مسلمان گاونډیان، یزیدي چمونه

آصف بهاند

265

ما باندې وطن کې د ځوزانو بړستن واچوئ

زه پـردي وطن د ورېښمو کمپل نـه غــواړم

(آصف بهاند)

«بس دی، زه پوه شوم چې اسلامیت او انسانیت څه معنی.»

 

«د پنځوس‌کلن تاریخ ژوندی کتاب:

هغه درد، غم، ناهیلي، بې‌چاره‌ګي، بې‌کوري، بې‌وطني…چې په دې معصوم‌انسان کې راټول دي، ټولو قاتلو ایډیولوژیو-ذهني‌باورونو فصل ورسوزوي!

د دنیا/دین، ګټلو قوماندانانو-فاتحانو، د ټنډو او اوږو د برم‌وشوکت، نښانونو/نښانو باندې ناړې (تف) کوي؛

او ماووتا ته وایي:

ته هېڅوک او هېڅ‌شی نشې ژغورغلای/ ګټلای!

د نورو ژوندوروزګار پرېږده؛ خپل ځان ته وزګار شه!!

ستا نغد کار، نغد ثواب، نغده آزادي؛

آزاد، نغد او پرخپل ژوند او چارو بر انسان، «اوسېدل» دي.

د تاریخ په ټول فصل سپاره ډبرین، مسي، برنزي، طلایي بتان دې،

د دې ماشوم خوندي او اباده ژوند ته (اوبه) شي!»

 (وفا سمندر)

د ښکاره او پټو پالیسیو په پایله کې زموږ دوو مسلمانو گاونډیانو (ایران او پاکستان) په گډه د افغانستان له بېوزلو مهاجرو سره په یوه خوله داسې یو سره‌ورته یزیدي چمونه راپیل کړي دي، لکه له پخوا نه چې سره سلا شوي وي، چې په یوه وخت به د افغان مهاجرو پرضد داسې پالیسي غوره کوي چې د دوی په هېوادونو (ایران او پاکستان) کې افغان مهاجرین اړ شي چې په خپله، خپله کډه بار او د افغانستان پرلوري وخوځېـږي. میډیا یې وایی او ښیي یې چې په کومه ورځ څومره افغانان له یادو هېوادونو څخه، له ډول چلن نه په استفادې سره، د افغانستان پر پولو وراړول کېـږي.

زه فکر کوم چې په دې جبري اخراج کې افغانانو گټه کړې ده، داسې گټه ده چې باسواده او بېسواده ټول یې راویښ کړل او په دې وپوهېدل چې:

ــ  پاکستان څه معنی؟

ــ اسلام‌اباد کوم مفهوم افاده کوي؟

ــ د ایران مسلماني او همژبتوب څه مفهوم لري؟

هېره دې نه وي چې دې جبرې اخراج ټول افغانان سره داسې یوموټی کړل چې په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی، البته په خپل وطن کې به د خلکو بېرته ځای‌پرځای کېدل یوڅه ستونزمن وي، خو خوښي به په دې کې وي چې له دایمي احتیاج نه به لومړی زموږ بېرته راستنېدونکي وطنوال خلاص او په خپل کور کې به د هرڅه مالکین وي او بیا به زموږ هېواد په رسمي ډول د مهاجرو د بېرته راستنولو له گواښ نه خلاص شي.

د کوم بېرته راستنېدونکي ماشوم عکس چې ما راپور کړی دی، زما له نظره دا ماشوم ټول بشریت ته په خطاب سره دا وايي چې:

«بس دی، زه پوه شوم چې اسلامیت او انسانیت څه معنی.»

باسنی عکس د یوې مهاجرې ایستل کېدونکي کورنۍ د یوکوچني عکس دی، دا کوچنی داسې تړل شوی دی لکه یو لوی کریمینال شخص چې څو وژنې یې کړي وي. دې عکس د ډېرو بادرده او چیزفهمه خلکو په زړونو کې چړې ننیستلي دي. لاندې به یاد عکس ته د ځینو قلموالو غبرگونونه راواخلم:

ښاغلي عبدالوهاب باور د شعر په ژبه داسې لیکلي دي:

«ستـا پـه درد کې ددې واړه ملت درد دی

سـتا سـلام تـه ددې ټـول وطن سلام دی

 

ستا دې یـو تصـویـر کې سـل زره خـبـرې

ستـا چـوپتیا خو لـه معناوو ډک کلام دی»

(باور)

ښاغلي محمدجان باور داسې ورته لیکلي دي:

«زما ګرانه !

دزمان جبر دی !

ستا نازک بدن یی د موتر په سخت اسپنو او تختو پوری تړلی دی !

د اوږده مزل لپاره یی چمتو کړی یی !

مه خفه کیږه !

خپل ملک او هیواد ته ، تشریف راوړی !

ستا په مټو دی الله تعالی برکت کښیږدی چی راتلونکی نسل له همدغه کړاوه وساتی!!!»

وفا سمندر بیا دا لاندې متن ورته لیکلي دي:

«د پنځوس‌کلن تاریخ ژوندی کتاب:

هغه درد، غم، ناهیلي، بې‌چاره‌ګي، بې‌کوري، بې‌وطني…چې په دې معصوم‌انسان کې راټول دي، ټولو قاتلو ایډیولوژیو-ذهني‌باورونو فصل ورسوزوي!

د دنیا/دین، ګټلو قوماندانانو-فاتحانو، د ټنډو او اوږو د برم‌وشوکت، نښانونو/نښانو باندې ناړې (تف) کوي؛

او ماووتا ته وایي:

ته هېڅوک او هېڅ‌شی نشې ژغورغلای/ ګټلای!

د نورو ژوندوروزګار پرېږده؛ خپل ځان ته وزګار شه!!

ستا نغد کار، نغد ثواب، نغده آزادي؛

آزاد، نغد او پرخپل ژوند او چارو بر انسان، «اوسېدل» دي.

د تاریخ په ټول فصل سپاره ډبرین، مسي، برنزي، طلایي بتان دې،

ددې ماشوم خوندي او اباده ژوند ته (اوبه) شي!»

په هرصورت دا حالات به هم زموږ پر هېواد او هېوادوالو باندې تېر شي، خو د افغانستان او افغانانو د پټو او ښکاره دوښمنانو مخ به ټول بشریت او تاریخ ته د سکرو په شان تور وي، په دې شرط چې زموږ خلک خپل اتحاد او یووالی همداسې وساتي او و‌ې‌پالي لکه دا اوس چې په یووالي او خندا سره د خپلو راروانو هېودوالو هرکلی کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.