د زلزلې مرکز

انجنیر زهیر

381
.
په کوم ځای کې چې زلزلې لومړی حرکت منځ ته راځي همغه ځای د زلزلې د مرکز په نامه ياديږي .
د ځمکې په دننه کې همدا مرکز د ( ايپي سنټر) او د ځمکې په سر د (هايپو سنټر) په نامه ياديږي . هر څومره چې د زلزلې څپې د مرکز نه لرې کيږي، همغومره يې سختوالی يا شدت کميږي .د زلزلې مرکز د ځمکې له مخ نه تر ٨٠٠ کيلو مترو ژوروالي پورې موقيعت لري . زلزلې د مرکز د موقيعت له مخې، په لاندې ډولونو ويشل کيږي :
_ برسېرنې ( سطحي ) زلزلې : هغه زلزلې دي چې مرکز يې د ځمکی له مخ نه تر ( ١٠) کيلومترو ژوروالي پورې وي . ددې زلزلو احساس يوازې په همغې سيمه کې محسوسيږي . د ١٩٤٤م کال کې ازبکستان د پلازمېنې تاشکند مشهوره زلزله دهمدې ډول زلزلو څخه وه چې په پايله کې د تاشکند ټول ښار دخاورو په ډيرۍ بدل شوخو ددې ښار نه بهر هيچا احساس نه کړه .
_ عادي زلزلې : ددې زلزلو مرکز د ( ١٠_ ٦٠) کيلو مترو ژوروالي پورې رسيږي .
منځنۍ زلزلې : مرکز يې د ( ٦٠ _ ٣٠٠ ) کيلو مترو په ژوروالي کې پروت وي .دا ډول زلزلې تقريبا په ټوله قاره کې احساسيږي .
ژورې زلزلې : هغه زلزلې دي چې مرکز يې د ( ٣٠٠_ ٨٠٠ ) کيلومترو په ژوروالي کې پروت وي .دا ډول زلزلې ډيرې کمې وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.