ټرافیکو ریاست: تر راتلونکو لسو ورځو به د ټکسي موټرو د رنګولو بهیر پیل شي

365

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي چې تر راتلونکو لسو ورځو به کابل ښار کې د ټکسي موټرو د رنګولو لړۍ پیل کړي.

دغه ریاست د ټکسي موټرو د رنګولو اړوند قراردادي شرکت څخه غوښتنه کړې چې د کابل په څلورو خواوو کې د ټکسي موټرو د رنګولو لپاره ورکشاپونه جوړ کړي.

د ټرافیکو عمومي ریاست د پلان مدیر عبدالودود خیرخواه سلام‌وطندار ته ویلي چې راتلونکو لسو ورځو کې به د ټکسي موټرو د رنګولو بهیر پیل کړي.

نوموړي وویل: «تدارکاتي او قرارداد اړوند مراحلو ډېر وخت ونیوو او له قراردادي غوښتل شوي چې تر یوې اوونۍ د کتاب څلورو زونونو کې ورکشاپونه جوړ کړي او تر لسو ورځو به دا بهیر پیل شي.»

نږدې شپږ میاشتې وړاندې د ټرافیکو ریاست له لوري افغانستان کې د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره نوي رنګونه وټاکل.

دغه ریاست د افغانستان د ټکسي رنګ چې ژېړ او سپین وو، پر روښانه ابي او سپین رنګونو اړولی دی. د ټرافیکو ریاست مسوولان د دغه کار موخه له نړیوالو معیارونو سره د دغو موټرو د رنګ برابرولی، د خلکو د امنیت ټینګښت او د فساد او غلا له منځه وړل یادوي.

د سلام‌وطندار د راپور له مخې، کابل کې یو‌شمېر ټکسي چلوونکي دغه ښار کې د شخصي موټرو له ډېرېدو د شکایت ترڅنګ وايي چې دغو موټرو د دوی عاید کم کړی او په وینا یې، دومره پیسې نه‌لري چې موټر پرې رنګ کړي.

دوی له حکومت غواړي چې د ټکسي موټرو له رنګولو وړاندې دې له ښار څخه شخصي موټر چې په ناقانونه توګه فعالیت کوي، ټول کړي.

موټرچلوونکي وايي، د ټکسي رنګ بدلېدل له ۱۰ تر ۱۵ زره افغانیو پورې لګښت لري او دوی چې د ورځې له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو ګټي، دغه لګښت نه‌شي پرې کولی.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.