د کډوالو راستنيدل او د کډوالي لاملونه ختمول

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

858

تقريباً پنځه لسيزې مخکې د خپلو او پرديو لخوا په موږ باندي د تپل شويو  مصيبتونو له امله ډيرى افغانان له هېواد څخه کډه شوي او عمدتاً په پاکستان کې مېشت دي. ددغه هېواد بيوروکراسي، سياسي او مذهبي ګوندونو او امنيتي ادارو  په ګډه د کډوالي له لمړۍ ورځي څخه تر نن پورې د افغانانو له شتون څخه سياسي اقتصادي او امنیتي ګټې پورته کړي، خو اوس داسې ښکاري چې دغه کډوال هغوى ته نور د لنګې غوا ظرفیت نلري چې شيدې ورکړي، بلکې خولې ته يې تياره پخه ډوډۍ ګڼل کېږي. کله چې يې ستراتیژيک عمق ايجابوله، نو ورڅخه يې ښه ډيره ګټه پورته کړه او همدغه کډوال بيچاره ګان يې په مختلفو عنوانونو او نومونو په مختلفو مارکيټونو کې د سوداګريزو ابزارو په توګه وکارول.  په دغه شان هېوادونو کې د ميشتو کډوالو لپاره تر هر څه وړاندې باید له کوربه هیواد څخه د وتلو اراده، اندېښنه او هوډ شتون درلوداى خو متأسفانه زموږ ډيرى هيوادوال په درانه خوب ويده مخلوق وو.

موږ ټول وايو  چې پاکستان د افغانستان دوست هېواد نه دى.  هر وخت يې په غولوونکو عنوانونو او د دروغجنې ورورولي په دعوو زموږ له مجبوريتونو، اړتیاو او مصيبتونو  څخه ناروا ګټه پورته کړي ده. اوس پوښتنه داده چې موږ ولې په ښکنځلو سپکو او سپورو ويلو باندي بسنه کوو او لا مو هم د خپلو نيمګړتياو د له منځه وړلو لپاره د عمل په ډګر کې هيڅ نه دي کړي؟ د دومره اوږدې مودې لپاره مو د بې رحمه ګاونډيانو په کور کې نه يوازې دا چې پناه اخیستلو ته زړه ښه کړ، بلکې د هميش لپاره د اوسيدو تلوسه زموږ د کډوالو وروڼو ساده توب نه وو؟ زموږ حکومتونو او همدغه شان په پاکستان او ايران کې ميشتو کډوالو ولې لسيزې د مخه  له دغه هېواد څخه خپل هېواد ته د ستنېدلو لپاره اړين ګامونه پورته نه کړاى شول؟ ولې ولس او حکومتونو هر وخت له پاکستان او ايران څخه په پرله پسې توګه د وخت غوښتلو او ورورولي پاللو لپاره په جرګو او مرکو بسنه کوله؟ ولې موږ ته له لسيزو تيريدو سره سره د پاکستان اوسنى چلن ناڅاپه، بېوخته او غيرمترقبه ښکاريږي؟

زموږ حکومت او کډوالو باید لا دمخه هېواد ته د راستنيدو لپاره ذهناً او جسماً تياري درلوداى او افغان حکومتونو هغه ټول عوامل له منځه وړي واى چې د افغانانو د کډوالي لامل ګرځي. زموږ کډوال وروڼه هم باید پوه واى چې پردي کټونه له نيمايي شپو پورې وي او يوه ورځ به حتماً له پردۍ خاورې څخه وتلو ته مجبوريږي او دا چې له لسيزو وروسته په پردي هېواد کې له خورا زياتو تکليفونو وروسته خپل جوړ شوى کور پريښودل او په خپل هیواد کې له سره بيا په عادي ډول د ژوند پيلول ستونځمن کار دى.

له دې سره سره چې د کډوالو د جبري را ليږلو په برخه کې د موجوده افغان حکومت ځينې لندمهاله او عاجل اقدامات ستايم، خو باید ووایم چې؛ که د پاکستان د حکومت وروستى اقدام د دوستي، ښه ګاونډيتوب، اسلامي اخوت او د ټولو نړيوالو قوانينو او پرنسیپونو سره په ټکر کې قرار لري، نو ايا اوسني نظام د کډوالي د لاملونو د له منځه وړلو په برخه کې عملاً ګامونه پورته کړي دي؟ ايا د ټول بښنې فرمان د عمل په ډګر کې هر ځاى او په هره برخه کې عملي شوى دى؟ ايا په زده کړو باندي بنديز د ښې حکومتولي له شاخصونو، اسلامي اصولو او نړيوالو قوانينو او مقرراتو سره په ټکر کې نه دى؟ ياد ولرئ چې ننداره ييزې کړنې ښکنځل ترانې او شعارونه نه، بلکې عملاً د کډوالي د لاملونو د ختمولو په هکله ګامونه پورته کول زموږ اساسي اړتيا ده.

له دې سره سره چې د افغانستان د اوسنى حکومت په وړاندې د نړيوالو اقتصادي بنديزونو او سياسي انزوا له امله د کډوالو د راستنيدو په برخه کې له اړونده نړيوالو اورګانونو او له نړيوالې ټولنې سره د همغږي په رامنځته کولو کې خنډونه او ستونځې شتون لري، خو دا چې له پاکستان څخه د کډوالو جبري ايستل انساني ناورين رامنځ ته کوي او په تاريخي لحاظ اوسنى حکومت له پاکستان سره نزدې اړيکې لري، نو يقيناً ويلاى شو چې د  کډوالو د اوسني تراژيدي د مخنیوي او يا هم کمولو په برخه  کې زموږ د بهرنیو چارو او د ستنيدونکو کډوالو د وزارتونو مرموزه چوپتيا، د مصلحتونو پربنسټ وي او يا هم وظيفوي غفلت، د حيرت او د تأسف وړ دى. دواړو بنسټونو د  مسئوليت له مخي باید لا د مخه د اړونده نړيوالو اورګانونو په ملتیا له پاکستان  سره په دغه تړاو رغنده او پريکنده ناستې تر سره کړي واى او اقلاً د کډوالو د راستنولو لپاره يې له پاکستان او نړيوالو اورګانونو سره د همغږي له مخي د کډوالو د راستنيدو لپاره پلان ترتیب کړى واى خو داسې هيڅ ونشو.

د هيڅ ډول شک او تردد ځاى نشته چې زموږ د هېوادوالو راستنيدل، د ګاونډيانو  له شر څخه د نجات لاره ده، خو دا هم خورا اړينه ده چې د هېواد د پريښودو لاملونه لکه د انجونو په زده کړو باندي بنديز له منځه وړل، د غربت ختمولو لارې چارې لټول، په ځوان نسل کې د محروميت احساس ختمول، د ګمارنو په برخه کې تبعیضي چلن ته عملاً د پاى ټکى ايښودل، ټولنيز عدالت پلى کول،  بشري حقونه رعايتول او له نړيوالې ټولنې سره د متقابل درناوي او د خپلو ارزښتونو چوکاټ کې اړيکې جوړول اړين دي؛ تر څو په راتلونکې کې هيڅ افغان کډوالي ته اړنشي او د ګاونډيانو رحم او کرم ته د پناه وړلو اړتیا احساس نکړي.

که د مشرتابه په برخه کې د وړتيا اهليت او مديريت ستونځه ونلرو، او په جنګي بنيادونو او عاجله توګه داسې ګامونه پورته  شي چې اقلاً د کډوالو عمده ستونځې حل او د کډوالي ستر لاملونه له منځه لاړ شي، کډوال په خوندي ځايونو کې ميشت شي او په نړيواله کچه د تجربه لرونکو او مسلکي افرادو چوپړتياوې ترلاسه شي. نه يوازي داچي د ګاونډيانو د نورو احتمالي فشارونو مخنيوي به وکړاى شي بلکې متقابلاً به يې په وړاندې مناسب غبرګون هم وښودل شي. البته دغه کار اسانه او د اوسني حکومتي جوړښت له ظرفیت څخه بهر دى. که اړين اصلاحات رامنځته شي نو داسې ډير کره موارد شته چې هر ظالم ګاونډى په نړيواله کچه د مشروع او کاملاً ديپلوماتيکو لارو څخه له فشارونو لاندې راتلاى شي.

متأسفانه له پاکستان څخه راستنيدونکو کډوالو ته  د ټولو ممکنه اسانتیاو برابرولو دنده څنګه چې لازمه وه ترسره نشوه. اوس موږ ټول د ترسره شوي عمل په مجرى کې قرار لرو او اوبه له ورخه تيريدې.  اوس عذرونه زارئ او واويلا ګټه نه کوي. اړتيا داده چې افغان حکومت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې راستنو شويو کډوالو ته د اړينو لمړنيو اسانتیاو په برابرولو او د هېواد پريښودلو د عواملو په له منځه وړلو باندې تمرکز وکړي. له دې څخه هم ورهاخوا اړونده دولتي اورګانونه له نړيوالې ټولنې سره په همغږي باید هڅه وکړي چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو شتمني په خوندي توګه هېواد ته را وليږدول شي او دلته ورته اړينې اسانتیاوې او تشويقي پلانونه برابر شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.