غزل

ملاله کلیواله

184
بل مشالونه ماښامو کې ښکاري
که اننګي مې په تیارو کې ښکاري
هیچا ونه لیده دردونه زما
زما خپګان په اینو کې ښکاري
ته زما سترګو ته لږ ښه وګوره
ستا تصویرونه مې لېمو کې ښکاري
د ازادۍ حس مې مړ شوی بیخي
راته بندي ځان دیوالو کې ښکاري
په هره پاڼه کې دې توري دې نوم
نښې دې ډېرو کتابو کې ښکاري
دا کلیواله حجابو کې ښه ده
دا نجلۍ ښکلې په شالو کې ښکاري
اوس هم ملاله غزلونه لیکي
بل انګارونه، په ایرو کې ښکاري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.