لعل شهباز قلندر څوک و؟

ډاکتر لطیف یاد

181
——————————
صوفیانو د هند په نیمه وچه ( بر صغیر) کې داسلام دسپيڅلي دین د خپریدو لپاره دسوله ایزې اوښو اخلاقو له لارې ډیرې لاسته راوړنې درلودلې دي ، په دغو صوفیانو کې حضرت معین الدین اجمیري چې په خواجه غریب نوازاو اجمیري سره شهرت لري ، سترپښتون صوفي حضرت قطب الا قطاب خواجه قطب الدین بختیار کاکی ، نصیرالدین چراغ دهلي ، باقي باالله کابلي ، حضرت نظام الدین اولیاء ، شیخ فریدالدین ګنجشکر،سید ابوالحسن علی بن عثمان الجلابی الہجویری مشهور په داتا ګنج، شیخ بهآ ءالدین زکریا ملتانی، شیخ بوعلي شاه قلندر پاني پتي او نوروسترو صوفیانو نو مونه اخیستلی شو.
دغو صوفیانو د هند په ټولنه کې د مسلمانانو او هندوانو تر مینځ دزیات درناوي نه برخمن دي ، خکه همدغو صوفیانو د هند په نیمه وچه کې دولسونو ترمینځ دروغې جوړې تبلیغ کاوه او دهرډول تعصباتوپر خلاف یې مبارزه کوله . دوی، دتصوف ، شاعرۍ ، سماع او موسیقۍ له لارې خلکوته دیووالي او ورورګلوۍ درسونه ورکول.په دغو صوفیانو کې یوهم لعل شهباز قلندر و.
د لعل شهباز قلندر اصلي نوم سید عثمان مروندي دی چې دچشتیه طریقې له پیروانو نه و چې د وخت دنورو سترو صوفیانو شیخ بهاء الدین زکریا ملتاني، شیخ فریدالدین ګنجشکر، شیخ جلا ل الدین بخاري او معین الدین چشتي اجمیري معاصرو.
نوموړی په یوه روایت د آذریایجان په مروند او دځینو په قول دافغانستان په هرات کې په ۱۱۷۷ زیږدیز / میلا دي کا ل کې زیږیدلی دی او کله چې چنګیزیانو پر افغانستان ، منځنۍ ایشیا او ایران خپل یرغلونه پیل کړل نودی هم مجبور شو چې دهند نیمې وچې ته راشی او په ملتان کې میشته شي . ده په تصوف او سیر او سلوک کې لوی لاس درلود او هم یې په صرف او نحوه کې ډیر کتابونه کښلي دي او هم د پارسي ژبې ښه شاعر و .
داسې ویل کیږي چې ده ته ځکه لال شهباز قلندر ویل کیدل چې سره څیره یې درلودله او هم به یې سرې جامې اغوستلې .
د هند ، بنګله دیش او پاکستان ډیرو مشهورو ښځینه او نارینه سندرغاړو دده په ستاینه کې قوالۍ ویلي دي چې په دغو سندرغاړو کې د نورجهان، نصرت فتح علي خان، عابده پروین ، صابري ورونه ، شنکر احسان، میکا سینګ، ریشمن او رونا لیلا نومونه دیادونې وړدي .
لال شهباز قلندر په ۱۲۷۴ زیږدیز کال دپاکستان په سند کې مړشوی دی او دده مزار دسند دسیهون په ښارکې دی چې هرکال د شعبان په میاشت کې دده عرس ترسره کیږي او ډیر شمیر خلک د ده مزارته ورځي.
داهم دده دپارسي ژبې دیوه شعربیلګه :
ز عشق دوست هر ساعت، درون نار مي رقصم
گهي بر خاك مي غلطم، گهي بر خار مي رقصم
شدم بدنام در عشقش، بيا اي پارسا اكنون
نمي ترسم ز رسوايي، به هر بازار مي رقصم
بيا جانا تماشا كن كه در انبوه جانبازان
به صد سامان رسوايي ، سر بازار مي رقصم
خلايق گركند درمن ملامت، زين سبب هر دم
مگر نازم بر اين ذوقي كه پيش يار مي رقصم
مرا خلقي همي گويد، گدا چندين چه ميرقصي؟
به دل داريم اسراري ، از آن اسرار مي رقصم
منم عثمان مروندي كه يار خواجه منصورم
ملامت مي كند خلقي که من بردار مي رقصم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.