یو ځل بیا مطیع‌الله ویسا، خو دا ځل ازاد

پوهندوی آصف بهاند

251

د دې کرښو په پیل کې غواړم ووایم چې: له زندان څخه د قلم لار ټولنې مشر مطیع الله ویسا په راخوشې کېدو داسې خوښ یم لکه د خپلې کورنۍ غړی مې چې وي. هسې هم د نوي نسل د روزلو، د تړلو ښوونځیو د پرانستلو، د مطالعې د عامولو او د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانستلو په کار کې موږ د یوه فکر لرونکي او د یوې لارې لارویان یو؛ خو زه یې په ښکاره وایم چې د افغانستان د نوي نسل د روزلو د درانه مسوؤلیت په برخه کې هغومره چې مطیع‌الله ویسا کار کړی دی، ساری به یې هېڅ نه وي لیدل شوی.

نن (۲۶/۱۰/۲۰۲۳) په یوه سفر روان وم چې د معارف او وطن د خدمتگار ښاغلي مطیع‌الله ویسا د ازادۍ خبر مې ولوست، ډېر څه مې د ککرې له تاخانو څخه سر راپورته کړ چې وېلیکم، خو د لیکلو وسایل مې په واک کې نه و، څنگه چې خپل ټاکلي ځای ته ورسېدم، نو مې د ویسا صاحب د ازادۍ پر خبر باندې ځان یقیني کړ، وروسته ترهغه مې د دې کرښو په لیکلو پیل وکړ.

د مطیع‌الله ویسا د ازادۍ زېری مې په ټولنیزو شبکو کې ولوست، خو کله مې چې بي‌بي‌سي پښتو پاڼه پرانستله، هلته داسې لیکل شوي وو:

«د قلم لار ټولنې مشر او د نجونو د زدکړې فعال مطیع الله ویسا د طالبانو له زندانه ازاد شو. د هغه ورور عطاء الله ویسا بي بي سي ته وویل چې هغه د طالبانو ادارې د استخباراتو په زندان کې له ۷میاشتو تېرولو وروسته نن پنجشنبه (اکتوبر۲۶مه) ماسپښین په کابل کې ازاد شو.

عطاء الله ویسا وویل ورور یې د محکمې له پرېکړه وروسته ازاد شو او په زندان کې اووه میاشتې یې د هغه په حق کې کافي وبللې. نږدې یوه میاشت وړاندې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو چې مطیع الله ویسا دوسیه محکمې ته استول شوې ده.

د نوموړي په حق کې د طالبانو د محکمې د پرېکړې جزئیات لا نه دي په ډاګه شوي، خو وړاندې طالبانو ویلي وو چې هغه “خپلسري فعالیتونه” کول او “د نظام ضد هڅونې” یې درلودې، ځکه ونیول شو…»

د ۲۰۲۳ ام کال د مارچ په اته‌ویشتمه د مطیع‌الله ویسا د نیول کېدو خبر میډیا خپور کړ، دې خبر پورې اړوند غبرگونونه زښت ډېر او تند و، خو تر څو ورځو وروسته یې څپه لکه تل په ارامېدو او ورکېدو شوه. خو د ویسا د زنداني کې نه بیا تر راخوشې کېدو پورې داسې خلک او مؤسسې هم وې چې د مطیع‌الله ویسا د ازادۍ غږ یې جگاوه او ورکېدو ته یې نه پرېښود.

د مطیع‌الله ویسا له نیول کېدو نه وروسته، د نوي نسل د روزلو د نهضت د یوه همکار په توگه ما د ده د راخوشې کېدو په پار ما خپل غږ جگ کړ او دوې مقالې مې خپرې کړې:

 ــ خدمتگاران په زندان کې، قاتلین او خایٔنان په گلستان کې،

 ــ د مطیع‌الله ویسا د بند کیسه اوږده شوه (د خلکو راتلونکې په تیارو کې که په رڼا کې؟)

د لومړۍ مقالې په یوه برخه کې ما داسې لیکلي وو:

«نن (۲۸/۰۳/۲۰۲۳) میډیا خبر ورکوي چې د تعلیم د برخې سرسپارلی سرتېری او قهرمان، د قلملار ټولنې مشر مطیع الله ویسا یې توقیف کړی دی…

ټول ولس او ټولو نړیوالو ته مالومه ده چې د مطیع الله ویسا د فعالیتونو موخه څه ده. ده یو ځل په ډېرو لنډو جملو کې خپل هدف داسې څرگند کړی و:

«راځۍ تعلیمي انقلاب راولو،

د هیواد د ټولو ستونزو د حل لاره یوازی تعلیم دی،

راځئ هر افغان ماشوم د ښوونځي خاوند کړو، ترڅو د هیواد او ولس آینده وژغورو.»

کتاب ویشل، د کتابتونونو جوړول، د ښوونځي زدکونکو ته د قرطاسیه او بکسې رسول، هغو ته د زدکړو زمینه برابرول او تر ټولو ستر ارمان دا چې د ټول افغانستان باسواده کېدل، د دې کارونو کوم ځای منفي اړخ او منفي پاینټ لري چې دی زندان ته لېـږل کېـږي؟

… زه په دې عقیده یم چې د نوي نسل سمه روزنه، د ژوند نیالګي ته اوبه ورکول دي. که نوی نسل په علمي ډول، د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره سم و نه روزل شي، د ژوند چینه او د راتلونکي نسل ونه مو وچه وګڼئ!

د معارف په برخه کې د مطیع الله ویسا او د قلملار ټولنې د فعالیتونو یوه موخه هم همدغه پاسني اصل ته کار کول دي او دا د نوي نسل په روزلو او د وطن په ابادۍ کې هغه بنسټیز عمل دی چې مطیع الله ویسا تل کار ورته کړی دی، دی نو اوس د څه په وجه توقیف او زندان ته لېـږدول کېـږي؟»

د مطیع‌الله ویسا له توقیف نه پنځوس ورځې وروسته ما بیا غږ جگ کړ او د «د مطیع‌الله ویسا د بند کیسه اوږده شوه (د خلکو راتلونکې په تیارو کې که په رڼا کې؟)» ترسرلیک لاندې مې بله مقاله ولیکله چې یو شمېر هېرجنو خلکو ته ورپه یاد کړم چې د معارف یو خدمتگار او د نوي نسل د روزلو یو سرسپارلی سپاهي به ترڅو پورې په بې برخلیک ډول په بند کې پروت وي؟

د یادې مقالې په یوه برخه کې ما داسې لیکلي وو:

« د مطیع‌الله ویسا د بند کیسه اوږده شوه، ده د تړلو ښوونځیو د پرانستلو لپاره هلې‌ځلې کولې، خو واکدارانو د زندان تیارو ته ولېـږه.

ځینې خلک داسې فکر کوي چې د افغانستان خلک نا شکره او ناسپاسه دي او هرڅه ژر هېروي او د همدې هېرولو د پالیسۍ په دایره کې د مطیع‌الله ویسا د زنداني کېدو قضیه هم د خلکو هېره شوې ده، خو زه داسې فکر کوم چې خبره به دغسې نه وي، د عامو خلکو څه له لاسه کېـږي، که څه ووایي او خپل نظر څرگند کړي، ښايي په خوله ووهل شي، خو کوردننه او بهر شته داسې خلک چې مطیع‌الله ویسا یې نه دی هېر، د هغه د خلاصون له پاره یې غږ جگ کړی دی او خپل نظریات یې څرگند کړي دي، خو له بده‌شامته چې نوي واکداران په خپل دریځ او پالیسۍ باندې کلک ولاړ دي، نه د خپلو مني او نه هم د پردیو څه اوري…»

د مطیع الله ویسا د بند په اعتراض او د راخوشې کېدو په موخه یې د افغانانو تر څنگ، ځینو بهرنیو مهمو اشخاصو او مؤسسو هم خپل غږ جگ کړی دی، چې د ساري په ډول د نامتو فلمي لوبغاړې او د بشري حقونو فعالې انجلینا جولي نوم د ځانگړې پاملرنې وړ دی. انجیلینا جولي د تعلیم مبارز مطیع الله وېسا ته د مېنې، همدردۍ او امیدونو یو ډک خط لیکلی، دا یې د لیک متن دی:

«ګران مطیع الله ویسا،

زه د افغانستان د ډېرو خواخوږو ملګرو د ډلي څخه یوه یم، چې ستاسي د نیول کېدو خبر مي په ډېر حیرانتیا سره ترلاسه کړ.

زه پوهیږم چې تاسو د خپل ژوند تر یوه لسیزه زیات وخت د افغان ماشومانو سره په ځانګړې توګه په کلیوالو سیمو کې، کتابونو ته د لاسرسي او ښوونځي ته د تګ لپاره د وسایلو او فرصتونو د برابرولو لپاره وقف کړې دی. زه خبره یم چې تاسو د خپل پلار هغه فکري لارې ته ادامه ورکوئ چې د افغان ماشومانو په استازیتوب ورته کار کولو له هیلو سره وفات شو.

ستاسو په څیر زه د افغانستان د ځوانانو د بې حده ظرفیت او ستاسو د کلتور د بډاینې په اړه پوهیږم .چې افغان ماشومان او ځوانان د خپل هیواد او نړۍ په راتلونکي کې څومره ونډه لرلای شي ستاسو په څیر زه د یوې داسې ورځې خوب وینم چې د افغانستان هر ماشوم وکولای شي ښوونځي او پوهنتون ته ولاړ شي او په یوه سوله ییزه افغانستان کې چې په هره برخه کې سوکاله وي، په آزاده توګه ونډه واخلي.

ما ته تر اوسه دا چانس نه ده برابر شوی چي تاسې د نږدي وګورم، مګر زه هیله لرم چي په نږدې راتلوکي کې دي وګورم. زه هیله لرم چې کابل ته راستنه شم او له تاسو او ستاسو کورنۍ، ستاسو ملګرو او همکارانو سره یوځای ناسته ولرم چې د افغان ماشومانو سره د هغوی د وړتیاوو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړو.

د ټولو هغه کسانو سره یوځای چې ستاسو د خلاصون او د نجونو لپاره د زده کړې په اړه د ټولو بندیزونو لرې کولو غوښتنه کوي یوځای خپل اواز پورته کوم تر څو تاسې ېېرته د دې جوګه شئ چې خپل مهم کار ته دوام ورکړئ.

د افغانستان په زندانونو کې ښوونکي، خبریالان او د بشري حقونو مدافعین ځای نه لري. تاسو او د مدني حقونو ټول هغه فعالان چې پرته له کوم تور په زندان کې ساتل شوي یاست، ځای مو ستاسو پخپله په ټولنه کې ده، چیرته چې تاسو د افغانانو لپاره ډیر ښه کارکوي.

زه له تاسو څخه د هر هغه څه لپاره مننه کوم چې تاسو یې کړي او یا یې کولو ته دوام ورکوي، زه هیله لرم چې د هرې افغانې نجلۍ او هلک لپاره تعلیم ته د مساوي لاسرسۍ ملاتړ وکړل شي.

مهرباني وکړئ پوه شئ چې تاسو هیر شوی نه یاست. لکه څنګه چې متل دی، “هره توره شپه په رڼا سهار پای ته رسیږی. “

په درنښت او یووالی په هیله.

انجیلینا جولي.

۱۵ اګست ۲۰۲۳»

 په هرډول چې و، د مطیع‌الله ویسا بندېکېدل، د افغانستان د معارف او د تعلیم پلویانو له‌پاره یوه غمیزه وه او د پوهنې د عامولو له ډگره د ده غایبول یوه لویه تشه وه. د مطیع‌الله ویسا ازادېدل او د خپلې کورنۍ تودې غېـږې ته بېرته ورگرځېدل، د ټولو لپاره لویه خوشحالي گڼل کېـږي. هیله ده چې مطیع‌الله ویسا د پخوا په څېر بېرته د تعلیم د عامولو او د نوي نسل د روزلو فعالیتونو ته راوگرځي او ترپخوا لا ډېر او په جدیت سره خپل انساني او وطني کارونه پیل کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.