سردار کیږه مه، د بابا له محضره، د ژواک خاطره

محمد داؤد مومند

277

کله چی محمد ګل بابا، جرمنیانو په سروبی کی له روغتون څخه رخصت کړ، نو دی ننګرهار ته ولاړ او په ننګرهار کی د خپل یوه دوست د حبیب خان په کور کی دیره شو.

(بابا په ننګرهار کی خپل کور ندرلود- مومند).

زه دده پر پښتوالی ډیر مین وم، خکه چی په لمړی ځل ، ما په کندهار کی عریضه نوشته کوله، نو عریضه لیکونکی په پښتو نوشته کړه. زما پښتو نه وه زده، ورته می وویل چی عریضه را نوشته کړه، عریضه لیکونکی وویل دغه عریضه ده، په پښتو ژبه ده.

وزیر بابا امر کړی دی، هیڅ شی به بی له پښتو په بله ژبه نشی لیکل کیدای.

د پښتونولۍ سره د بابا داسی مینی زه دیته مجبور کړم چی له کابل څخه د (لته بند) له لیاری (د نرنګ) کلی ته، چی هلته بابا د خپل دوست په کور کی اوسیده ورشم.

د بیسودو پل  نه وه جوړ شوی نو به جاله کی راغلم.

وزیر بابا چی زه ولیدم، وی ویل: (زه د دی سړی په تندی کی دا لیکنه وینم چی دی به د پښتو ژبی ډیر خدمت وکړی. نو زه یی په غیږ کی ونیولم، نو بیا یی وویل:«سردار کیږه مه» د پښتو ژبی خدمتګار شه، او دا خبره می هیره نکړی چی فلکلور ته مخه کړه، ټول کارونه په فولکلور کې وی.

ما ورته وویل: چی بابا زه ستا دا قول او وعده سر ته رسوم.

بابا وویل«حبیبی، خادم، جرار او داسی نور می پښتانه کړل او د پښتو د خدمت دپاره می وګمارل، ته یی هم ملګری شه چی پری یی ږدی.»

ما دده لاسونه مچ کړل او ده په سرمچو کړم او له هغی وعدی وروسته، دا دی پنځوس کاله کیږی چی خپل خدمت ته دوام ورکوم.

کله چی وزیر بابا په کال ۱۹۵۵ د لویی جرګی مشر وُ، نو ده افغانستان د غرب د غلامۍ نه خلاص کړ، ځکه چی تر دغه وخته پوری شاهی کورنۍ د غربیانو له مرستی پرته هيڅ نشو کولای، خو مومند بابا د لویی جرګی طزحه داسی پيش کړه چی افغانستان کولای شی له هر مملکت سره، چی وغواړی، روابط ټینګ کړی او کومه ګته چی د افغان ملت ډپاره تری حاصلیږی ، هغه به حاصله کړی.

همدا نظر وه چی افغانستان د غیرو منسلکو ملکونو په ډله کی وشمیرل شو او تر هغه وخته دی حالت ادامه درلوده چی د خلکو دیمکراتیک ګوند قدرت تر لاسه کړ.

تر دی دمخه افغانستان، د وزیر بابا توصیه عملی کړیوه.

تذکر: مرحوم «محمد دین ژواک» یکی از ادباء و نویسندګان ولایت بزرګ کندهار و یکی از اعضاء حرکت ویښ زلمیان تحت رهبری مرحوم محمد رسول خان پښتون بود.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.