ارشپریت کور بال: مذهبی تعصب ما ډېره ځوروي

مرکه کوونکې: فتانه ژوند

4,307

چې د لالي غېږ کې ویده سم
ابا مین کړې د هندو په رواجونه
ټیکۍ

د دعوت قدرمنو لوستونکو سلامونه!
تاسو به ډېرې بهرنیان  لیدلي وي چې په پښتو ژبه خبرې کوي کیسې به مو هم اوریدلې وي!
خو د ټولو کیسې توپیر کوي او د هرکس کیسه او داستان بدلې سوژې لري.
موږ تل هڅه کوو ستاسو لپاره بیل څه راوړو او بیلابیل هنرونه او د هنرلرونکو کسانو د ژوند داستان او فکر ستاسو مخته کیږدو!
نن د یو افغان/یا افغانې په ژوند نه بلکې د یوې بهرنۍ هنرمندې یا رسامې په ژوند او هنر ورسره غږیدلي یو، دا پیغله رسامه عرشه بل نومیږي!
عرشه بل) هندۍ انجیلۍ) هغه انجلۍ کومه چې له هنره جوړه ده او د رنګونو په دنیا کې اوسې او کار کوي، هره ورځ لکه د هند د  هولي د ورځې په رنګونو رنګیدلې وي.
دا یواځې د ارشپریت کور بال (عرشه جانې) کمال نه دی بلکې عرشه جانه ستر کمالونه لري، غواړي د ټولو خلکو لپاره خپل هنر د زدکړې لپاره وړاندي کړي.
ارشپریت کور بال (عرشه جانه) تر اوسه کم عمره هنرمنده ده مګر د هغې فکر یو بل هنر دي ځکه دا تل کوشش کوي چې د نورو فرهنګونو او دینونو نه هم ځان خبر کړي او تر ډیره له اسلام او افغان فرهنګ نه متاثیره ده او تل یې هڅه کړې چې په پښتو ژبه د افغانانو لپاره په خپله فسبوک پاڼه خپل نظر او مینه شریکه کړي، دا د دې یوه ځانکړنه ده.
  ومو غوښتل چې د عرشه جانې په ژوند فکر او هنر ورسره خبرې اترې ولرو او ترې وپښتو چې  هندۍ  انجلۍ په افغانانو کې څرنګه ځای پیدا کړی؟

شاید دا د یادونې وړ وي چې د افغانستان او هند تر منځ تل ښې اړیکې پالل شوې.

حسن دی که خیال دی انځور ګر دی
یار مې  بې  مثال  دی انځور ګر دی
ستا سترګې او ستا کاته  دي بل هنر
څومره  لوی کمال  دی انځورګر دی

ارشپریت کور بال: زما د هند او افغانستان خلکو ته دا پیغام دی!
هغه څه چې ما ډېره ځوروي هغه مذهبی تعصب دی، په افغانستان کي د هندونیزم پلویان په امن کې نه دي او د اسلام پلویان هند کي نه دي په امن.
کله کله خو د داسی یوي پیښي څخه خبره شم چی د مسجد یا هم مندر د نړولو وحشتناکه پیښه وي. ډېره مې خفه کوي
د داسی ناوړو حرکاتو څخه دې لاس واخلي خپلو کې دې داسی ژوند وکړي لکه ورونه، د داسي دسیسو ښکار دي نه شي چی هغه د مذهب څخه غلطه استفاده کوي.

 

فتانه ژوند: سلامونه  اغلې عرشه بل!
هیله ده چې ښه صحت به ولرئ!
خوشحاله یوو  چې نن یوه هندۍ انجیلۍ د هنرمندو ګوتو څښتنه او له هنره او رنګونو جوړه انځورګره د ځانه سره لرو.

ستړې مشې او د دعوت رسنیز مرکز د مرکو لړۍ ته پخیر راغلې!

ارشپریت کور بال: ډېره زیاته مننه کومه! چې زه مو د دې وړ وګڼلمه چې خپل قیمتي وخت‌ څخه مو ماته وخت راکړی،
زه پوره هڅه او کوښښ کوم چې ستاسو ځوابونه ستاسو په ملي ژبه (پښتو) درکړمه!!!

فتانه ژوند: اغلې عرشه بل! که په پیل کې د دعوت قدرمنو لوستونکو ته خپل ځان معرفې کړئ! چې عرشه بل څوک ده څو کلنه ده، چیرته  زیږیدلې او د کوم هیواد سره تعلق لري؟ او دا نوم مو هم ډیر ښایسته دی(عرشه بل)
ولي عرشه بل یاست ایا د نوم ترشا مو کوم داستان وجود لري؟

ارشپریت کور بال: زما پوره نوم Arshpreet Kaur bal  دی، عمر مي ۱۷ کاله دی، Taran Punjab کي زیږېدلی یم
زما خپل نوم آرش دی چې د خپلي انا د طرف نه په ما ايښودل شوی او Kaur مي مذهبی نوم دی او Bal مي قومي نوم دی او ۱۷ کلنه یم.

فتانه ژوند: اغلې عرشه جانې بل! زدکړې مو څومره کړې او فعلاً مو هم تعلیم ادامه لري او که فارغه یاست او که فارغه یاست د کومې څانګې نه فارغه یاست؟
ارشپریت کور بال: د نهم ټولګي زده کوونکې یمه، لا مي زده کړې ادامه لري.

فتانه ژوند: اغلې عرشه بل! که ستاسو هنر ته راشو ماشاءالله تاسو یوه انځورګره یاست او د رنګونو سره سروکار لرۍ، څرنګه مو د رسامۍ هنر ته مخه کړه؟
ایا دا مو خوښه وه او که مجبوریت او یا که مو اړتیا لیدله؟

ارشپریت کور بال: زه دانځورګرۍ سره څه خاصه علاقه نه لرمه او نه هم غواړمه چی دا مي مسلک جوړ شي، مګر دا هرڅه د خپلې مورجاني لپاره کومه، د هغې د انځورګرۍ سره زیاته علاقه وه.
هغې به تل زه انځورګرۍ ته هڅولم ځکه د هغې پلار (زما نیکه) یوښه انځورګر وو.
خو مګر زه غواړمه چې راتلونکې کي ډاکټره شمه

فتانه ژوند: اغلې عرشه بل! تراوسه مو څومره انځورګرې کړې او ستاسو انځورګرې  په کوم ډول ده، او یا که ووایم په کوم سټایل کې ده؟ زه نه پوهیږم! چې انځور ګرې او یا انځورګران به هم د شاعرانو پڅیر  کوم سټایل لري او که نه، خو دا به هم تاسو راته ووایاست چې داسې کوم څه شته او که نه؟

ارشپریت کور بال: زه تل تمریني انځورګري کومه داسی انځورونه به مي د ګوتو په شمار وي چې هغه زما په نظر بشپړ شوي وي.
نقاشي کي زه تل د پنسیل څخه ګټه اخلم او ساده رسامي کوم.

فتانه ژوند:اغلې عرشه بل! څرنګه یو  انځور رسم کیدای شي، څه باید وجود ولري چې یو ښه انځور راشي ,احساس، رنګونه، فکر، مطالعه، استعداد او که تجربه؟

عرشه بل: انځور جوړولو لپاره خو لومړی اړینه داده چې پکښي ماهره یې، استعداد ولرې او په ځان باور ولري.
په ځان باور د هغه اړینو شیانو څخه دی چې په هر هنر او کار کي ډېر اړین دی.

فتانه ژوند:اغلې عرشه بل! ستاسو په نظر: کوم انځور ته موږ ښه انځور ویلی شو او بل کومې انځور ګرې ته، یا کوم څوک ښه انځور ګر کیدای شي؟
عرشه بل: د دنیا یو معمول دی، څه سره چې دی شوق وي او په څه دی زیات تمرکز وي، هغه کي به حتماً غوره ثابت شې.
مطلب هیڅ کوم کار دنیا کی ناممکن نه دی، که څوک انځورګرۍ سره مینه ولري او غواړی یو ښه انځورګر شي، نو بغیر د وخت ضایع کولو دي لاس په کار شي ، بلکل یې کولی شي.

فتانه ژوند: ستاسو لپاره د څه انځورګرې اسانه او د خوښې وړ انځور ګرې ده؟
ارشپریت کور بال: زه د طبعي ښکلا انځور ډېر خوښومه چې هغه ته تابلو ویلای شو.

فتانه ژوند: ما چې لیدلي تاسو په خپلې شخصې پاڼې انځورونه خپروی هغه نیمه لیکل شوي انځورونه ترهغه وخت چې انځور بشپړ شي، له دې نه مو موخه څه ده؟
ارشپریت کور بال: د نیم رنګ عکسونو څخه زماهدف دا دی چی په دي سره هرڅوک کولای شي چې انځورګري زده کړي، دا نیم رنګ انځورونه ښه مرسته ورسره کولای سي.
دا ټول هغه عکسونه دي چې ما ځان سره تمرین کړي دي.
زما فیسبوک ملګرو کي ډیر داسی خلک شته چې د دې څخه یی پوره پوره ګټه اخیستی وي او د انځورګرۍ په مسلک کي یی مرسته ورسره کړې وي .

فتانه ژوند: یوه په زړه پورې خبره چې تاسو په شخصي پاڼو زیاتره افغان فالو کونکې لرئ که څوک ستاسو نه پوښتنه ونه کړي چې تاسو د کوم وطن یاست، نو انسان اطمیناني کیږي چې تاسو به یوه افغانه یاست!
د یادونې وړ ده چې ستاسو د هنر لیدونکې هم زیاتره افغانان دي او بل تاسو د افغانانو لپاره پښتو ژبه هم لیکۍ او د زیاتو افغانانو سره اړیکې هم پالۍ ! له دې نه معلومیږي چې افغانان ستاسو سره علاقه لري او تاسو له افغانانو سره ډیر صمیمي یاست! له داسې چلنده مو موخه څه ده؟
ارشپریت کور بال: زه مخکي یوازي یوټیوب او انسټګرام کي فعاله ومه، فیسبوک او نوره انټرنیټي نړۍ ته مې هیڅ فکر نه ؤ.
زه په داسی یو ټولنه کي اوسېدمه چی هغه ټولنه کي افغانانو ته د داسی یو قبيلې په سترګه کتل کېده لکه یوه افریقایی وحشی قبيله!.
زه یو څه وخت مخکي اماراتو ته په یو سفر ولاړمه، هلته زما سره یو هندۍ انجلۍ یوځای شوه، نوم يي ثانیا ګجراتی و
هغه زما سره کوټه کي یوځای وه هغې به وخت ناوخته په پښتو د رباب سره غزلې ویلې، او واقعاً یې ماته ډېر خوند راکوی.
تاسو شاید هغه زما په فیسبوک پاڼه باندي لیدلې وي. هغې هم زما غوندي د ځانه سره پښتانه ملګري کړي وه، ما یو څه وخت وروسته یو کتاب پیدا کړ، چې هغه کې ټول بحث د پښتنو/افغانانو په کلتور شوی ؤ.
د دوی په میرمنو کي ټول هغه خاصیات وه کوم چې ما د اول څخه خوښول، او ځان کي مي راوستي وه.
یو د هغو څخه د دوی لباس/جامې وې.
د دوی د جامو سره یوه ټوټه ټوکر هم وو چې په سر کوی به یې چې هغه ته لوپټه/پوړنی وایي.
او بل دا کلتور (رواج) زما ډېر خوښ سو، چې مهر/ ولور د هلکانو له خوا ورکول کېدی، چی په دې سره د انجلۍ عزت او شرافت په څرګنده توګه ښکاري.
ډېر داسی څه وه چې زما د خوښي وړ او زموږ د پنجاب د کلتور سره یی کوم توپیر نه و.فتانه ژوند:اغلې هرشه بل!
تاسو په خپلې عمومې پاڼې لیکلي وو چې ما عیسوي دین لوستل بشپړ کړل، اوس اسلام لولم او غواړم اسلام مطالعه کوم!

فتانه ژوند: د اسلام او عیسویت دین د مطالعه نه مو موخه څه دی؟ ولي غواړې اسلام او مسلمانان ولولې؟ او په اسلام  کې په توپیر د عیسویت  څه درته خوشاینده وو؟
عرشه بل: زه په اصل کې هندۍ راجپوته یمه! خو د خپل دې مذهب څخه نه یمه راضي ځکه ما داسی شیان او داسی ګډوډۍ پکښي لیدلې چې زه نه غواړمه د هغوی یادونه دلته وکړم.
عيسويت مي دوه کاله مطالعه کړی دی، خو زما لپاره یې څه خاص رهنمايي ونه کړه هغه مي پريښودی. د څه وخت څخه مي د اسلام مبارک دین مطالعه شروع کړې او لا هم روانه یمه، نبوي سيرت مي ټول ختم کړی. ډېر څه مي زده کړي چې هغو کي لکه: د ښځو حقوق، ښه اخلاق، روژه نیول، زکات ورکول او د نشیي توکو حراموالی چی رښتیا هم بد عمل دی، دا د هغه شیانو څخه دي چې زما توجه یې زیاته اسلام ته مایله کړې ده.

ارشپریت کور بال Arshpreet Kaur bal

فتانه ژوند: اغلې عرشه بل! د افغانانو او هندي نجونو او میرمنو لپاره مو نظر څه دی؟ او په هند کې په پرتله د افغان میرمنو او نجونو، د ښځو ژوند څنګه دی؟
ارشپریت کور بال: افغان او هندۍ انجونو ته می پیغام دا دی: مظبوطي واوسئ! هیڅ کوم داسي څه باید ستاسو د پرمختګ مخنیوی ونه کړي.
ځان کله هم د چا څخه کم مه ګڼئ. د هرڅه څخه زیات درس ویلو ته توجه وکړئ.

فتانه ژوند: ایا غواړې افغانستان ته راشې؟ او که غواړې ! او یا نه غواړې علت به یې څه وي؟
ارشپریت کور بال: هو بلکل زه غواړمه! چې افغانستان ته سفر وکړم، د هغه ځای په اړه می جالبی اوریدلې دي لکه: د بودا مجسمه، د هغه ځای غرونه او سیندونه چی زه د دې ټولو سره د زړه څخه مینه کومه.
تر ټولو خو مهم دا دی چی زه هلته د یوه کلتو ر(رواج) سره ځان ډېر بلده کړم.

فتانه ژوند: اغلې عرشه بل! وبخښئ! که ستاسو په شخصي ژوند وپوښتو! فکر کوم واده مو نه دی شوی! څرنګه  غواړۍ! واده به له چا سره کوی، د څرنګه یو کس سره او څه وخت به یې کوۍ او په خپله خوښه او که د کورنۍ په خوښه؟ او اغلې عرشه موږ افغانان خو به نو خامخا درپه یاد یواو د یاده به نه باسۍ؟
ارشپریت کور بال: زه د واده په اړه اوس هیڅ کوم تصمیم نه لرمه،  زه مخته هم ډیر کارونه لرمه چي زه یې تراوسه د واده کولو فکر ته هم نه یمه پري ایښې.

فتانه ژوند: اغلې عرشه بل! ډېره مننه چې زموږ بلنه مو ومنله او وخت مو راکړ! په اخیر کې د یوې  ځوانې انځورګرې په توګه مو پیغام څه دی او چاته پیغام لرۍ افغانانو ته او که هندیانو ته؟

ارشپریت کور بال: زما د هند او افغانستان خلکو ته دا پیغام دی!
هغه څه چې ما ډېره ځوروي هغه مذهبی تعصب دی، په افغانستان کي د هندونیزم پلویان په امن کې نه دي او د اسلام پلویان هند کي نه دي په امن.
کله کله خو د داسی یوي پیښي څخه خبره شم چی د مسجد یا هم مندر د نړولو وحشتناکه پیښه وي. ډېره مې خفه کوي
د داسی ناوړو حرکاتو څخه دي لاس واخلي خپلو کي دي داسی ژوند وکړي لکه ورونه، د داسي دسیسو ښکار دي نه شي چی هغه د مذهب څخه غلطه استفاده کوي.
زه هم ستاسو څخه نړۍ مننه کوم چی ماته مو خپل ارزښتناکه وخت راکړی.

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.