افغان لیکوال، تاریخپوه ، شاعر اودیپلومات ارواښاد ډاکټر نجیب الله توروایانا

لطیف یاد

370

ارواښاد ډآکټر نجیب الله توروایاناد ( ۱۹۱۴ زیږدیز /میلادي کال ) دفبرورۍ دمیاشتې په ۱۴ نېټه دننګرهار ولایت په مرکز دجلال اپاد په ښار کې زیږیدلی و. دي دافغانستان دواکمن امیر دوست محمد خان دلمسیانو نه و. دده پلار محمد یونس خان نومید او دامیر حبیب الله خان دواکمنۍ په وخت کې لوړرتبه پوځی افسر و چې بیا تر هغه وروسته داعلیحضرت امان الله خان دواکمنۍ په وخت کې کابل ښاروال و.
دارواښاد ډاکټر نجیب الله توروایانا مورهاجره نومیدله چې په( اخت السراج )ملقبه وه او دامیر عبد الرحمان خان لور او دامیر حبیب الله خان خوروه.
ارواښاد ډاکټرنجیب الله توروایانا خپلې لومړنۍ زده کړې دکابل داماني په لېسه کې سرته ورسولې اوبیا دلوړو زده کړولپاره انګلینډ ته لاړ او هلته یې په حقوقواوسیاسی علومو کې خپله دکتورا واخیستله.
کله چې له انګلینډه دخپلو زده کړو تربشپړېدلو وروسته خپل هیواد ته ستون شو نو یوه موده دکابل پوهنتون دحقوقو او سیاسي علوموپه پوهنځي کې استاد و. ورپسې یې دافغانستان بهرنیو چارو په وزارت کې دنده ترلاسه کړه . بیا د دووکلونو لپاره دافغانستان دپوهنې وزیر و.دده بل ورور دکتورمحمد انس خان هم لومړي دکابل پوهنتون رئیس او بیا داعلیحضرت محمدظا هرشاه دواکمنۍ په وخت کې داطلاعاتو او کلتور وزیر و.
ارواښاد ډاکټر نجیب الله توروایانا دپوهنې وزارت وروسته په پا کستان ، هند ،انګلینډ او امریکې د افغانستان سفیر و.
ارواښاد ډاکټر نجیب الله توروایانا دفارسی او پښتو ژبو سربیره په انګریزي ، فرانسوي ، عربي اوترکي ژبو هم پوهېده.
ښاغلی ارواښاد نجیب الله توروایانا دتاریخي لیکنوسربېره ډیر لنډ ې کیسې هم لیکلي دي چې نومونه یې په لاندې ډول دي :
۱- (اوشاس) د لنډو کیسو ټولګه ده چې په ۱۳۶۶ لیږدیز/هجري کال په کابل کې چاپ شوې ده.
۲- قبه خضراء
۳-هیرمند
۴- مرګ محمود
۵- شام هري، د ښاغلي نجیب الله توروایانا د دري شعرونو ټولګه ده.
۶-اسلامیک لېټرېچر یا اسلامي مطالعات دده د اسلامي څېړنو بله ټولګه ده چې په انګرېزي ژبه لیکل شوې ده .
همداراز دده تاریخي او سیا سي کتابونه دادي :
۱-د (آریانا یا افغانستان) په نامه دافغانستان لنډ تاریخ چې په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال په کابل کې په دوه ټوکه کې چاپ شوی دی.
۲-د (سترابون و آریانا) د ښاغلي ارواښاد نجیب الله توروایانا بل اثر دی چې په ۱۳۲۴ هجري لمریز کال په کابل کې چاپ شوی دی.
۳.د (مبارزه ما در راه آزادي) د ښاغلي ارواښاد توروایانا هغه کتاب دی چې په ۱۳۳۰ هجري لمریز کال په کابل کې چاپ شوی دی.
۴-بیانات به مناسبت مذاکرات سیاسي با حکومت پاکستان، کابل، ۱۳۲۶ هجري شمسي.
ویل کیږي چې ده دافغانستان او پاکستان تر منځ دډیورنډپر کرښه دپاکستان دمشر محمد علي جناح سره یوې سیاسي پریکړې ته رسیدلي وچې پاکستان به دافغانستان دلاسه وتلې سیمې بېرته دافغانستان په واک کې ورکوي چې بیا دافغانستان دوخت حکومت دده دپلانونو سره مخالفت څرګند کړ او دی دافغانستان له حکومته خواشینی او خپه شواو امریکې ته لاړ او هلته یې په پو هنتون کې تدریس کاوه.
باید زیاته کړم چې توروایانا په لرغوني افغانستان کې دیوه پښتون واکمن نوم و چې معنا یې توریالي یا تورزن دی ، نو ځکه ده دغه تخلص پر ځان ایښودلی و.
په پای کې دغه علمي شخصیت د ۱۹۶۵ زیږدیز کال داګست دمیاشتې په دویمه نېټه دامریکې دمتحده ایالتونودنیوجرسی په ښار کې له دې فاني نړۍ نه دتل لپاره سترګې پټې کړې .
اروا دې یې ښاده وي !

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.