يره دا زلميتوب هم يوه ليونۍ دوره وي. كه رښتيا درته ووايم د فلم له ليدو سره مې د جنون تر حده مينه وه. په اوونۍ كې به دوه درې ځلې هرو مرو له ښوونځي نه په تفریح کې پټېدم او ځان به مې نېغ سپین غر سينما ته رساوه، مگر دومره په وېره لكه څوک چې په يوه لوى جرم پسې روان وي.
يوه ورځ له يوه ملگري سره يو ځاى له ښوونځي څخه وتښتېدم او نيغه مو د سينما لاره ونيوله. په هغه سرك چې سينما ته غځيدلى و، په وېره وېره بېل بېل لاړو. كوښښ مو كولو چې څوك خپلوان او حتی کلیوال دې هم موږ و نه ګوري. د سينما ودانۍ ته چې ورسېدو، تقريباً د فلم پيل كېدو ته لا يو ساعت پاتې و.
ملگري راته وويل:
” خوښه دې نه ده چې د سينما تر شا له پيتاوي څخه مزه واخلو، ښه د مزار گرده مې پيدا كړې ده، يو سگرټى به ترې وڅکو او په ضمن كې به د زړو گناهگارانو سيل هم وكړو. د ملگري خبره مې خوښه شوه. د سينما شاته كښيناستو، ملگري مې په سگرټ تشولو او ما د چرسو په چره كولو پیل وکړ. له نيږدې بدلمنې كوڅې نه عبدل ماما (زموږ یو خپلوان ) راښكاره شو او چې څنگه يې پر موږ سترگې ولګيدې، نو له ټکه يې پوښتنه وكړه :
_ اوهو، اى لوچكه ! دلته څه كی؟
زه چې د چرسو په ميده كولو بوخت اوم، نو په دې خاطر چې په دې لوی جرم مې پرده اچولي وي، لاس مې موټى كړ او ورته مې وويل:
_ سينما ته راغلى يم.
_ غلى شه! سينما ته راغلى يم، دا زيړې سترگې دې وركې شه، ستاسې د مرتبیانو په سترگو كې والله كې ټكى حيا وي. د كمبخت بچيه، ته خو دې هغه پلار ته وگوره، په لمنه يې مونځ كيږي او تا بد بخته ته وگوره چې په څومره سپين سترګۍ سره وايې چې سينما ته راغلى يم. ته وار وكړه چې يو ځل زما پښې خداى كلي ته ورسوي، بيا دې د ځان سيال كوه، د ظالم بچيه له كور نه د مرتب په نوم راځئ او بيا په سينماګانو گرځئ.
_ عبدل ماما نن يې زموږ د مكتب ټول شاگردان د زيتونو فابريكې ته داوطلبانه بوتلل، ځكه مو ترېنه ځانونه پټ كړل او سينما ته راغلو او موږ خو څه روزانه نه راځو چې ته راته اوس په كور كې کار ګورې، چېرته په مياشت نيمه كې يو ځل سر راښكاره كړو.
– مه چرېږه د چرن بچيه، ته لا دليلونه وايې. بس درته مې وويل چې يو ځل زما پښې خداى كلي ته ورسوي، ته دې بيا د ځان سيال كوه، چې زه دې يو وارې پلار خنځير ته ووايم.
ماما خوله سمه خوځوه، د كنځلو دې څه حق دى؟
_ بس درته مې وويل، نور به تا سره څه سر خوږوم، خو بيگا ته دې د ځان سيال كوه.
د عبدل ماما لا غوسه نه وه سړه شوې چې زموږ له خوا نه يې حركت وكړ او په تلو، تلو كې يې پوچه خوله خوځوله.
او چې زما په زړه هم د كور له وېرې د وهمونو لړې راخورې شوې، نو یو دم مې پرې غږ كړ:
_ ستا څه كار دى چې په دې بدلمنو كوڅو كې گرځې؟
عبدل ماما يو څه ټكنى غوندې شو، مخ يې راواړوه او راته يې كړه:
_ زما به له چا سره څه كار وي، منډه يي ته به ځم، ستايې ما پورې څه؟
_ منډه يي ته چې سړى ځي، نو په باچاهي سرك ځي، ستا غوندې گوډپيرونه ورپسې نه بدلوي. زه پوه شوم. سمه ده، ته زموږ په كور كې د سينما له تگ نه ووايه، پروا نه كوي، زه به هم د زيور مور ته ووايم چې ماما ټوله ورځ په مردارو كوڅو گرځي.
عبدل ماما چې زما خبرې واورېدې، په تندي كې يې د گونځو لارې وغځېدې، سترگې يې تنگې تنگې شوې، هيڅ يې ونه ويل او په خپله مخه روان شو.
ورځ مې د فلم د ليدو په خوند تېره كړې وه، له ماما سره سهارنى بحث مې له ياده وتى و. ماښام چې كور ته را ورسېدم، نو د كور په لويو دروازو كې له ماما سره مخامخ شوم. ماشوم زوى ( زيور) يې په ترخ كې نيولى و، نو ماته هر څه مخې ته ودرېدل، په زړه مې د وهمونو لړه راخوره شوه، بې واكه مې د هندوانو د نمستې په څېر لاسونه غبرگ كړل او په زارو مې ورته وويل:
عبدل ماما! گوره چې پلار ته مې د سينما له تگ نه و نه وايې!
ماما راته د سترگو په كونجونو كې وكتل، يوه رندانه موسكا يې وكړه، ناڅاپه يې لاس راوغځوه او راته يې وويل:
ته راكړه دا د پير صاحب قول چې ته به هم د زيور مور ته څه نه وايې.
او موږ دواړو په داسې حال كې چې د يو بل لاسونه مو ښه كښېمنډلي وو، په كړس كړس وخندل.
پيښور، لالي باغ
۰۶/۰۳/۱۹۹۸
Comments are closed.