ځانمرګی ناول) مې ولوست)

محمد یوسف آرین

325

ځانمرګی ناول چې لیکوال يې ډاکتر محب الله زغم دی، په پښتو ژبه یې لیکلی او په لومړي ځل په 1388 ل.ل کال چاپ شوی دی.
ددي ناول اصلي کرکټر عبدالستار دی، دی په ماشومتوب کې په یوه کمپ کې وي، دوی له کلي څخه راغلي او په کمپ کې اوسیږي.

ځکه د دوی په کلي کې جنگونه او بې امنیتې وه پلار یې هم امریکایانو شهید کړی وو.
په کمپ کې دی له کونډې مور سره یې، او بیا یې اکا او د اکا ښځه دوی ته راشي او بیا له دوی سره هغه هم په کمپ کې پاتې شي، وروسته بیا کلي ته ځي او هلته اوسیږي.

له ده سره یې مور، نیکه، اکا، د اکا ښځه په کلي کې یې،دی یې په نیکه ګران وي او ورسره خوشحاله یې، خو کله یې چې نیکه وفات شي دی غمجن شي، او اکا یې هم سم چلند نه ورسره کوي.

ځکه چې داکا یې هم زوی پیداشوی یې، او اکا یې خپل زوی ته مېنه ورکوي او له ده سره یې عقده پیداکیږې، اکا او داکا ښځه یې له ده او دده له مور سره بدچلند کوي.
وروسته دی دکلي په جومات کې له امام څخه سبقان وایې، او بیا یوه ورځ دی او نور ملگري یې په جومات کې سبقان وایې چې یو شیخ صیب راسي او دده له استاد سره غږیږې.
او یوه اونۍ وروسته هغه شیخ صیب بیا راشي، دی له هغه سره کوټه(کویټه) ته ځي، او هلته یوه مدرسه کې سبقان وایې، په هغې مدرسه کې یو ښه ملگری عبدالهادي او یو مهربانه استاد پیداکوي، او بیا له هغه ځایه دی او عبدالهادي وزیرستان او میرانشا ته ځي هلته یوه مدرسه کې سبقان وایې.

بیا دی دهراوت ته ځي هلته له مجاهدینو سره یوځای کیږي او په امریکایانو  بریدونه کوي، هغوی ته کمینونه نیسي او ورسره جنګیږي. دی له امریکایانو او غلامانو څخه یې سخته کرکه لري.
ځکه چې هغوی دی دي حالت ته رارسولی دی. پلار یې ورته شهید کړو، د ده کور او کلی یې ورته وران کړي وه.
کېسه دلته نه ختمېږې، بلکي جریان لري…

تلوسه: په ناول کې د تلوسې شدت معمولاً په دریو برخوکې وې(د ناول په سرکې، د ناول په منځ کې او د ناول په پای کې).

او د دي ناول په ټولو برخوکې تلوسه شته، او دا تلوسه ده چې په سړي څو څپرکي ناول لولي.

مثال: سترګې مې درنې وې، لکه سره گنډلې چې وي، یو څه زورمې وکړ سترګې مې سره نیم کښې شوې، له چپ لوري تته رڼا راښکاره شوه سرته مې یوشی لکه سیوری چورلیده، سترګې مې پټې کړې سترغلو باندي مې زور وکړ بیرته مې سترګې وغړولې.
داځل مې په چت پوري ځړیدلې پکه سهې کړه چې څرخیده، خو لکه دپلاستیک له شا څخه چې ورته ګوري، دکوم شي غږ مې اوریده چې چونګ چونګ یې کاوو.
ورسره مې د چا خرهار او زګیروي هم واوریدل. ځان رانه هیروه، زه څوک یم؟ داکوم ځای ده؟
لکه له درانه خوبه چې راویښ شي په هیڅ نه پوهیدم ستړی وم، لاسونه مې درانه وه زور مې وکړ پر مړوند مې دردشو، سرمې نوکی پورته کړ دڅنګل په رګ پوري مې یو نری پیپ بندوه…

دا سړی څوک دی؟ چیرته راوړل شوی؟ ولئ په داسي حال کې ده؟… داپوښتنې سړی دیته لیواله کوي چې دځواب لپاره دکتاب نورې پاڼې هم واړوي.

منظرکشې یا صحنه انځورونه: ددي ناول صحنه انځورونه ډیره ښه ده.

مثال: بیا مې سترګې پرانیستلې په سپینو جامو کښې شنه خولۍ پر سر، یوه سپینه نجلۍ، ګیلاس په لاس سرته مې ولاړه وه، دهغۍ له لاسه مې په سر باندې ګیلاس پورې وواهه.
په لوړ اواز مې وویل ځغله بې شرمې! کړنګ سو، ګیلاس ولوېد. هغه په تلوار سره دوه گامه شاته سوه.

او د منظرکشې بل مثال: د حوض په ګردو دیوالونو پورې د اوبو شرشرې لګیدلې وې او په منځ کښي یې لویې ګردې ډبرې ایښوول سوې وې.
د ډبرو سرونه توربخوني وو؛ خو هغه ځایونه یې چې تر اوبو لاندي پټ وو، سپینچکي وه. موږ د حوض په شاوخواکښې ګرځیدلو، چې ستړي به سوه د ګلابو او سرو او ژېړو مرسلو په منځ کښې پر چوکېو کښیناستلو.
د مازدیګر نری شمال د شرشرو په منځ کښې تیریده او د اوبو خوږ بوی یې تر موږ رارساوه. گلان د درختې دزرغونو پاڼو په منځ کښې ځلیدل…

او د ناول ډيالوګونه د کرکټرونو له حالتونو سره برابر راخيستل شوي او ښه والی يې دا دی چې ډېر لنډ دي.

د دي ناول کیسه د لومړي شخص دلید له زاویې بیان شوې، هغه داسې چې د ناول اصلي کرکټر په خپله ژبه کیسه بیانوې او ناول دلومړي شخص یا متکلم له لیده بیانېږي.

مثال: ما غوښتل ځان پټاو کړم او د فیوز په بټن پسي مې جیبونه لټول، امریکایې پیره دار راباندې پوه سوی وو، زه یې ویشتلی وم. مرمۍ زما دچپ ورانه به هډوکي مښتې وه. ګومان کوم چې په مرمۍ کښې به کومه دوا وه، چې زه یې سم له واري بیسده کړی وم. زه د لوکس سرویس په دویم پوړ کښې بستر وم، د امنیت شعبه هم په همدې ځای کښې زما کوټې ته مخامخ وه…

بل مثال: زما په شیانو به یې کار لارو. ما به د ژاولو او بیسکوټو کاغذان، چې هلکانو به ایسته غورځول، راټولول او په کور کښې به مې تر لیمڅي لاندی پټول. پردې کاغذونو به ښکلي عکسونه وو. تورکي زما کاغذان څېرل او ما به ورته څپېړې ورکولې. هر ځل به دهغه مور راغله او زه به یې ووهلم. موریې د غوا په شان غټه وه. ما په زړه کښې توره بلا بلله…

د دي ناول په اړه یو لنډ نظر:
د دي ناول کیسه ډیره خوندوره او جذابه ده، لیکوال له کلیشو او سولیدلو الفاظو ځان ساتلی ده پکي.
لیکنه یې ساده او معیارې ده، صحنې یې ښې انځور کړې دې، تلوسه لري.

کرکټر کښنه یې د ستاینې وړ ده، ليکوال هر کرکټر له خپل حالت سره سم اخيستی او انځور کړی دی.
د ناول پېښې يو له بل سره تړلې، کرکټرونه يې داسې انځور کړي چې موږ يې پر رښتينولى هيڅ شک نه شو کولای…

خو ناول ځیني منفې نقاط هم لري. لکه یو دوه یې چې ما راخېستي.
په دې ناول کې د ځينو هغو کلماتو کارول چې په تلفظ او لیکلو کې يو شان راځي، لکه د تلاش کلمه چې دلته (تلاښ) ليکل شوی.
همدارنګه په دې ناول کې چې اتل يو هلمندی دی او د هماغې سیمې پېښې بيانوي د کارېدونکو شیانو د نومونو ناسم کارول،لکه: په جنوبي سيمو کې خلک واسکټ صدرۍ بولي، خو دلته واسکټ راغلی دی.
او همداسې ځینې نورې منفې نقطې هم لري.
ځکه هرشی نه پوره ښه دي اونه هم پوره بد.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.