د ډیورند د کرښي لنډ تاریخي پس منظر

عبدالباري جهاني

363

له هغي ورځي چي د پښتنو ستر او ځوان مشر منظور پښتین، چي له خدای څخه د اوږده او بریالي ژوند غوښتنه ورته کوم، او د پي ټي ایم تحریک نورو مشرانو او فعالینو د « لر او بر یو افغان»  چیغه پورته کړې او د افغانستان پښتنو منورینو او ځوانانو، هم په افغانستان کي دننه او هم په بهرنیو ملکونو کي، دا ږغ بدرګه کړی دی نو د پنجاب ځینو ځیره خورو پښتنو مشرانو د دې، پر حقه، ږغ او شعار په مقابل کي په تبلیغ او عکس العمل لاس پوري کړی دی. تازه د پاکستان موقت وزیر اعظم انورالحق کاکړ ویلي دي چي افغانانو موږ خرڅ کړی یو او نور د لر او بر یو افغان د چیغي پورته کولو حق نه لري.

لومړی خو باید ووایو چي د ډیورنډ ظالمانه او په نړۍ کي تر ټولو غیرعادلانه کرښه د افغان اولس او د هغه د مشرانو او پاچاهانو په سلا او مشوره نه ایستل سوې او نه زموږ مشرانو، خدای مه کړه، دا خاوره خرڅه کړې ده. دوهمه خبره دا ده چي د ډیورنډ د ظالمانه کرښي څخه، چي په ۱۸۹۳ کال کي وایستل سوه، زیات و کم ۷۰ کاله مخکی د پښتونخوا او بلوچستان اوسنۍ سیمي له افغانستان څخه بېلي کړه سوي وې او په دې کي نه یوازي د افغان اولس اراده شامله نه وه بلکه د افغانستان مشرانو، ان د حامدکرزي او اشراف غني  د حکومتونو تر سقوط پوري، د پښتونخوا او د لراو بر یو افغان داعیه نه وه پرې ایښې.

د نولسمي پېړۍ د دریمي لسیزي په لومړیو کلونو کي، چي د سدوزیو امپراطوري کمزورې او بالاخره سقوط سوه، د سیکهانو نوي مشر او پاچا رنجیټ سینګه، د افغانانو تر منځ د داخلي جنګونو څخه ګټه پورته کړه او  له کشمیر څخه تر سوات، پېښور، دیره جاتو او سند پوري ټولي ځمکي یې لاندي کړې.

د ۱۸۳۳ کال د مارچ په میاشت  کي، د انګرېزانو یوه نوکر شاه شجاع او رنجیټ سینګه د لري پښتونخوا، سند او بلوچستان ټولي مځکي، د یوه تړون په اساس، چي نه د افغان اولس او نه د افغانستان د مشرانو اراده پکښي شامله وه، رنجیټ سینګه ته وسپارلې.

شاه شجاع د ۱۸۰۳ څخه تر ۱۸۰۹ میلادي پوري د افغانستان پاچا وو او په همدغه کال یې، په خپل ژمني پایتخت پېښور کي، د انګرېزانو له استازي مونسټارټ الفینسټون سره د دوستی یو تړون لاسلیک کړ. خو د دوستی د دغه تړون رنګ لا پر کاغذ باندي وچ سوی نه وو چي د شاه شجاع بل ورور شاه محمود کابل ونیوی او شاه شجاع یې له قدرته وپرزاوه. شاه شجاع د خپل تخت د بیرته نیولو لپاره څو ځله هلي ځلي وکړې خو بریالی نه سو او په ۱۸۱۲ کال کي د سیکهانو د پاچا رنجیټ سینګه لاسته ولوېدی. رنجیټ سینګه هغه بندي کړ؛ او تر ډیرو خواریو، لوږو تندو او شکنجو وروسته یې د کوه نور الماس او نور جواهرات ورڅخه واخیستل او شاه شجاع، څو میاشتي وروسته، ایله په تېښته بریالی سو. شاه شجاع بیا هم لومړی د کشمیر او وروسته د کابل د نیولو لپاره کوښښونه وکړل خو په ټولو کوښښونو کي ناکام سو او بالاخره یې په لودیانه کي ځان انګرېزانو ته تسلیم کړ. هغوی د کاله ۵۰۰۰ پونډه تنخوا ورته وټاکله او ده په همدغو پیسو د کابل د حکومت پر ضد او د قدرت نیولو لپاره دسیسو ته دوام ورکړ.

شاه شجاع ته، په لودیانه کي، له دوولس کاله انتظار ایستلو څخه وروسته، هغه وخت د کابل د تخت د بیرته نیولو تمه ور پیدا سوه چي د سدوزیو وروستی پاچا شاه محمود نسکور سو او قدرت د بارکزیو لاسته ولوېدی او ضمناً، د قدرت نیولو پرسر، د بارکزیو وروڼو ترمنځ رقابتونه د داخلي جنګ سرحد ته ورسېدل او په دغه وخت کی لا پر هرات باندي د ایران د یرغل کولو د پلان په باب رپوټونه هم خپرېدل، چي انګرېزانو هیڅ وخت نه غوښتل دا مهم ښار، چي د هند دروازه بلل کېدله، د ایران او تزاري روسیې د دسیسو ښکار سي.

شاه شجاع پوهېدی چي رنجیټ سینګه د پېښور او شاوخوا سیمو د ترلاسه کولو سره تر هر چا ډېره علاقه لري او ضمناً له امیردوست محمدخان سره، چي دا وخت یې د کابل قدرت په لاس کي وو، زړه دښمني لري نو د رنجیټ سینګه له لاسه خپل ټول لیدلي توهینونه یې هېر کړل او هغه ته یې د دوستی لاس وغځاوه او پر کابل باندي د حملې په صورت کي یې د پوځي مرستي غوښتنه ورڅخه وکړه. شاه شجاع مهاراجه رنجیټ سینګه ته، د خپل خاص استازي قاضي محمدحسین په لاس، یو لیک واستاوه او په هغه کی یې رنجیټ سینګه ته د پېښور او شاوخوا علاقو د بخښلو پېشنهاد کړی وو. د شاه شجاع او رنجیټ سینګه ترمنځ لیکونه تبادله سول. په دې لیکونو کي رنجیټ سینګه داسي پېشنهادونه کړي دي چي د شاه شجاع او بل هر واکمن لپاره ډېر سپکوونکي ول. بالاخره شاه شجاع او رنجیټ سینګه د انګرېزانو په منځګړتوب، چۍ مشري یې د ګورنرجنرال منشي کپټان ويډ Capton Wade کوله د ۱۸۳۳کال د مارچ د میاشتي پر دوولسمه یو شرموونکی تړون لاسلیک کړ چي باید متن یې دلته راوړو.

د شاه شجاع او رنجیټ سینګه د ۱۸۳۳ کال د مارچ د دولسمي تړون:

د مهاراجا رنجیټ سینګه او شاه شجاع الملک ترمنځ د دوستی اړیکي په کلکه ټینګ سوي دي او د هغوی د ګټو ترمنځ هیڅ ډول تضاد او اختلاف نه په اوس کي موجود او نه به په آینده کي منځته راسي. دوی موافقه لري چي پر راتلونکو موادو باندي د ښه نیت او دوستی په اساس، چي دوی دواړو منځته راوړی دی، توافق وکړي.

۱: شاه شجاع الملک له خپله طرفه، د خپلو اولادونو او له ده څخه وروسته د راتلونکو واکمنانو او ټولو سدوزیو له خوا د اباسین پر دواړو غاړو باندي له ټولو هغو مځکو څخه چي همدا اوس د مهاراجا رنجیټ سینګه په ملکیت کي دي لاس پر سر کیږي. لکه: کشمیر، او د هغه په ختیځ، لوېدیځ او شمال کي ټولي سیمي د اټک د قلا، چچ، خبل، امب او د اباسین پر کیڼ اړخ باندي له پېښور، د یوسفزیو علاقه، د خټکو سیمه، هشتنغر، میهني، کوهاټ او د خیبر تر درې پوري په پېښور پوري تړلي مربوطي علاقې، بونیر، د وزیرو علاقه، دوړ، ټانک، ګوراک، کالاباغ او خوشحالګهړ، د هغه له ټولو مربوطاتو سره. دیره اسماعیل خان د هغه له مربوطاتو سره چي په هغه کي دیره غازی خان، کوټ میتون او مربوطات یې سنګر، هیرین، داجیل، حاجی پوری، رنجپوری او درې کڅۍ او مینکوره د هغې له مربوطاتو سره او د اباسین پر کیڼ اړخ باندي مُلتان. دغه مځکي او ځایونه به د مهاراجا ملکیتونه ګڼل کیږي او شاه به له هغوی سره هیڅ غرض نه لري. دا مځکي نسل پر نسل په مهاراجا او د هغه په اولادونو پوري اړه لري.

۲: د خیبر پر هغه بله غاړه به خلک په دې خوا کي له غلا، تېریو او ګډوډیو له ایجادولو څخه منع کیږي. که له هري خوا څخه څوک په مالیاتو کي غبن وکړي او هغي بلی خواته ور واوړي نو دواړه خواوی وظیفه لري چي مقصر یوه بل ته وسپاري.

۳: لکه د مهاراجا او د برټانیې د حکومت ترمنځ د لاسلیک سوي تړون په اساس، چي هیڅوک حق نه لري، د مهاراجا له پاسپورټه پرته، د سوتلیج د سیند له کیڼ اړخ څخه ښي اړخ ته واوړي؛ همدغه اصول به له اباسین څخه، چي اوبه یې له سوتلیج سره ګډیږي، د تېرېدلو په برخه کي هم رعایت کیږي. هیچا ته باید اجازه ورنه کړه سي چي د مهاراجا له پاسپورټه پرته له اباسین څخه تېر سي.

۴: د شکارپور او د سند په برخه کي، چي د اباسین پر ښي اړخ پراته دي، شاه به ټول هغه شرایط رعایت کوي چي د دوستۍ د هغه نېکمرغه تړون په اساس ایښودل سوي دي چي د کپټان ویډ په واسطه د مهاراجا او د برټانیې د حکومت ترمنځ ټینګ سوي دي.

۵: کله چي شاه په کابل او کندهار کي خپل واک ټینګ کړي نو هر کال به مهاراجا ته لاندني شیان لیږي: پنځه پنځوس اعلی آسونه، چي ښه رفتار به کوي. یوولس ایرانۍ توري، اووه ایراني خنجرونه، پنځه ویشت ښه یابوګان، راز راز وچي او تازه مېوې، مزه داره خواږه خټکي، دا به ټول کال د کابل د سیند او پېښور له لاري لېږل کیږي. انګور، انار، مڼې، بهی، بادام، کشمش، پیسته او دا به ټول په ښه زیات مقدار را استول کیږي. د دې ترڅنګ به هر رنګ ټوکران، له پوست څخه جوړي خولۍ، د کیمخاب ټوکران، چي طلا او سپین زر به پکښي کار سوي وي، یو سل او یو ایراني قالیني. شاه به دا ټول شیان هر کال مهاراجا ته لیږي.

۶: دواړه خواوی به یوه بل ته په مساوي القابو خطاب کوي.

۷: د افغانستان سوداګر به، چي په لاهور، امرتسر او د مهاراجا د قلمرو په هره برخه کي تجارت کوي، نه زورول کیږي. بلکه مسوولو مقاماتو ته به ټینګ هدایت ورکړه سي چي د هغوی لپاره اسانتیاوي برابري کړي. دغه راز باید له هغو سوداګرو سره چي افغانستان ته ځي همدغه راز سلوک وسي.

۸: مهاراجا به هر کال شاه ته، د دوستی له مخي پنځه پنځوس شالونه، پنځه ویشت ټوټې ښځینه ټوکران، یوولس لوی پوړني ، پنځه ټوټې کیمخاب، پنځه کوچني پوړني او پنځه پنځوس باره پېښوری وریجي لیږی.

۹: د مهاراجا هرمامور چي افغانستان ته د آسونو د اخیستلو یا نورو کارونو لپاره لېږل کیږي او دغه راز د شاه مامورین چي پنجاب ته تر یوولس زرو روپیو پوری د سودا اخیستلو لپار ه ځي باید چي دواړه خواوي د هغه په کارونو کي د اسانتیاوو برابرولو کوښښ وکړي.

۱۰: هر وخت چي د دوړاو خواوو پوځونه په کوم ځای کي غونډیږي نو د غوایانو د حلالولو اجازه باید ورنه کړه سي.

۱۱: ( دغه ماده ښايی تر ټولو شرموونکې او ربړوونکې وي. جهاني) که شاه له بارکزیو سره د جنګ لپاره له مهاراجا څخه عسکر واخیستل. د فتحی په صورت کي باید له بارکزیو څخه غنیمت سوي شیان جواهرات، آسونه، سپکي او درنې وسلې باید د دواړو خواوو ترمنځ په مساوي شکل ووېشل سي. که چیري شاه د مهاراجا له مرستي پرته له هغوی څخه مالونه غنیمت کړل نو شاه موافقه کوی چي یوه برخه به یې مهاراجا ته، د دوستی د نخښي په توګه، لیږي.

۱۲: دواړه خواوي باید پرله پسې یوه بل ته لیکونه او سوغاتونه واستوي.

۱۳: که چیری مهاراجا له شاه څه د پوځي مرستي غوښتنه وکړي نو شاه باید یوه قوه د خپل مهم افسر تر قوماندې لاندي ورته واستوي. دغه راز که شاه له مهاراجا څخه پوځي مرسته وغواړي نو هغه به هم پوځي قوه ورته لیږي، چي هغه به مسلمانان وي، او د ده یو مهم افسر به یې قومانده پر غاړه لري او تر کابل پوري به ورځي. هرکله چي مهاراجا پېښور ته ځي نو شاه باید یو شهزاده د هغه د هرکلي لپاره واستوي او مهاراجا به هم د هغه له مقام سره سم، د هغه هرکلی کوي او په ښه توګه به یې رخصتوي.

۱۴: د هر یوه دوست د هغه بل دوست او دښمن یې د یوه بل دښمن دی.

۱۵: دواړه خواوي له دې تړون سره موافقه لري او د هغه له موادو څخه باید هیڅ ډول سرغړونوه ونه سي. دغه اوسنی تړون د تل لپاره نافذ دی. جهاني. شاه شجاع امیردوست محمدخان او بریتانوي استعمار ص ص ۹۱- ۹۳ Correspondence Related to Persia an Afghanistan pp 369-371

دا تړون، د شاه شجاع په نوم، یوه فراري افغان، چي هیڅ ډول رسمی حیثیت یې نه درلود، له انګرېزانو او رنجیټ سینګه سره لاسلیک کړی دی چي هیڅ ډول حقوقي ارزښت یې نه درلود او په وروسته کي همدغه تړون د انګرېزي پوځ په ټول قدرت پر کمزوري او بې وسه افغان اولس باندي تحمیل سوی دی. او ټولي هغه مځکي انګرېزانو لاندي کړي او غصب کړي دي چي فراري شاه شجاع، یوازي د قدرت د لېونتوب په خاطر، د تړون په اساس رنجیټ سینګه ته په سوغات کي منلي وې.  د همدغه تړون په اساس په ۱۸۷۹ کال کي د ګندمک تړون او په ۱۸۹۳ کال کي د ډیورنډ تړون لاسلیک سوی دی؛ چي نه د ګندمک د تړون په وخت کي امیرمحمدیعقوب خان او نه د ډیورنډ د تړون په وخت کي امیرعبدالرحمن خان د هغه د نه لاسلیک کولو او د لاسه وتلو مځکو د بیرته اخیستلو وس درلود. دا به ډېره ناځوانمردانه وي چي که څوک په ذکر سویو دریو واړو تړونونو کی یو هم د افغان اولس ارادې ته منسوبوي.

حتی په ۱۸۳۳ کال کي، چي فراري پاچا شاه شجاع له رنجیټ سینګه سره تړون لاسلیک کاوه، دا ټولي سیمي سیکهانو، زیات و کم پنځه لس کاله مخکي نیولي وې او شاه شجاع په اصطلاح له یوه انجام سوي عمل سره مخامخ وو. هغه د سیکهانو په مقابل کي، چي انګرېزان یې هم په خپل ټول قدرت تر شا ولاړ ول، نه یوازي بې وسه وو بلکه لاسلیک یې هیڅ ډول قانوني ارزښت نه درلود او نه یې درلودلای سوای. البته د دې خبري معنا په هیڅ توګه دا نه ده چي څوک به د شاه شجاع شرموونکی عمل، چي مطلب یې، په هره توګه، د قدرت نیول او د قدرت لېونوتب وو، دفاع وکړي.

د شاه شجاع او رنجیټ سینګه تړون کومه نتیجه ورنه کړه. شاه شجاع په ۱۸۳۴ کال کي، د انګرېزانو په مستقیمه مرسته، پر کندهار باندي حمله وکړه خو د امیردوست محمدخان په مقابل کي یې ماته وکړه او د بلوچستان له لاري بیرته لودیانې ته وتښتېدی. په همدغه وخت کي، چي امیردوست محمدخان په کندهار کي له شاه شجاع سره په جګړه لګیا وو، رنجیټ سینګه پر پېښور باندي حمله وکړه او د هغه سیمي تش په نامه واکمن سلطان محمدخان طلایی یې پسی واخیست. سلطان محمدخان او د هغه وروڼه سعیدمحمدخان او پیرمحمدخان جلال آباد ته وتښتېدل.

 رنجیټ سینګه او سلطان محمدخان طلایی او د هغه وروڼه په دې متیقین ول چي امیردوست محمدخان به حتماً په کندهار کي د شاه شجاع او انګرېزانو په مقابل کي ماته خوري. حتی کندهاري وروڼه، چي د شاه شجاع او انګرېزانو مستقیم تهدید ورته متوجه وو، د امیردوست محمدخان مرستي ته د ښار له قلا څخه د باندي ونه وتل؛ او د شاه شجاع له ماتي وروسته یې هغه ته اجازه ورنه کړه چي ښار ته ننوزي او لږترلږه د جنګ څخه ستړیا رفع کړي. سلطان محمدخان او د هغه وروڼو غوښتل چي پر کابل باندي حمله وکړي خو د انګرېزانو او شاه شجاع په مقابل کي د امیردوست محمدخان د ماتي پر ځای د هغه د بشبړ بري خبر ورته ورسېد او دوی هم، په ټیټو مغزیو، امیردوست محمدخان ته د دې لویی فتحي مبارکي وویله.

امیردوست محمدخان د هغوی په غوړه مالي ونه غولېدی خو بیا یې هم ۹۰۰۰ سپاره عسکر او توپچي قوه، د سلطان محمدخان تر قوماندې لاندي، د رنجیټ سینګه په جنګ او د پېښور د اخیستلو لپاره ولېږله. سلطان محمدخان بیا هم خیانت وکړ او د خپل ورور په مقابل کي د خپل پخوانی دښمن رنجیټ سینګه سره، چی دی یې له پېښوره پسي اخیستی وو، یو ځای سو. دوست محمدخان جبراً ماته وکړه او کابل ته ستون سو. رنجیټ سینګه دې فتحي زړه ور کړ او په ۱۸۳۷ کال کي یې د دوست محمدخان پر قلمرو باندی حمله وکړه. دوست محمدخان خپل زړه ور زوی اکبرخان د هغه مقابلې ته واستاوه او د جمرود په جنګ کي یې د سیکهانو قوې ته ماته ورکړه او د رنجیټ سینګه تر ټولو مهم او زړه ور جنرال هري سینګه یې وواژه. Sykes, A History of Afghanistan Vol1 PP 397-398

 د همدغه ۱۸۳۷ کال په مني کي، د برټانوي هند ګورنرجنرال لارډ آکلینډ Lord Auckland د امیردوست محمدخان دربار ته ځوان صاحب منصب الیکزانډر برنس Capton Alexander Burnes چي رنجیټ سینګه له نازه قنري باله، د امیردوست محمدخان دربار ته واستاوه. امیردوست محمدخان لارډ اکلیند ته د نوی وظیفې د مبارکی ویلو په ترڅ کي لیکلي وه چي د رنجیټ سینګه او د هغه ترمنځ په سوله کي منځګړتوب وکړي. پېښور باید افغانانو ته ورکړه سي او د افغانستان او سیکهانو سرحد باید اباسین وټاکل سي. په عوض کي دی حاضر دی چي له کشمیر څخه تېر سي. Ibid P402

لارډ اکلیند، چي په خپل پوځ او قوت مغرور وو، د دوست محمدخان یوه غوښتنه هم ونه منله او په عوض کي یې په ۱۸۳۹ کال کي پر افغانستان باندي یرغل وکړ. د ۱۸۳۹ کال د جون په میاشت کي، چي انګرېزي پوځ له کندهار څخه د کابل پرلور حرکت کاوه، رنجیټ سینګه مړ سو. انګرېزانو کابل ونیوی. دوست محمدخان بخارا ته وتښتېدی. خو دوه کاله وروسته انګرېزانو په افغانستان کي داسي شرموونکې ماته وخوړه چي په خپل تاریخ کي یې نه وه خوړلې. تفصیل یې د دې مضمون تر حوصلې وتلی دی.

امیردوست محمدخان په ۱۸۴۳ کال کي بیرته د افغانستان پاچا سو او په ۱۸۴۸ کال کي یې د انګرېزانو او سیکهانو ترمنځ په جنګ کي، د سیکهانو په ګټه برخه واخیستله. په هغه جنګ کي، سلطان محمدخان طلایی هم د سیکهانو په ملاتړ درېدلی وو. دوست محمدخان او سلطان محمدخان او د سیکهانو قوتونو د انګرېزانو د عصري وسلو او منظمو پوځونو په مقابل کي مقاومت ونه سو کړای او دوست محمدخان بیرته کابل ته پر شا سو. مرحوم میرغلام محمدغبار، چي خپل تاریخ یې له بده مرغه ، تر ډېره ځایه، یو طرفه او غیرمستند لیکلی دی ادعا کوي چي دوست محمدخان هیڅ پوځي اقدام ونه کړ او خاموشانه کابل ته ستون سو او د افغانستان خاوري یې انګرېزانو ته، چي سخت وار خطا ول، بېله جنګه پرېښودلې. غبار، افغانستان در مسیرتاریخ ص ۴۳۳

په داسي حال کي چي که امیردوست محمدخان له انګرېزانو سره، د سیکهانو په مرسته درېدل نه غوښتلای، نو خپل دوه زامن سرداراکرم خان او سردار افضل خان یې د هغوی په جنګ نه لېږل او وروسته یې پخپله حرکت نه کاوه. خو کله چي امیردوست خان له کرنل هربرټ څخه د اټک قلا ونیوله او هغه یې تسلیمېدلو ته مجبور کړ نو په دغه فتح قانع سو او نور یې نه غوښتل چي مخته ولاړ سي. خو خپلو نورو مشرانو هغه مجبور کړ چي جنګ ته دوام ورکړي. دوست محمدخان خپل پنځه زره سپاره، د انګرېزانو په مقابل کي، د ګجرات پرلور ولېږل او هغوی د ۱۸۴۹ کال د فبروري په میاشت کي د ګجرات په جنګ کي د انګرېزانو په مقابل کي ماته وکړه. انګرېزانو نه یوازي هغوی ته ماته ورکړه بلکه د خیبر تر درې پوري یې تعقیب کړل او دوست محمدخان ایله، د خپل چټک آس په مرسته، نجات پیدا کړ او ځان یې کابل ته ورساوه. Sykes Vol2 P64

دوست محمدخان، تر مرګه پوري، له خپلي داعیې څخه تېر نه سو او اباسین یې د افغانستان سرحد باله؛ خو په دې پوهېدی او تجربې هم ورته ثابته کړې وه چي له زور سره ژبه نه کیږي او د انګرېزانو څخه خپلي خاوري په زور نه سي اخیستلای.

انګرېزانو د امیر شېرعلي خان د پاچهی په وروستي کال ۱۸۷۹ کال کي، یو ځل بیا پر افغانستان باندي تېری وکړ. شېرعلي خان، د روسانو څخه د پوځي مرستی ترلاسه کولو لپاره، مزار شریف ته ولاړ او هلته وفات سو او انګرېزانو د هغه زوی امیرمحمدیعقوب خان، چي له انګرېزي پوخ سره یې په هیڅ توګه مقاومت په وس پوره نه وو، د ګندمک د تړون لاسلیکولو ته مجبور کړ.

د دې تړون په اساس انګرېزانو په امیرمحمدیعقوب خان دا ومنله چي په کابل کي به د هغه حکومت انګرېزي استازي ته ځای ورکوي او د سفیر او د هغه د ورسره ملګرو ساتنه به د امیر پر غاړه وی. د تړون په نهمه ماده کي راغلي دي چي انګرېزان به د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستی د ساتلو په منظور کندهار او جلال آباد او نوري هغه سیمي چي انګرېزي پوخ نیولي دي، د کُرم، سیبی او پښین څخه پرته، بیرته د افغانستان حکومت ته سپاري. البته دا وروستی علاقې به هم د برټانیې د حکومت  تر حفاظت او ادارې لاندي وي او د تل لپاره به له افغانستان څخه نه بېلیږي. د دغو سیمو مالیات به د ملکي حکومت د لګښتونو د کمولو څخه وروسته د افغانستان حکومت ته سپارل کیږي.

د برټانیې حکومت به دغه راز د خیبر او میچني د درې، چي د جلال آباد او پېښور ترمنخ واقع دي، کنټرول په خپل اختیار کي اخلي او دغه راز به د هغو مستقلو قبایلو، چي له دغو درو سره اړه لري، ټول اړېکي په خپل لاس کي اخلي. Treaties, Engagements and Sanads Vol 13 PP241-242

د کابل لپاره د انګرېزانو سفیر میجر کیوناري Major, Cavagnari، چي د برټانیې د حکومت په نمایندګي یې، د ګندمک تړون هم لا سلیک کړ، ایله درې میاشتي په کابل کی تیري کړي وې چي د ملی قیام قرباني سو او د الیکزاندر برنس په څېر د غازیانو د اور په لمبو کي وسوځېد.

انګرېزانوامیرمحمدیعقوب خان ملامت او ګرم وباله او هغه هم ځان انګرېزانو ته تسلیم کړ. هغوی هند ته واستاوه او په افغانستان کي عمومي ملي پاڅون پیل سو. انګرېزانو بیا هم ماته وخوړه او په ۱۸۸۰ کال کي امیرعبدالرحمن خان، چي دوولس کاله یې په بخارا کي په تبعید کي تېر کړي وه، وطن ته ستون سو، د کابل پر تخت کښېناست او په ۱۸۹۳ کال کي یې له انګرېزانو سره د ډیورنډ تړون لاسلیک کړ.

د ډیورنډ د تړون په اساس بیا هم ټولي هغه سیمي چي انګرېزانو مخکي له مخکي خپل پوځیان پکښي ځای پر ځای کړي ول رسماً انګرېزانو ته تسلیم سوې. البته امیرعبدالرحمن خان هیڅ وخت د لاسه وتلو سیمو د بیرته نیولو او په افغانستان پوري د موښلولو له تلاښونو څخه لاس وانه خیست او د عمر تر پایه پوري یې په سرحدي قبایلو کي د ښورښونو ملاتړ کاوه. له هغه څخه وروسته امیر حبیب الله خان، چي هر وخت یې د سولي شعارونه ورکول او د پلار په څېر یې په څرګنده د قبایلي  سیمو په ښورښونو کی لاسوهني نه کولې مګر بیا یې هم د برټانیې پر ضد په جهاد کي برخه واخیستله، چي تفصیل یې په تاریخي کتابونو کي موجود دی او په دې مضمون کي یې د ځایېدلو حوصله نسته.

نور د افغانانو له هیڅ پاچا سره دا قدرت نه وو چي دلاسه وتلي مځکي یې له انګرېزانو څخه په زور اخیستي وای. د افغانستان مشران، که څه هم چي له خپلي پر حقي داعیې څخه تېر نه سول او لکه څرنګه چي مخکی مو وویل، د حامدکرزي او اشرف غني تر وخته پوري د پښتو نستان داعیه ژوندۍ وساتله سوه. اوس به نو څوک څرنګه ادعا وکړي چي افغانانو دا خاوره یا لر پښتانه پلورلي او بیرته د لر او بر پښتنو د یو ځای کېدلو دعوه نه سي کولای.

ډیورنډ خط داسي ظالمانه کرښه ده چي په نړۍ کي یې بل هیڅ مثال نسته. دا کرښه لکه څرنګه چي غیرطبیعي او په زور ایستله سوې ده یو وخت به په همدغه شکل په زور لیري کیږي او د کرښي دواړو خواوو ته پراته قومونه به چي سم پر نیمايی بېل سوي دي بیرته سره یو کیږي.

                          مأخذونه

۱: جهاني، عبدالباري. شاه شجاع امیردوست محمدخان او بریتانوي استعمار. صداقت خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۹.

۲: غبار، میرغلام محمد. افغانستان در مسیر تاریخ جلد اول. دولتي مطبعه کابل. ۱۳۴۶.

3: Sykes, Percy. A History of Afghanistan. First Indian Edition 1981.

4: A Collection of Treaties and Sanads.Vol 13 Calcutta 1933.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.