سمه ده زه اوس ځمه بای بای ….. !؟

خالق رشید

340

ما د غزې غم کاوه،

ما مې دخپل باورقبلې ته  شپه ورځ ،

د خوندیتوب تا بیا ته اوښکې ژړل،

ما دغزې هغې ماشومې ته،

چې د شهیدې مورکۍ سرته یې ګریوان شکولو،

او د ژوند ون هیلې یې په یهودي غرور لمبه لمبه شوې،

ما خوهغې ته ژړل….

چې زما خور د زمانې جبرته

څنګه بې درده بې درمانه ژاړي،

ما ځانته لا داهم وې :

« سزاوار د هرستم ، دهرپیغوریم …. »

خو پام مې نه وچې مې چم ګاونډ کې،

د انګریز زوی دا نازولی مومن،

چې ځان یې ورور  ورور کاوه،

ما ته زما د پلارنیکه مېنه غزه غزه کړه،

او زما ماشوم یې ، هټکړۍ لاسونه

په جنګله وتاړه  ورته یې ووې :

 بس نوردې کورته درومه ،

دلته ستا کورنشته ،

او مه یې نورخوب وینه ،

بابا دې زما په انګریزی بادارپخوا خرڅ کړی…

هو مه یې نورخوب وینه…

خو زما ماشوم دجنګلې له سره،

د جنګلې له منځه لاس ورته را وایستلو،

ورته په ځیرځیر ،ځیرشو،

او یوه ترځه موسکا یې ورته وکړه :

زه بې وطنه نه یم ، نه بې وطنه ومه ،

ما خو ستا ننګه کړله، دلته پروت وم ،

ما تاته بیا د آزادۍ دیوه پیغام درس راووړ،

او درته وښیمه،

چې زه لاهم ژوندی یم،

په ما کې لاهم دمه شته ده ګوره،

ما ته خرڅ کړی نه یې،

ما ته آزاد کړلې ،

زما غلام صفته وروره ،

ته لاپرځان نه یې پوه،

زربه پوه شې …. ‎

 زه بې وطنه نه یم ….

سمه ده زه اوس ځمه  بای بای

خوچې بیا وخت راغی،

چې دا شیبه دې ګوره هیره نه شي، !

سمه ده زه اوس ځمه بای بای ….. !؟

خالق رشید

 د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۲۹

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.