دې تصویر ته فکر وکړئ

آزادخان افغان

335
پدې تصویر کې دا ښځه زه نه پیژنم چې څوک ده او ماته مهمه هم نده چې هویت یې وپیژنم. یوازې دداسې تصویر په هکله زه دا ویل غواړم چې آیا پدې کې څه بدي ده چې ښځه دِ په ټولنیزو چارو ګې د نارینه وو سره یوځای کار وکړي، جرګې وکړي، مشورې ورکړي او په ټولنیزو فیصلو کې خپله برخه ولري. داسې ښکاري چې دغه میرمن د کوچیانو یا د خپل قام په جرګې کې ګډون کړی دی او ددوی سره په ګډه ددوی د ټولنیزو مشکلاتو په هکله غږیږي او مشورې ورکوي. ممکن تعلیم او تحصیل دې ښځې ته دومره پوهه او علمي توان ورکړی وي چې کولای شي د خپل قام د ټولنیزو چارو او ستونزو په هکله د نارینه وو په پرتله بهتره مشورې ورکړي او فیصلې وکړي. پوښتنه داده چې ولې یوه لوستي او یوه پوهه ښځه د یوې ټولنې په چارو کې د نارینه وو سره په ګډه برخه وانخلي یا حتی ولې یوه ښځه دِ د یوې ټولنې مشري ونکړي؟ ولې؟ آیا غیر له دیني دلایلو بل کوم منطقي یا انساني دلیل شته چې داسې ښځې د ټولنې له مشرتابه څخه منع کړي؟
آیا دا جرم دی یا ګناه ده؟
پدې کې څه بدي ده او د طالبانو د مشرتابه د یوه غړي (اکبر آغا) په وینا ولې باید پداسې حالت کې د خدای عذاب نازل شي؟ ولې؟
آیا خدای دومره ناپوه، بې منطقه او ظالم دی چې بې له کوم منطقي دلیله په خلکو عذاب نازلوي، یوازې پدې دلیل چې نارینه وو د یوې ښځې مخ لیدلی او یا یوه ښځه د نارینه وو په منځ کې ناسته ده؟ که نه پخپله دارنګه بې منطقه روایات خدای ته سپکاوی دی؟
فکر وکړئ!!

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.