د رواني روغتیا نړیوالې ورځې په پار

حنیف حیران

352

زه دا خبره ډېره کوم، چې د نورې نړۍ د ارواپوهنې ارونه (اصول) زموږ د ټولنې پر وګړو پلي کول داسې دی، لکه پر ډبره چې مېخ ټک وهي. زموږ او د نړۍ ارواپوهنه، ستونزې، ناخوالې او. . سره توپیر لري. پښتو ته په راژباړل شویو د ارواپوهنې کتابونو کې اکثر داسې کتابونه دي چې زموږ د ټولنې د وګړو رنځ ته دوا نه شي کېدای. د هرې ټولنې د وګړو ټولنیز حالتونه، ستونزې او تشویشونه سره توپیر لري.
بیا هم که څوک رواني ستونزې یا ژور خپګان لري، کولی شي ځینې ارواپوهنیز کتابونه ولولي، ځینې رودې او تمرینونه ترسره کړي.
موږ له روانو حالاتو ډېرې ګېلې کوو، چې ګواکې بېکاري او رواني ستونزې یې رازیاتې کړې. شک نشته، مګر داسې هم نه دي پکار چې لاس تر زنې ورته کینو، چې ښې ورځې خپله راباندې راشي. زما یو دوه ملګري دي پخوا یې ښې دندې درلودې، چې بېکاره شول یوه یې د کابل ښار کې د سوپ کراچۍ برابره کړه، البته سوپ یې لکه برانډ داسې مشهور شو، اوس ښې پیسې پرې ګټي او بل ملګری مې یو سوپر سټور کې دنده پر مخ وړي.
زموږ یوه ستونزه دا ده چې زده کړې یوازې د پیسو تر لاسه کولو لپاره کوو. که ډګري باندې معاش و نه مومو، نو بیا په پوهنتون او زده کړو باندې لعنت وایو. دا نه ګورو چې زده کړو تر پیسو ورهاخوا څه شي راکړي دي.
دا خبرې نن د رواني روغتیا تر ورځې پورې رایادې شوې. دا ناروغي بشپړه درملنه او ځینې لارښوونې لري چې په پای کې ناروغ ترې رغیږي، البته هغه درمل او لارښوونې عملي کول یو څو میاشتې وخت او لویه حوصله غواړي. دا حوصله خپله ناروغ، ملګري او کورنۍ یو بل ته ورکولی شي. ځینې رودې لکه پرله پسې ورزش، ټولنیزوالی که د زړه په زور هم وي، په کور یا بهر کې سالمه بوختیا، مطالعه، د خوښې فلمونه کتل، اسلامي احکام پر ځای کول، له ګوښه توب ځان ساتل او پر غوسې قابو موندل، هم زموږ د رواني ناروغیو په کنټرول کې عمده رول لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.