نیمچه پښتانه

قاسم باز

467

۱۰/۱۶/۲۰۲۳

نن می د جناب کاندید اکادمیسین اعظم سیستانی صاحب یوه لیکنه چه د ښاغلی نصرت په نوی چاپ شوی کتاب د افغانستان ملی با وجدانه شخصیت محمد ګل خان مومند په یاداشتونو لیکل شوی وه ولوستله ډیر جالب تبصره وه.
که ریښتیا ووایو.

دومره رزالت او خیانت چی پښتنو ، پښتنو او پښتو ته کړی بل هیچ قوم او خارجی هیواد د پښتنو ټبر ته ندی کړی.

جنرال ایوب خان په خټه څوک و ، ؟ حمید ګل، رستم شاه مومند، لغاړی، قاضی حسین احمد، مولانا فضل الرحمان او اوسنی د پاکستان وزیر اعظم ( کاکړ) څوک دی. په افغانستان کی به د اوس لپاره نومونه نه اخلم پریږدم یی خپلی اصلی لیکنی ته.

دا څو کاله می زړه کیده چی د یوی مهمی موضوع څخه پرده پورته کړم ولی زیاتو دوستانو راته ویل چی اوس یی وخت ندی، پوهیږم چی اوس یی هم وخت ندی حساسیتونه را پورته کوی. ولی دا کار خپله ایمانی او وجدانی، پښتنه وظیفه بولم چی حقایق خپلو اصلی ، نه نیمچه ، پښتنو تر غوږ ور تیر کړم.

مونږ بدبخته پښتانه په خپله پښتو او پښتنو ته صدمه رسو. نن په افغانستان کی ټولو مصنوعی او تکتیکی پښتنو د امارت په اداره پسي توری د غلاف څخه رایستلی دی ، په دی ډله باتورانو کی د حزب دیموکراتیک، افغان ملت، د کرزی او غنی، نیمچه پښتانه بړیڅی شامل دی دا بیچاره ګان د یوی خوا د شمال د ټلوالی پر ضد پښتو سپر کړی ده او له بله طرفه همدا بړیڅی دی چی خپل اصیل پښتون حاکمیت تخریب کوی.

٪۹۹ تاجک، هزاره او ازبک خپل لیدر شیپ نه تخریب کوی دا مونړ نیمچه پښتانه بړیڅی یو چی دا کار کاو، یو عبدالرحمن خان غدار بولی، بل نادرخان مکار او د انګلیس نوکر معرفی کوی، بل داودخان مستبد، قدرت طلب شهزاده سرخ او دیوانه ګڼی.
د حقیقت څخه به سترګی نه پټو.
دومره پښتانه چی نورمحمد تره کی او حفیظ الله امین شهیدان کړل، نه ببرک کارمل نه ربانی نه احمدشاه مسعود نه سقاو نه عبدالعلی مزاری نه محقق نه خلیلی او نه هم عبدالرشید دوستم وژلی دی.

زه به په راتلونکی لیکنه کی چی د ۱۳۵۷ کال د شروع په اولو میاشتو کی د شهید سردار محمد داودخان ، مرحوم خان عبدالغفار خان او اجمل خټک ترمنځ څه تیر شول روشنی واچوم بیا به حق خپلو وطنوالو ته ورکړم چی خپل قضاوت وکړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.