پاک چاپېريال څه ګټې لري، او څومره په ټولنه کې مهم دی؟

خالد رازق

438

د انسان د سالمې روغتیا په ساتنه کې ښه او پاک چاپیریال ډیر ارزښت لري که چیرې شاوخوا چاپیریال مو پاک وي، نو د ډول ډول ساري او غیر ساري ناروغیو څخه به په امن کې یو او هم به مو اقتصادي کچه پیاوړې وي، ځکه چې ککړ چاپیریال د ژوندیو موجوداتو لپاره ډول ډول ناروغۍ او ستونزې پیدا کوي او کله کله دغه روغتیایي ستونزې دومره پیاوړې شي چې د انسانانو د مړینې لامل ګرځي.

موږ باید د خپل چاپیریال په اړه بې پروا ونه اوسو او هر هغه څوک چې ګورو خپل شاوخوا یعنې خپله لاره، سړک، کور او نور عامه ځایونه چټلوي باید خپلې تیروتنې ته یې متوجه او د پاک چاپیریال په اهمیت یې اګاه کړو.

چاپېریال ساتنه د یو هیواد دننه د مختلفو ادارو هر اړخیزو همکاریو ته اړتیا لري، له ټولو لومړی باید د چاپېریال ساتنې ملي اداره فعاله وي چې د چاپېریال د قانون د تطبیق په خاطر سخت اقدامات وکړي، او د سرغړونې په صورت کې قضایې ارګانونه خپل اجرات ترسره کړي.

عامو وګړو ته پکار دي چې له هغو کارونو ډډه وکړي چې چاپېریال ته د ضرر سبب ګرځي. د بېلګې په توګه په نویو ودانیو کې د خراب کیفیت تشنابونه، عامه ځایونو کې د پلاستیکونو، ټایرونو او نورو چټلیو سوځول، په کورونو، هوټلونو او نانوایانو کې د خشاکو په توګه د لرګیو یا د ډبرو سکارو سوځول او د زاړه ماشینونو موټرونه کارول، ټول هغه څه دي چې د استعمال په کموالي یې کولای شو تر ډېره بریده شته ستونزې راکمې کړو.

هرهیوادوال مکلف دي چې دچاپیریال په ساتنه کې له هیڅ ډول هڅو ځانونه سپموي.

رسنیو او خلکو ته په کارده چې یواځې په یادولو او تشریفاتي او سمبولیک کارونو کار نه سمیږي باید چې دچاپیریال دساتنې په اړوند ټول اړخونه رغنده کړنې ترسره کړي که نه په هیواداو په تیره په ښارونو کې دتخنیکي او ترانسپورتی وسایلو او نفوسو په زیاتیدو سره به خدای مکړه له ډیرو ناخوالو سره مخامخ شو.

انسان د سالمې روغتیا په ساتنه کې ښه او پاک چاپیریال ډیر ارزښت لري که چیرې شاوخوا چاپیریال مو پاک وي، نو د ډول ډول ساري او غیر ساري ناروغیو څخه به په امن کې یو او هم به مو اقتصادي کچه پیاوړې وي، ځکه چې ککړ چاپیریال د ژوندیو موجوداتو لپاره ډول ډول ناروغۍ او ستونزې پیدا کوي او کله کله دغه روغتیایي ستونزې دومره پیاوړې شي چې د انسانانو د مړینې لامل ګرځي.

ولی پاک چاپېريال مهم دی؟
۱: پاک او زرغون چاپیریال زموږ په ژوند او سلیقې باندې دلالت کوي یعنې هغه څوک چې د پاک او زرغون چاپېريال څښتنان وي د ژوند سویه یې لوړه او ښه بریښي.

۲: پاک چاپیریال د ټولو ژوندیو موجوداتو په روغتیا او سلامتیا باندې پوره اغیزه لري یعنې هغه وګړي چې په پاک چاپیریال کې هستوکن دي نسبت هغو ته چې په چټل او ککړ چاپیریال کې پاتیږې ډیر صحت مند وي.

٣: چاپیریال ساتنه زمونږدعصرمسله ده. له همدی امله ملګروملتونوهغه په خپله اجنداکی شامله کړی ده. د چاپیریال دککړتیا اغیزی ټول بشریت ته یوشان متوجه ده، یعنی دایوه مشترکه ستونزه ده. له نیکه مرغه اوس د چاپیریال ساتنی په هکله ژوری علمی څیړنی شوی دی اوډیری ښی پایلی ورڅخه ترلاسه شوی دی.داسی لاری چاری اوتدابیرشته چی دهغوپه عملی کولوسره دچاپیریال ککړتیا منفی اغیزی کمولای شو،خوډیرمهمه دنده داده چی عامه اذهان په دی هکله روښانه شی. دچاپیریال ساتنی مدیریت اود مدیریت سیستم په همدی برخه کی ځانګړی مسولیت لری.

د چاپیریال پاک ساتل د هر فرد مسوولیت دی، راځئ خپل چاپېریال پاک وساتو ترڅو له هر ډول ناروغيو نه په امن کې پاتي شوو.

*************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.