
په دغه مرکه کې مو ستاسو لپاره د لنډې کیسې اړوند ځینې مهمي پوښتنې د محترم  شاعر، لیکوال او ژباړن استاد محمد طاهر شرر ساپي صیب سره شریکې کړې او بحث مو مخته وړی.
له استاد نه مننه چې په ورین تندې یې ځوابونه را سره شریک کړل.
باید یادونه وکړو چې راتلونکو مرکو کې به ان شاءالله د محترم استاد په ژوند کړنو او فکر هم ورسره مرکه ولرو ځکه چې استاد زموږ د وطن  ویاړ دی اړینه ده چې موږ باید خپل شخصیتونه وپیژنو  .

غزل
اور نه ومه سترګو کې دې بل نه شوم
ستا په دې باغي حسن کې حل نه شوم

څنګه چې نیمګړی وم نیمګړی یم
بې له تانه ښکلیه مکمل نه شوم

ځان مې د حیا په تیغ وژلی دی
مړ شوم خو د چا غېږې ته غل نه شوم

هر چا ته په زور ورغاړې وتی یم
زه لکه تاوان د هیچا خپل نه شوم

ستا هغې خبرو پسې مړ یمه
ستا هغه شرر یمه بدل نه شوم.
شرر ساپی

فتانه ژوند: لومړۍ استاد ته سلامونه ! او پوښتنه به په همدې راپیل کړو. چې کیسه څه ته وايي، او د کیسې ژبه باید څنګه وي؟
محمد طاهر شرر ساپی: وعلیکم السلام!  کیسه د ادب یوه څانګه ده چې د نثر یا شعر په بڼه  د داستان  په انداز کې بیانیږي،  کیدی شي چې خیالي یا ریښتینې پیښه او یو مشخص هدف ولري او موخه یې اوریدونکی او لوستونکي ته لارښوونه،  نصیحت  او عبرت  وي.
د ټولو هنرونو د پیل نکته عاطفه ده، انسان په ژوند کې له بېلابېلو پېښو سره مخ کیږي، ځینې پېښې داسې وي چې له حافظې څخه نه وځي، ځینې وخت انسان له خپل چاپیریال څخه ستړی شي، یوه خیالي نړۍ جوړه کړي، داسې نړۍ چې له بیروني نړۍ نه متفاوته وي.
دا خیالونه او فکرونو هر انسان ته پیدا کیږي، خو لیکوال ورته د لفظونو جامې ور اغوندي او د کیسې په بېلابېلو شکلونو کې رامنځ ته کیږي.
په کیسه کې لفظونه او کلیمې وسیله ده، اصلي شی پيغام دی، نو د کیسې ژبه باید له شعري ژبې جلا وي، په شعر کې بیا کلمات او لفظونه هدف دی.
د کیسې لپاره که مخکې له مخکې ذهني انځورونه ونه لرو نو سخته به وي چې ښه کیسه ولرو، کیسه د یوه ځانګړي هدف لپاره لیکل کیږي او بیا د دغه هدف د روښانه کولو لپاره نورې صحنې جوړیږي څو کُلي (ټوليز) تصویر ښه روښانه شي.

فتانه ژوند: ـ په کیسه کې ځای او زمان څومره مهم دی؟ او کوم یو ته باید ډېر ارزښت ورکړل شي؟
شرر ساپی: په یوه کیسه کې ځای او زمان د سیکې دوه مخونه دي، له ځای پرته زمان نه وي او له زمانه پرته ځای، نو زمان او ځای ګډ کار کوي، دواړه دینامیکي دنده اجرا کوي، هیڅ پېښه له زمان څخه بیرون نه ده، خو واقعي مکان د کیسې له ځای سره توپير لري، د کیسې ځای ډېر ابعاد لري، خپله ښکلا لري چې د کیسه لیکونکي په تصوري ځواک پورې اړه لري چې موږ ته يې محسوسس کړي.
په هنري توګه مکان یا ځای په دوه ډوله دی، یو يې واقعي او بل یې حکایتي يا تخیلي دي، لومړی تصویر جامد او غیر متحرک دی، یو فوټوګرافي ځای دی دوهم يې جمالیاتي ځای دی، په کیسه کې زمان هم د لیکوال په مهارت، تجربه او تخیلي ځواک پورې تړلی دی چې څنګه يې اداره کوي او څنګه پرې هنري لوبې کوي، زمانه يې غلامه وي، په یوه شېبه کې لسګونه کلونه وړاندې ځي او بېرته شاته راځي چې همدې هنر ته استرجاع ( فلش بک) وايي، معاصر لیکوال باید په کیسه کې له همداسې هنرونو څخه کار واخلي.
واقعي زمان د ادبي کیسې له زمان سره هم توپير لري، دا په اصل کې دوه زمانې دي، حکایتي زمان او دوهم یې تخیلي زمان دی، حکایتي زمان منطقي دی، په طبیعي توګه تسلسل لري، له ماضي نه حاضر او بیا مستقبل ته ننوځي، جامد دی، که څه هم په خپل ذات کې متحرک دی، خو تخیلي زمان له حکایتي زمان څخه توپیر لري، هېښونکی دی، له ټولو واقعي قیوداتو څخه خلاص دی او کیسې ښکلا او سحر په همدې کې نغښتی دی.

فتانه ژوند: ـ په کیسه کې د چاپيریال انځورګري څومره مهمه ده.؟
شرر ساپی: کيسه په خپل ذات کې د چاپيریال او محیط خوځنده تصویر دی، په کیسه کې انځورګري د دې لپاره مهمه ده چې زموږ په حافظه کې په اسانۍ زېرمه کیږي، انسان د هغه شي نوم نه شي اخیستی څو چې په ذهن کې د هغې لپاره یو خیالي تصویر نه وي جوړ شوی. همدا ده چې د ماشومانو لپاره په درسې کتابونو کې تصویرونه زیات راخیستل کیږي.

فتانه ژوند: ـ د کیسې او تاریخ تر منځ څه توپير دی؟
شرر ساپی: تېرو شويو پېښو ته تاریخ وايي او د کیسې تعریف مو مخکې وکړ، خو پوښتنه دا ده چې د تاریخ او کیسې ترمنځ اړیکه د مور او د رضاعي ماشوم ده او که د دواړ د واده  په پایله کې یو داسې شی رامنځ ته کیږي چې د دواړه مواصفات ولري؟
کیسه په خپله لمن کې اجتماعي پديدې رانغاړي او هره ټولنیزه پدېده تاریخي پدېده ده، ځينې وايي چې کیسه غېر رسمي تاریخ دی، یا هغه هېر شوی تاریخ دی چې د تاریخ له ګوتو ښوېدلی دی، ځکه چې تاریخ یوازې لويې پېښې او لوی شخصیتونه راپه ګوته کوي، نو کیسه هغه څه رابرسېره کوي چې تاریخ پټ کړي وي.

فتانه ژوند:- کیسو ته باید حقیقي سوژې غوره شي که تخیلي؟
شرر ساپی: دا دواړه د کیسه لیکونکو د کیسې خام مواد دي، مهمه نه ده چې کومه ورته غوره شي، که ټوله کیسه په تخیلي کرکټرونو او پېښو ډکه شي نو بیا خو یوه افسانه او اسطوره ده، اسطورې هم یو ادبي ژانر دی، په کیسه کې مهمه د کیسه لیکونکي تخيلي ځواک دی. 

فتانه ژوند: ـ په کیسه کې د اصلي او فرعي کرکټرونو توپير په څه کې دی؟

شرر ساپی: کرکټرونه د کیسې له مهمو عناصرو څخه شمېرل کیږي، کرکټر هغه شخصیت دی چې پېښې ترې تاویږي، دا کرکټرونه بېلابېل ډولونه لري:
مرکزي کرکټرونه (اصلی کرکټرونه) او دوهمي کرکټرونه (فرعي کرکټرونه).
مرکزي کرکټر هغه دی چې د کیسې پېښې له ده تاويږي او دوهمي کرکټرونه هغه دي چې د کیسې په وده کې رول لوبوي. هامشي یا حاشیوي کرکټرونه هغه دی چې په کیسه کې کله ناکله راڅرګنديږي، نو د لوستوال مخ ځان ته نه راګرځوي.
بیا په کیسه کې د رول له مخې کرکټرونه په دوه برخو ویشل کیږي:
سطحي کرکټر یو جامد او ثابت کرکټر دی، پرمختګ او په شاه تګ نه کوي، يو شکل باندې پاتیږي .

فتانه ژوند: ـ د روي او کرکټر ژبه څه توپير لري؟
شرر ساپی: په کیسه کې د کرکټرونو تشخص او شخصیت او د هغوی چاپيریال، ژوند، علمي کچه، لهجه هغه شیان دي چې موږ حقیقت ته ورنیږدي کوي، د روي ژبه په یو حال وي، خو د کرکټرونو ژبه د کرکټر په مشخصاتو پورې تړلې ده، او د غه ځانګړونو سره سمه ژبه ورته انتخابيږي .

فتانه ژوند: په يوه کیسه کې کرکټر خپله لیکوال وي، او یا لیکوال کرکټر لوبوي، کومې کیسې ته لومړیتوب ورکولی شو؟
شرر ساپی: دواړه خپل ځای لري، دا بیا هم د لیکوال په مهارت پورې تړلې ده چې په کومه برخه کې ډېر برلاسی دی، که په دواړو کې یو شان وي، نو زه هغې کیسې ته لومړیتوب ورکوم چې لیکوال کرکټر لوبوي.

فتانه ژوند:- ایا کیسه د رمز ژبه ده؟
که مخکنیو خبرو ته وروګرځو او دا ومنو چې کیسه د تاریخ هېره شوې برخه ده، نو بیا کیسه د رمز ژبه نه ده، بلکې دا یوه هېره شوې تاریخي پېښه ده.

فتانه ژوند:  څوک کولای شي یوه ښه کیسه ولیکي؟
شرر ساپی: یو ښه لیکوال کولای شي ښه کیسه ولیکي، داسې لیکوال چې تصوري او تخیلي ځواک يې غښتلی او په ژبه برلاسی وي، د کیسې د کرکټرونو، پلاټ، ځای زمان او موضوع په اړه پوره مهارت ولري.

فتانه ژوند: ـ په کیسه کې معیاري ژبه باید وکارول شي او که سیميزه لهجه؟
شرر ساپی: معیاري ژبه د روي ژبه ده، کومه چې د کرکټرونو ژبه ده نو زما په نظر باید د کرکټر د مشخصاتو سره سم ژبه وکارول شي، که فرض کړو د کیسې یو کرکټر کوچۍ مېرمن ده، نو کامیابه کیسه هغه ده چې زه د کوچي خبرې د هغې په ژبه او لهجه واورم نه د راوي، تر څو د پيښو تر څنګ د هغې په پېژندلو کې راسره د هغې لهجه هم مرسته وکړي.

فتانه ژوند: په پښتو کې کیسه ولې کم رنګه ښکاري؟
شرر ساپی: که خبره د کمیت شي نو په رښتیا هم کم رنګه ده، خو که د کیفیت شي، نو موږ په پښتو ژبه کې ډېرې ښکلې او په ادبي معیار پوره کیسې لرو، زه په ټول ډاډ ویلی شم که د شپون صیب کیسې نړیوالو ژبو ته وژباړل شي، له ډېرو نړیوالو کیسو سره به سیالي وکړي.
خو په یو ګل نه پسرلی کیږي، په کار ده چې په دې برخه کې ډېر کار وشي، څو دا تشه ډکه شي.

فتانه ژوند: ـ په اوس کې کیسه لوستونکي څنګه ارزوئ؟
شرر ساپی: کیسه په هره زمانه او هر وخت کې خپل مینه وال لري، اوسمهال هم د ښې کیسې لوستوال ډېر دي.

فتانه ژوند: کیسې موږ ته څه رازده کوي او ګټه يې څه ده؟
شرر ساپی: د ادبیاتو عمومي ګټه دا ده چې په مخاطب کې د ښکلا احساس پیاوړی کوي، عواطف صیقل کوي، کیسه هم د ادبیاتو یوه غوښنه برخه ده.

فتانه ژوند: ـ پښتو داستاني ژباړو په کیسه لیکنه یا داستان لیکنه څومره منفي یا مثت اغیز کړی دی؟
شرر ساپی: په هره برخه کې ژباړه کیږي د هم هغې برخې د شتمنۍ لپاره کیږي، فرض کړو موږ په طبیعي علومو کې ژباړه کوو، نو له موږ سره به د طبیعي علومو په لا روښانه کولو کې مرسته وکړي، کیسه همداسې ده، که موږ هر څومره داستاني پښتو ژباړې ولولو، زموږ د کیسه لیکنې ځواک او تجربه زیاتیږي. خو ځینې کیسې بیا داسې وي لکه څوک چې چاته په شربت کې زهر ورکړي، د کیسې د اصولو له مخې به سم وي، خو په فکري لحاظ به له اسلام او افغاني ټولنې له دود او کلچر سره برابر نه وي چې دا په هغو ځوانانو باندې په لاشعوري توګه منفي اغیز کوي چې پراخه مطالعه ونه لري.

فتانه ژوند :محترم استاد، ډېره مننه چې وخت مو راکړ او د کیسې اړوند پوښتنې مو لوستونکو ته د پوره او ګټورو معلوماتو سره ځواب کړې.
شرر ساپی: له تاسې مننه او له دعوت میډیا څخه مننه چې د پښتو او پښنو لپاره دومره ستړیاوې په سر اخلي.

یادونه: د دعوت قدرمنو لوستونکو هیله ده د محترم استاد د ځوابونو نه مو ډیر څه زده کړي او تر لاسه کړي وي ! کوشش کوو چې ستاسو لپاره د لنډې کیسې اړوند ځیني نورې پوښتنې هم د ادب د استادانو مخته کیږدو او ګټور ځوابونه درسره شریک کړو.
مننه

**************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.