زما ښکلې لمسۍ مُنانۍ

عبدالباري جهاني

405
نور یې « آیة » بولي زه یې بولم «مُنانۍ»
وي به درې کلنه ماته ښکاري میاشتنۍ
ښکلې لکه ښاخ د شګوفې پر مځکه ګرځي
غیږي ته مي راسي مینه مینه پخوانۍ
مینه مو زړه ده پیوند سوې له ازله
نه خو سل کلنه ده او نه زرکلنۍ
زما له مخي دوې مچکي واخلي بیرته ځغلي
ځي لکه هوسۍ وي تورېدلې سارانۍ
څه خو راته وايي ګړوي چي نیمه ژبه
څرنګه به پوه سم په خواله ددې جینۍ
نن که یې ماشومه سبا پېغله ښایسته یې
دا دوران دي مور هم دی تېر کړی لېونۍ
زما چي ژوند په یاد دی د شېبو غوندي تیریږي
ته به هم بچو ته کیسې وکړې د ځوانۍ
خدای دي په حیا کي را زړه که پر ما ګراني
مینه د انسان در پکښي غواړم اورنۍ
مینه د رنګین بیرغ دي غواړمه په زړه کي
زما پر کهاله لویه سې ملاله مېړنۍ
دا نظم مي وساته یو وخت به در یادیږي
ستا او د ابا کیسه د میني، کورنۍ
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر څلېرویشتمه، ویرجینیا

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.