ساینس او طب د شعور، عاطفې او احساس په شان رواني ښکارندوی ته څه ځواب لري؟

محمد عیسی

344

د پاکستان په وړاندې د کرکیټ په بريا زما په شمول هر افغان د زړه له تله خوشاله شول. دغه خوشالي څنګه رامنځته کيږي؟ ایا په زړه کې وي که په ملزغو کې ؟

که څه هم تر اوسه پورې د احساس، عواطفو، اخلاقو، خوي او په ټول کې د شعور په هکله ډېر څه نه دي برسېره شوي خو دا خبره بیخي روښانه ده چې شعور،فهم، درک او احساس ټول د مازغو د فعاليت له برکته دی. طبیعي خبره ده چې د بدن نور غړي او په تېره بيا هورمونونه ورسره مرسته کوي خو اصلي کیسه په مازغو کې وي.

شته ډېر کسان په نړۍ کې چې نرم ، مهربانه او خواخوږي انسانان وي خو د مازغو د ګوزار، نارړغیو او نورو ستونزو له امله همدغه کس په خشن، بې رحمه او ظالم کس بدلېږي.

د ناروې د برګن ښار پوهنتون هر کال په دسمبر کې پر یوې مهمې علمي مسلې د بحث او مفاهمې غونډه جوړوي. دغه علمي غونډه د ميتافزیک او منطق د پروفیسور لودویک هولبرګ (۱۷۵۴ کې مړ) په یاد د هولبرګ د کميټې له لوري جوړيږي.

سږکال په دغه بحث کې د اوسني وخت پر یوې مهمې علمي پوښتنې .

د غونډې په بلنليک کې ويل شوي:

ایا شعور د انسان په مازغو کې دی؟

بریتانوی نیورولوګ انيل ست، څيړانده او اروا پوهه تانيا لوهارمن او د شعور او ذهن په هکله د مستندو فیلمونو جوړونکی روبرت شلدراک به پر خبرې کوي چې شعور د مازغو په کومې برخې کې پروت دی؟ روح او شعور يو دي؟ ايا شعور له مرګ سره ختميږي که د يوې انرژۍ په توګه پاتې کيږي؟ دا چې په دې غونډه کې به څه وويل شي حتمن ېې ځینې برخې له تاسو سره شریکوم خو شعور څه شی دی:

شعور د ځان او شاوخوا نړۍ درک او احساس دی .په انګلیسي کې ورته د (Consciousness,Awreness، په ناروېژي کې (Bevissthet), په عربي کې (الواعی) او په فارسی کې خوداګاهی او هشیاري توري کاريدلي . په پښتو کې ډېر ځله ممکن نور توري هم ورته وکارول شي لکه فهم،ادراک او داسې نور خو سمه پښتو به ېې شعور وبولو. ساینس ټول شیان په شعور کې خلاصه کړي د ساینس د منطق په اساس د مازغو په مړينې سره شعور، فهم درک او بل هر ډول خیال او احساس ختم شي. ساینس د روح نامه هم کوم شی نه مني او هر څه په مازغو کې خلاصه کوي . ساینس وايي هر څه په مازغو کې دي او د مازغو له مرګ سره شعور،هوش او فهم هر څه په ټپه دريږي.

همدا اوس چې دغه توري لولې نو تورې کرښې پر سپین سکرین ګورې او د لغاتونو په معنی هم پوهیږې

خو مونږ په دغه بحث کې روح نه راګډوو. روح معنوي او دیني اړخ لري، ښايی له همدې امله عربان شعور ته الوعی او اروا ته روح وايي.

په دغه بحث کې به ېوازې له عصبي او ساینسي اړخه په شعور وغږيږو .

که څه هم تر اوسه پورې ساینس په دې هکله قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی چې شعور د مازغو په کومه برخه کې پروت دی خو په وروستيو کلونو کې د مصنوعي ځیرکتیا په ودې سره د شعور، معنویاتو او روانی حالاتو په هکله هم ګڼې پوښتنې پید شوي دي.

البته زه فکر نه کوم چې په دې هکله پرمختګ او بحث به له دین سره په ټکر کې ؤی، ساینس شعور د کیمیاوی او عصبی تعاملاتو زیږنده بولي .

په دې معنی هغه څه چې د مازغو د عصبی جوړښت او کیماوی تعاملاتو په اساس بڼه خپلوي شعور دی ځکه په مرګ سره هر څه تیاره شي او دغه ټول فعالیتونه په ټپه ودريږي

د دین او معنویت په بنسټ انسان تر جسم ور هاخوا يو ذات دی. داسې ذات چې معنوی اړخ ېې ډېر مذبوت دی. خودساینس له نظره دا هر څه یوازې عصبی حجرې او عصبي پیوندونه یا ساینپسونه دي.

بریټانوی فزیکپوه او بیولوجیست فرانسیس کریک وايی انسان د نیورونونو له یوې ټولګې پرته بل څه نه دی . خو ځینې کسان وايي دغسې ساېنسي نظرېې د انسان ارزښت راټیټوي او له اخلاقي او معنوي پلوه انسان د تباهۍ لور ته بیایي. البته له ساینسي پلوه هم ځکه په دې برخه کې پرمختګ ټکنی دی چې له اخلاقي پلوه ورته خنډونه پیدا کيږي.

کريک واي دانسان مازغه د تجربو یوې لوېې کارخانې ته ورته دی چې یو بیلیون کاریګر (عصبي حجرې) لري. دغه یو بیلیونه کارګر د وصل سل بیلیونه غوټې (ساینپسونه) لري.

خیال، مینه، ویره، منطق خوشالی، غم ، کرکه، او نور هر څه د همدغې لوېې کارخانې د کارګرانو (عصبی حجرو) او عصبی غوټو د یا ساینپسونو د ګډ کار نتیجه ده.

دلته یوه باریکي شته چې باید پام ورته وشي څومره چې دغه عصبي لارې ډېرې فعاله وي همدومره به د انسان شعور، احساس او عاطف پیوړې وي د بدن د بل هر غړي په شان عصبی حجرې او ملزغه خم تریننګ ، ښه خوراک ته اړتیا لري.

شعور سبجیکتیف او شخصي ښکارنده ده ،له تا پرته بل هيڅوک تا او ستا احساس او عاطفه نه شي درک کولی.

شعور یعنې زه بیداره یم او زه په خپلې دنياګۍ کې ژوند کوم دا چې زه فکر کوم، نوی شی زده کوم تجربې په یاد ساتم او هر ډول حرکات او کړه وړه تر سره کوم ټول دغه کارونه د مازغو په مخمینۍ برخه (Frontallapp) کې چې تر تندي شاته پرته ده تر سره کېږي.

په حقیقت کې د شعود او درک یا ذکاوت تر منځ په هر شي کې یو ډول ذاتي ذکاوت او درک پروت دی. په دې معنی لکه چې په کونتوم فزیک کې ویل کېږي هر هغه شی چې حجم لري د احتمالي څپو یو اغېز هم لري .

نو زیاتره پوهان دا خبره هم نه ردوي چې د فزيکي او کیمیاوي تعاملاتو تر څنګ د کونتم فزیک او د مازغو شا و خوا څپې هم نه شو ردولی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.