غزل

ملاله کلیواله

263
غم په هېڅ نه غلطيږي رایادیږي
هره ورځ راته ګرانیږي رایادیږي
په ټناکو پښو تر تا پورې مزل کړم
لارې نورې لا اوږدیږي رایادیږي
دې ټيکري څنډه په مخ باندې مې راغله
خدای خبر چې څه چل کیږي رایادیږي
زه پدې حالات کې هم یمه خوشحاله
پرهرونه مې غوړیږي رایادیږي
نن مې ټول فکر په چا پسې تړلی
اور تنور کې نه بلیږي رایادیږي
ستا دې خوښې بنګړي لاسو کې مې مات کړه
خاموشي مې لا ډېریږي رایادیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.