زلزله څنگه پېښږي؟ رېشتر څوک و؟

عبدالعزیز نایبي

355

د مځکې کُره له درېو برخو څخه جوړه شوېده:

۱- د مځکې اوبلنه برخه (هسته): د سانتیگراد ۶۰۰۰ درجې اوبلن مواد دي چې د لمر د سطحې د تودوخي معادل بلل کېـږي.

۲- د مځکې مټینه برخه: دا برخه له اوسپنې، مگنیزیم، کلسیم او داسې نورو تودوو او مټینو موادو څخه جوړه شوېده. څومره چې د دې برخې واټن د مځکې له هستې څخه لرې کېـږي، همغومره یې تودوخه هم کمېـږي.

۳- د مځکې کلکه برخه (جامد): دا د مځکې تر ټولو نازک پاړکی ده چې ټول زنده سري یې پر مخ ژوند کوي. د مځکې سطحه یواځې د کرې د حجم یوه سلنه برخه جوړوي. دا برخه اواره نه ده او په غیر منظم ډول یې د کُرې مخ پوښلی دی.

که چېرې وغواړو چې د مځکې کُره له هگۍ سره تشبه کړو نو د هگۍ ژیړ- هسته، سپین یې مټینه برخه او پوټکی یې کلکه برخه بللی شو.

څنگه چې ووېل شو د مځکې لاندېنۍ برخه توده ده، دغه تودوخه د دې سبب شوی دی چې مځکه د خوځون په حال کې وې. د مځکې لاندې خوځښتونه، د مځکې د سر لوېو تېـږو باندې خپل اغیز پرې باسي. د تېـږو قطعات د یو بل په خواوو کې واقع دي؛ په کومو برخو کې چې بېلې، بېلې تېـږي سره نښتي وي، هغو ته «فالت» یا د مځکې شکست وايي. کله، کله د مځکې داخلي فشارونه د دې سبب گرځي چې تېـږي ټکان وخوري او د یو بل څنگونه وسولوي – دا ټکانونه کله اُفقي او کله هم عمودي وي، کله هم په تېـږو کې نوي کسرونه پېدا کوي. د دغو خوځښتونو په نتیجه کې چې کومه انرژي د مځکې پرمخ رامنځ ته او د لړزې په ډول احساس شي، هغې ته «زلزله» وېل کېـږي.

چارلز فرانسېس رېشتر

د زلزلې د ځواک اندازه د «رېشتر» په مقیاس اندازه کېـږي. د اندازه گېرۍ دغه واحد ځکه په «رېشتر» مشهور دی چې د لومړي ځل لپاره امریکايي پوه «» د زلزلې د ځواک د معلومولو دستگاه جوړه کړې ده.

د زلزلې ځواک د رېشتر په کچه

د رېشتر له ۲ درجو ټیټه زلزله: انسان یې نه شي احساسولی، یواځې د زلزلې د ځواک د معلومولو په دستگاه کې ثبتېـږي، دا ډول زلزلې په کال کې میلیونونه ځله پېښږي.

د رېشتر ۲ تر ۳ درجو زلزله: اکثراً یې انسانان نه شي احساسولی، یواځې ځوړند شیان ډېر کم ټکان خوري. د رېشتر په کچه ۲ تر ۳ درجو پورې زلزله هر کال کابو ۳۰۰ زره وارې د مځکې په کُره کې پېښږي.

د رېشتر ۳ تر ۴ درجو زلزله: دا زلزله داسې ده لکه څوک چې په کوټه کې ناست وي او د دېوال له شا څخه یو لارۍ موټر تېر شي او هغه وښوروي. دا ډول زلزله په نړۍ کې هر کال ۴۹ زره وارې پېښږي.

د رېشتر د ۴ او ۵ درجو زلزله: اکثراً یې انسانان احساسولی شي، د کور دننه څېزونه ولړزېـږي، کړکۍ او دروازې خلاصې او پورې کېـږي، معمولا تلفات نه لري، خو هغه کسان چې وېرېدلي وي د تېښتې پرمهال زیانمنېدی شي. دا زلزله په کال کې ۶۳۰۰ زره ځله پېښږي.

د رېشتر ۵ تر ۶ درجې زلزله: ټول خلک یې احساسولی شي، د زلزلې په ټکانونو کې بکسونه او د کور دننه شیان وښورېـږي، د موټرچلونې پرمهال د موټر کنترول ستونزمن شي، زاړه او وراسته کورونه ونړېـږي. په نړۍ کې هر کال ۸۰۰ ځله پېښږي.

د رېشتر ۶ تر ۷ درجې زلزله: هغه ودانۍ چې د زلزلې په وړاندې مقاومت نه لري، رانړېږي – ځینې کلکې ودانۍ هم زیانمنېدلی شي او انساني تلفات رامنځ ته کوي.

د رېشتر د ۷ تر ۸ درجې زلزله: اغلباً یې له امله ودانۍ نړېـږي، حتی هغه کورونه چې د زلزلې په وړاندې مقاومت لري هم کېدای شي زیان وویني، انساني تلفات یې پراخ وي، د پرځېدلو ودانیو خاورې او نور ساختمانی مواد لارې بندوي او د مرستې رسونې چارې له ستونزو سره مخ کړي، انساني تلفات پکې پراخ وي. د ښاري خدماتو سیستمونه لکه د اوبو او گازو نلونه، دغه راز د برېـښنا مزي پرې شي او حتی د اورلگېدنې سبب گرځي. دا ډول زلزلې په نړۍ کې د کال ۱۸ وارې پېښېدی شي.

د رېشتر ۸ تر ۱۰ درجو زلزله: بشپـړ تخریب، پراخه وژنه او د زلزلې د سیمې د مځکې د شکل دایمي بدلون. که د زلزلې مرکز په دریاب یا سمندر کې وي، د څونامي بڼه خپلوي او شاوخوا ساحلي ښارونه له منځه وړي، دا زلزله په ندرت سره پېښېږي.

د رېشتر ۱۰ درجې زلزله: په دې کچه زوروره زلزله تراوسه پورې نه ده ثبت شوې، خو جاپاني پوهان وايي چې کېدای شي تر راتلونکو ۱۰ زرو کلونو پورې پېښه شي – که دا زلزله پېښه شي نو مځکه به د یوه ساعت لپاره ولړزیـږي او د وچو لویې برخې به تر اوبو لاندې او په بشپړ ډول له منځه ولاړې شي.

د زلزلې ژوروالی

په کوم ځای کې چې د تېـږو ټکانونه د مځکې سطحې ته ورنېـږدې وي، د مځکې دننه د زلزلې ژوروالی کم او خطر یې زیات وي. په دې اساس ممکن د رېشتر په کچه ۷ درجې یوه زلزله د مځکې دننه په ۳۰۰ کیلومتري کې هغومره زیان و نه لري، لکه د رېشتر په کچه ۵،۵ درجې یوه زلزله چې د مځکې دننه په ۱۰ کیلومتري کې پېښږي. په دې سربېره ځینې نور مسایل لکه د خاورې جنس، ښوېنده سطحې او داسې نور د زلزلې د تخریب کچه کې رول لري. د مځکې دننه د زلزلې ژوروالی په درې برخو وېشل شوی دی:

ژورې زلزلې: د مځکې له سطحې څخه له ۳۰۰ کیلومترو څخه زیات واټن لري.متوسطې زلزلې: له ۶۰ تر ۳۰۰ کیلومترو پورې د مځکې ژوره کې پېښږي.

کم عمقه زلزلې: ژوروالی یې له ۶۰ کیلومترو څخه کم وي.

د ژباړل شوي مضمون سرچینه:

(گسل و ریشتر به زبان ساده/ آثار زلزله ها به تفکیک ریشتر از ۱ تا ۱۰، تاریخ انتشار:۶/۱۰/۱۳۹۶، ویب سایت: عصر ایران)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.