کرېکټ: په نوي ډهلي کې د افغانانو جشن

283

د کرېکټ د نړيوال جام سياليو په ترڅ کې افغانستان د يکشنبې په ورځ د تېر نړيوال جام ګټونکې يعني د انګلستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره تاريخ جوړ کړ. په ډهلي کې ميشت افغانان هم د دې بريا په خمار کې ډوب دي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په اړه که څه چې دا ويل کيږي چې هرې سترې لوبډلې ته د ماتې ورکولو وړتيا لري، خو هيچا هم دا تمه نه لرله چې د کرېکټ د نړيوال جام په يوه مهمه سيالۍ کې به هغه دفاعي اتل او د دې جام له پياړو لوبډلو څخه يوه ته يعني انګلستان ته د ۶۹ منډو په توپير سره ماته ورکړي.

دا بريا که له يوه اړخه د افغانستان تاريخي بريا بلل کيږي نو له بله اړخه یې د انګلستان د لوبغاړو د لوبې په اړه پوښتنې هم راولاړې کړي دي.

د کرېکټ مشهور مبصر هرشا بهوګلې، دا د افغانستان کرېکټ د تاريخ «تر ټولو لويه شيبه» وبلله. همدا شان د پاکستان د کرېکټ پخواني لوبغاړي شعيب اختر، وويل چې دا لوبډله «د نوي عصر کرېکټ کوي. دا یې په لومړيو لسو اورونو کې بيټينګ ته په کتلو سره ليدلای شئ. له دوی ډېر څه زده کيدلای شي.»

د افغانستان لوبډلې تر بريا وروسته د کرېکټ مشهورو مبصرينو هم خپلې وړاندوينو ته په تغير ورکولو پېل کړی دی او هغه نيمګړتياوې او ضعفونه یې په ګوټه کړي چې د انګلستان د ماتې باعث شول.

د هندوستان پخواني مشهور کرېکټر سچن ټندولکر د دې ماتې پړه د انګلستان پر توب وهونکو اچولې ده او د دغه لوبډلې پر سپينر يا ورو توب اچوونکو یې نیوکې کړي دي. نوموړي د افغان لوبغاړي رحمن الله ګربز، ډېره ستاينه وکړه.

د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني آلراونډر عرقان پټهان، د ټولنیزو رسنيو په يوه پوست کې ويلي دي: «افغانستانه مبارک دې شه! تاسې انګلستان په هره برخه کې شاته پريښودو ….. ګربزه تا خو ټول حيران کړل.»

په ډهلي کې د افغانانو جشن

دا لوبه د نوي ډهلي په ارون جیټلي [پخواني فيروز شاه کوټله] لوبغالي کې ترسره شوه او د افغانستان کرېکټ بورډ په ډهلي کې د سيمه ایزو افغانانو له پاره له آی سي سي څخه د ۵۰ ټکتونو غوښتنه کړې وه، خو دوی ته ور نه کړل شول. خو ځيني افغانان بيا له يوې او بلې لارې د ټکټونو په ترلاسه کولو بريالي شوي ول.

حسيب الله صديقي له دوی څخه يو دی. نوموړي دا ټکټ د رحمن الله ګربز، له وجې ترلاسه کړی وو چې د هغه د ماشومتوب ملګری دی.

انګلستان ته تر ماتې ورکولو وروسته حسیب الله صديقي، له رسنیو سره په خبرو کې وويل: «ما په مترو ريل کې د افغانستان بيرغ پورته کړی وو او موږ سندرې هم ویلې. دا په ډهلي کې د ميشتو افغانانو او په ټوله کې په بهر کې د اوسيدونکو افغانانو له پاره يوه ډېره هيجاني کوونکې موقع وه.»

حسيب الله چې غواړی په پنجابي فلمونو کې خپل ځای جوړ کړي، وويل چې «له دې بريا سره به د عامو افغانانو حوصله لوړه شي چې له ترهګرۍ سره لاس او ګريوان دي او په دې وروستيو کې زلزلې هم ځپلي دي.»

«انګریزان کله زموږ په ماتولو توانيدلي!»

د ډهلي په پوهنتون کې په زده کړو بوخت افغان محصل نظام الدين اثر، ډېر زيات خوښ دی. نوموړی چې ډېر احساساتي دی، وايي: «دا يوه تاريخي پېښه ده. انګریزانو هيڅکله افغانانو ته ماته نه ده ورکړې او اوس موږ دوی ته د لوبو په ډګر کې هم ماته ورکړه. دا يوه شانداره شيبه ده.»

په نوي ډهلي کې د افغان لوبډلې مينوال
په نوي ډهلي کې د افغان لوبډلې مينوالانځور: Money Sharma/AFP/Getty Images

د کندهار دا ۲۸ کلن اوسيدونکی له تېرو نهو کلونو راهېسې په هند کې اوسي او د هندوستان او افغانستان پر تجارتي لارو یې تحقيقي مقاله په وروستي پړاو کې ده.

د ډهلي د ژورنالیزم پوهنتون د وروستي کال محصله ندا دا بريا يوه غير عادی لاسته راوړنه بولي. نوموړې وايي: «له خپل هېواده تر وتلو وورسته دا تر ټولو ښه خبر دی چې اوریدلې مې دی. دا د هر چا له پاره، زما مطلب دی د هر افغان له پاره، يوه ډېره فاق العاده لاسته راوړنه ده. پر ټولو ننګونو سربیره زموږ لوبغاړو د انګلستان لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې خپل ځان ثابت کړ. همدا د افغانانو پيژنګلوي ده.»

دلته يوه په زړه پورې خبره دا هم ده چې د افغانستان د لوبډلې روزونکی د انګلستان پخوانی توپ وهوونکی جوناتن تروت دی.

د افغانستان لوبډلمشر حشمت الله شاهدي، د لا زياتو برياو غوښتونکی دی. نوموړي له رسنيو سره په خبرو کې وویل: «موږ له دې يوې بريا څخه مطمئن نه يو. زموږ حوصله لوړه او پر ځان باور لرو او وړتيا هم لرو. موږ مخکې ته ګورو. تر ۲۰۱۵م کال وروسته دا زموږ لومړۍ بريا ده خو دا وروستۍ نه ده.»

(جاويد اختر، نوی ډهلی) دویچه ویله

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.