شریفه شریف له دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکې: شېبه ګهیځ

766

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په ۲۴۸ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي.

د زابل په کلات کې زېږېدلې شریفه شریف تر نهم ټولګي یې د روزګان او غزني په ښوونځیو کې زده‌کړې کړي او د لیسې دوره یې د کابل په زرغونې انا لیسې کې پای ته رسولې ده. نوموړې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې فارغه ده، همداراز یې د ادبیاتو ماستري او د ښوونې او روزنې په برخه کې یې دوکتورا د امریکا له الونای پوهنتون څخه ترلاسه کړې. اغلې شریف په راډیو افغانستان کې د ویاندې په توګه دنده ترسره کړې، چې په د شومدم انګارزو خپرونه کې یې د شعرونو دکمله یې د یادونې وړ ده. د دې ترڅنګ په اوسنۍ آزادي راډیو کې د ښځو د خپرونو پروډیوسره او ویانده وه او د کاناډا رڼا اېف.اېم کې یې هم کار کړی دی. شریفه شریف له ۱۹۹۱م کال راهیسې د کاناډا په تورنتو کې ژوند کوي، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې د کاناډا په کالجونو او ځینې نورو کورسونو کې د انګریزۍ ژبې ښوونکې او مسووله ده. همداراز له څو کلونو راهیسې په سنګا کالج کې د ټولنیزو خدماتو موضوعات تدریسوي. په پښتو، دري/فارسي او انګریزي ژبو پوهېږي او دې برخه کې یې کتابونه چاپ شوي دي. شریفه له هر ډول جنسي، نژادي تبعیض او تعصب څخه په پاک، آزاده او برابره ټولنه باور لري او ځان د ښځو د حقونو مدافع ګڼي. هغه له موسیقي، سفرونو، کیسو، کتابونو، فلمونو او طبیعت سره مینه لري.

اثار یې دا دي:

۱: کړکۍ (د لنډو کیسو ټولګه)

۲: (در پرتګاه زندګی) یې خاطرات دي، چې په دري ژبه دي او په ۲۰۱۱م کال په کاناډا کې په انګریزې ژبه هم چاپ شوي دي.

۳: (چا و چا ویل) یې هم د لنډو کیسو ټولګه ده، چې تازه چاپ شوې.

۴: (سنګساران ګناهکار) په دري ژبه لنډې کیسې دي.

۵: په افغانستان کې د ماشومانو د ودونو په اړه یې یوه څېړنیزه مقاله کښلې، چې د ماشومانو په کتاب کې په ۲۰۱۴م کال کې د امریکا په تیکزاس پوهنتون کې چاپ شوې.

شېبه: مخکې تر دې چې له شریفې جانې څخه د هنر په باب پوښتنې ولرو اول به دا واورو، چې د کډوالۍ ژوند څنګه تېرېږي؟

 شریفه شریف: زما نیمایي عمر نه زیات په کډوالۍ کې تېر شوی. ژوند او شرایط یې ځان ته ښېګڼې او ستونزې لري. ښکاره ده چې د خپل وطن خوند او د خپل کور احساس به په کډوالۍ کې نه وي؛ خو موږ ښځې په خپل وطن کې هم مهاجرې یوو. یعنې د کور نه بهر فرعي او نا بللې شمېرل کېږو. دا چې خپلواکه یمه؛ وخت او مکان راته نه ټاکل کېږي؛ د کور او بهر پولي راته محدود نه دي؛ ښېګڼه یې ګڼم. خو په ټوله کې مهاجر یوو او زه په هر حال د کډوالۍ ژوند سره روږدې شوې یم.

شېبه: شکر چې وخت مو ښه تېرېږي او د کډوالۍ ژوند سره روږدې شوې هم یئ اوسمهال څه بوختیاوې لرئ؟

شریفه شریف: ټول عمر مې کار کړی او نړۍ‌واله تجربه لرم. معمولاً د ژورنالیزم او ښوونې په څانګو کې مې بوختیاوې درلودلې. په امریکې، هند، د چک جمهوریت، کاناډا او خپل ګران هېواد افغانستان کې مې دندې لرلې. دلته د کاناډا په تورنتو کې په کالجونو او د انګریزي ژبې په کورسونو کې مې درس ورکړی.

شېبه: مخکې مو وویل چې د ژورنالیزم څانګې کې مو هم کار کړی؛ نو د ویاندویۍ له جالبو خاطرو راته وغږېږئ؟

شریفه شریف: د ژورنالیستي کارونو ښې تجربې مې په آزادي راډیو کې د اونیزوو خپرونو چلول او د خلکو خبرې دي. یوه خپرونه مو د محلي اتلانو نه په هلمند کې یوه کونډه وه، چې په خپلو پیسو یې یو پل جوړ کړی و. موږ بیا دې اتلانو ته جایزې ورکړې. د جایزو د سپارلو غونډه په کابل کې وه او زه یې چلوونکې وم. لومړۍ جایزه د څو ځوانانو وه، چې معتادینو سره یې مرسته کړې وه. د ژوند خبرې یوه بله اونیزه خپرونه وه، چې ما په رڼا راډیو کې چلوله. هغه په کندهار کې د ښځو ستونزو او بریاوو په اړه وه؛ ښځو به ټیلفونونه کول او خپلې کیسې یې شریکولې.

شېبه: په غربت کې لیکوالي، یا داسې ووایو چې آیا کډوالي هم پر لیکوالي او کیسه لیکنې اغېزه لرلی شي. تاسو په کیسو کې د غربت اغېزه شته؟

شریفه شریف: کیسه یا شعر لیکل د لیکوال د ذهن او تخیل پنځونه ده. تخیل او ذهن د سترګو لید نه اغېزمن دي. هغه څه چې په چاپیریال کې تېرېږي خامخا د لیکوال او هنرمند ذهن اغېزمنوي؛ خو ذهن او خاطرې له انسان سره پاتېږي. چاپېریال نورې خبرې ذهن کې زیاتوي، پخوانۍ یا لومړنۍ خبرې نه پاکوي. ډېر بهر میشتي لیکوالان او شاعران د کیسې کرکټرونه، پېښې، انځورونه او استعارې وطني دي؛ د وطن په چاپیریال کې انځورېږي.

زما په ذهن کې د طبیعت انځور هماغه د روزګان غرونه، د کونړ سیند او شمالي باغونه دی. کرېکټرونه مې اکثراً افغانې نجونې او ښځې دي. که د ځان له لید لوري یې ولیکم؛ بیا خامخا له اوسني چاپیریال به اغېزمنه یمه.

شېبه: شریفې جانې موږ د ډېرو کیسه لیکوالو په کیسو کې ګورو چې د جنګ ځپلي چاپیریال لیکنې تر ارامه چاپیریال کې د اوسیدلي لیکوالانو لیکنې توپیر لري؛ نو زما پوښتنه دا ده چې چاپیریال څومره په کیسه لیکنه کې اغېزه لري؟

شریفه شریف: جنګ یا هغه پېښې او شرایط چې د خلکو ژوند اغېزمنوي؛ د هماغه ځای کیسه ګرځي؛ یعنې د ژوند لویه برخه کېږي. لیکوال چې په کوم چاپیریال کې ژوند کوي خامخا د کیسې کرکټر، ونه او پېښې یې د جنګ رنګ اخلي.

شېبه: د لنډې کیسې لیکنې تخنیکونو په هکله ووایئ؛ یوه کیسه څنګه پیل کړو او یوې کیسې ته څنګه موضوع وټاکوو؟

شریفه شریف: د لنډې کیسې د تخنیکونو په اړه معمولاً څو توکونه یادېږي؛ کرکټر، پلاټ ، پېښې او د دوی تر منځ د یووالي ساتل. د کیسې ژبه، انځورونه او ډیالوګونه ټول باید یوله بل سره تجانس ولري؛ پېښې تصادفي او ډراماتیک نه وي او کرکټر د کیسې د چاپیریال او زمان نه زېږنده عادی انسان وي. د کیسې موضوع باید یو کرکټر، یوه پېښه یا یو احساس وي، چې د لیکوال/ لیکوالې فکر او تخیل وبګنوي؛ یعنې په فکر او زړه کې یې خاطرې او خبرې ژوندۍ کړي. دا خبرې د مقالې یا راپور لیکنو خبرې نه دي؛ یعنې د خلکو د پوهاوي او تبلیغ خبرې دې باید نه وي؛ بلکې  د یو هنرمند له سترګو د ژوند د یوې شېبې، د یو کرکټر د یو حالت یا د یوې پېښې د چاپیریال پنځونه ده.

شېبه: ستاسو د ډېرو کیسو پای له نورو پښتو کیسو توپیر لري؛ یعنې د پای برخه لوستونکي ته پرېښودل شوې دا د کیسه لیکنې تخنیک دی که تاسو خپله دا کار کوئ؟

شریفه شریف: زما د کیسې پای د پېښو او حالاتو تور او سپین پرېکړه نه ده؛ کټ مټ همداسې چې ژوند له یوه مخه د ښه او بد پایله نه ده. زما موخه په هره لیکنه کې د لوستونکي په ذهن کې د ژوند او انسان په اړه د پوښتنو او څېړنو د تلوسې پیدا کول دي.

شېبه: شریفې جانې! مخکې له دې چې تاسو په اثارو وغږیږو، لومړی به تاسو په ادبي فعالیتونو وغږیږو او پیل به هم له دې وکړو چې د جنید شریف د جایزې په هکله معلومات راکړئ؟

 شریفه شریف: د «جنید» جایزه هر کال درې ښځینه او درې نارینه ځوانو شاعرانو ته ورکول کېږي. شاعران/ې خپل درې شعرونه د خوږې شعرونو ویبپاڼې ته لېږي؛ پنځه ډېر تکړه او وتلي داوران شعرونه لولي او په ګډه لومړۍ او دوه نور ګټونکي ټاکي. د ګډون شرایط په افغانستان کې زېږېدلی وي او له شپاړلسو نه تر څلویښتو کلنو عمر لرونکي شاعران/ې وي. جایزه نقدي ده، لومړۍ ۵۰۰سوه، دویم او درېیم ۳۰۰سوه امریکایي ډالر یې جایزه ده.

شېبه: د اکرم عثمان ادبي جشنوارې په هکله راته ووایئ؛ تاسو په دې جشنوارې کې داوره وئ، دا جایزه د ادبیاتو په کومه برخه کې ورکول کېږي او معیارونه یې څه دي؟

شریفه شریف: د اکرم عثمان جایزه د لنډو کیسو جایزه ده، چې هر کال په سویډن کې په یوه ادبي غونډې کې  اعلانېږي. درې( لومړۍ، دویمه او درېیمه) جایزه پښتو کیسو او درې یې دري کیسو ته ځانګړې کېږي. د جایزې معیارونه هماغه د کیسې نثر، د لنډې کیسې د ادبي ارونو مراعتول، نوښت، د کیسې پلاټ او موضوع ده.

شېبه: نړۍ مننه چې د یادو جشنوارو په هکله مو موږ ته معلومات راکړل، هیله ده زموږ ځوان لیکوالان/ې او شاعران/ې دې ګډون وکړي. د کړکۍ لنډو کیسو ټولګې په هکله راته ووایئ؛ موضوعات یې څه دي؟

شریفه شریف: د کړکۍ د ټولګې کیسې کابو ټولو کیسو کرکټر او راویان ښځې دي، د ښځو له لیدلوري او د ښځو د ژوند په هکله لیکل شوي کیسې دي. دا چې ولې زه د ښځو کیسې لیکم، که رښتیا ووایم  زه یې په لوی لاس نه کوم؛ بلکې رانه کېږي. یعنې د ښځو د ژوند په کونجونو او ګوښو کې د پټو رازونو په لټه کې نه یم؛ خو هغه څه چې زما سترګو ته راغلي ټول یا ډیر یې د ښځو له ژوند سره تړاو لري.

شېبه: (در پرتګاه زنده ګي) مو د فارسي ژبې اثر دی؛ د دې کتاب موضوع څه ده؟

شریفه شریف: دا زما د ژوند خاطرات دي، چې په انګریزي ژبه کاناډا کې چاپ شوی. په دې کتاب کې ما د هغو ښځو خاطرې هم لیکلي، چې ما د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یا لېدلي یا مې یې کیسې اورېدلي دي. دا کتاب کال ته له خیره دویم ځل چاپېږي.

شېبه: (سنګ ساران ګنهکار) مو په فارسي ژبه کیسې دي؛ سنګسار زموږ په ټولنې کې بد عمل دی؛ نو کتاب ته مو ولې دا نوم غوره کړی ځانګړی لامل یې درلود؟

شریفه شریف:  دا ټولګه مې دېرش کاله پخوا په کاناډا کې چاپ کړه. دې کې هم ټولې د هغو ښځو کیسې دي، چې یو ډول نه یو ډول د زور زیاتي سره مخامخې شوي. ما د یوې ښځې د سنګسار کیسه اورېدلې وه او هماغه زما په ذهن کې پاتې وه. د ټولګې د یوې کیسې نوم د عنوان په توګه ټاکل معمول دی؛ خو عنوان باید د ټولو کیسو پیغام ورسوي. یو لامل دا و، بل دا چې اصلي ګناهکاران هغه دي چې یوه ښځه سنګساروي؛ نه هغه ښځه چې په یو تش تور یا د مینې کولو په جرم سنګساریږي.

شېبه: (چا و چا ویل) دا کتاب مو نوی چاپ شوی؛ څومره لنډې کیسې په کې ځای شوي، موضوعات یې څه او هم دا چې ددې نوم غوره کول تر شا څه لامل و؟

شریفه شریف:  کتاب مې کابو شل کیسې، یوه مقاله او سریزه لري. د لنډو کیسو موضوعات یې هغه شېبې، صحنې، پېښې، کرکټرونه او حالتونه دي، چې ما ته یې د ژوند او انسان رواني او فزیکي احساس په اړه څه ویلي. کرکټرونه یې ښځې او لیدلوری هم ښځینه دی. کیسه موږ معمولاً د یو چا له خولې اوروو. د کیسې ویلو دود هم “وو نه وو” یا “ویل کېږي” دی. یو دلیل یې هماغه د کیسې ویلو د پیل دود دی، دویم دلیل یې دا چې هم یوه محلي سندره ده  او هم زما خوښېږي.

شېبه: له وخت راکولو او له تاسو مننه ګرانې شریفه جانې. په پای که ځوان لیکوالان/ې ته څه پیغام لرئ.

شریفه شریف: ځوانو لیکوالانو نه مې هیله دا ده، چې د ژوند او نړۍ له چارو ځانونه باخبره وساتي. د اوسني ټکنالوژي سره دې بلد/ې شي. که امکانات ولري علمي څېړنې دې  ولولي او تر  ټولو مهمه دا چې د ژوند او ټولنې د هرې پدیدې،  فکر او اړیکې په اړه دې خپل ذهن کې پوښتنې جوړې او ځوابونه دې ورته ولټوي. د تور او سپین رنګونو شاه و خوا  سیوري دې هم وڅېړي.

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.