په غزه کې د اسرائیلو جنګي جناياتو ته د غرب غبرګون

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

688

په اسرائیلو باندې د حماس بريد او ترشا يې پټ او ښکاره عوامل دوکې توطيې او دسيسې او بيا په غره کې د اسرائیلو وحشت بربریت او بشري ضد جنايات ددې لپاره څه وخت پريږدو چې ډيرى حقائق لاهم د ګنګوسو ترکچې دي. د وخت په تيرېدو به ډپر پټ رازونه بربنډ شي او بيا به موږ هم ورباندي تبصرې کوو.

په سيمه او نړۍ کې د رامنځته شويو سياسي اقتصادي رقابتونو او ستراتیژیکو بدلونونو  په تناظر کې د لويديځو هيوادونو په ځانګړي ډول د امريکا له دوه ګونی معیارونو څخه  چې په انسانانو کې حقونو او انساني کرامت ته د غرب دوه ګونئ معيارونه، بشري حقونه، جنګي جنايات او داسې نور غولوونکي شعارونه يوازې دوکه فريب او غولول دي چې د لويديځوالو لخوا يوازې په خپلو مخالفینو او اقتصادي رقيبانو باندې د تطبیق وړ ګڼل کېږي.  لویدیځ هیوادونه خپل ارزښتونه او باورونه هم پرته له دې چې د تمدنونو ترمنځ توپيرونه، ديني تړاوونه او کلتوري ځانګړتياوې په پام کې ونيسي د فشار دَ ابزارو په توګه په نورو ټولنو باندي د تحميلولو هڅه کوي

همدغه شان لویدیځې ټولنې له نورو ولسونو څخه تمه لري چې د هغوى د کلتوري نورمونو  سره ځانونه عيار کړي خو په نورو کلتوري ټولنو کې له اوسيدونکو لویدیځوالو څخه ورته غوښتنې نه لري.  د بیلګې په توګه، لویدیځې ټولنې په ختيځو ټولنو کې د غربي کلتور خپلولو تلقين کوي خو په لويديځه ټولنه ختيځ کلتور ته د اجنبيت تعصب او تبعیض په سترګه کتل کېږي. دغو دوه ګوني معیارونو ته د حل موندلو انساني ټولنه ګډ کار کولو ته اړتیا لري چې  وکولاى شي د تمدنونو ټولنو مذاهبو او کلتورونو ترمنځ د يو بل منلو يو بل ته د درنښت او تر هغو چې امکان ولري مشترکاتو د لټون لپاره ګډ کار وشي.

اقتصادي نابرابري په اوسني نړیوال نظم کې بله مهمه اندیښنه ده.  نړیوال اقتصادي سیسټمونه اکثرا د پرمختللو او مخ پر ودې هیوادونو ترمنځ د نابرابرۍ د دوام له امله له نيوکو لاندې راځي.  منتقدین استدلال کوي چې اوسنی اقتصادي نظم د شتمنو هیوادونو او څو سترو شرکتونو لخوا يرغمل شوى دى، پداسې حال کې چې بې وزله هیوادونه د بې وزلۍ له منځه وړلو او لوږې ختمولو لپاره هلې ځلې کوي.  دا د دې لامل شوی چې د سرچینو او فرصتونو د عادلانه ویش غوښتنه وشي. ټولنیزې بې عدالتۍ لکه تبعیض، د بشري حقونو سرغړونې، او اقليمي بدلونونه په اوسني نړیوال نظم کې د نیمګړتیاوو په توګه په ګوته کولاى شو. د یو  ټول شموله عادلانه او دوامداره نړیوال چوکاټ لپاره مخ په ډیریدو غوښتنې شتون لري چې د بشري حقونو، ټولنیز عدالت او چاپیریال ساتنې ته لومړیتوب ورکوي.

په يويشتمه پيړۍ کي د اسرائیلو له خوا د غزې ښار په ملکي خلکو  بمونه غورځول، د روغتونو ښوونځيو او اباديو کنډواله کول، د ماشومانو او تورسرو وژل او پاتې ژونديو انسانانو ته د ژوندي پاتې کېدو لپاره د مرستو د رسولو لارې بندول، يقيناً د انسانيت او انساني ارزښتونو په مخ درنه څپيړه ده. د معاصر تمدن نفى،د ارزښتونو، ديموکراسي او بشري حقونو په برخه کې يې د امریکا اصلي څېره نړۍ ته نوره هم بربنډه کړه.  غرب عموماً په ځانګړي ډول امریکا له عدالت، برابري، ديموکراسي او ارزښتونو څخه په خپله خوښه د خپلو ګټو په چوکاټ کې مختلف تعبيرونه، تفسيرونه او تعريفونه لري. په دغه برخه کې دوه مخى سياست تعقيبوي او د تل لپاره له يادو ارزښتونو څخه د ستراتیژیکو ابزارو په توګه د خپلو هژمونيکي موخو د ترلاسه کولو لپاره  کار اخلي. پرون يې  په افغانستان کې هم د ترهګري په وړاندې د جګړې په نوم د افغانستان په کليو او بانډو کې د عامه خلکو وژل, د شپنيو چاپو په مهال د مور او پلار د سترګو په وړاندي د هغوى د بچيانو وژل، په بمونو باندي د کورونو نړول حتى د ټول کلي ختمول، د بمونو مور په نوم ستر بم کارول ورته د ديموکراسي، بشري حقونو د ښځو او ماشومانو حقونو ته د ژمنتیا په چوکاټ کې برابر او خپل قانوني حق ښکاريده.

له دې سره سره چې په غزه کې ظلم هغې کچې ته رسيدلى دى چې سابقه نه لري او د بشري جنايتونو تازه ريکارډ يې جوړ کړ، خو د وحشت او بشري جنايت په وړاندې لويديځوالو خپل ارزښتونه د جيوستراتیژیکو ګټو او استخباراتي اړتیاو له احتمالي ننګونو سره د مخ کيدو له امله  له پښو لاندي کړل، غولوونکې شعارونه يې رسوا شول، ديموکراسي، بشري حقونه، په جګړه کې دملکي وګړو د خوندیتوب پرنسيپونه يې د نړيوالو د غولولو په موخه مصنوعي نقابونه ثابت شول.  موږ ايمان او باور لرو چې لويديځه نړۍ به د اسرائیلو د ننني وحشت او بربریت د بې قيد او شرطه ملاتړ بيه سبا ورکوي او دغه بيه به په نړيوال نظم کې د امريکا د هژموني د پاى ته رسيدلو په شکل وي.  نړيواله ټولنه بايد په ياد ولري چې ستونځې، فاجعې او وحشتونه په اسرائیلو باندې د حماس د توغندیو له بريد څخه نه دي پيل شوي، بلکې د فلسطينيانو په ځمکو او بيت المقدس باندي د اسرائیلو له ناروا يرغل او قبضې څخه پيل او تر اوسه پورې په مسلسله توګه دوام لري.

په سترګو مو وليدل چې د امريکا لخوا درويشت کاله مخکې رامنځته شوې د ترهګري په وړاندې جګړه ييزه ستراتیژي د سلګونو زره بيګناه افغانانو له وژل کېدو او د تريليون ډالرو له لګښتونو سره سره ناکامه شوه. له افغانستان څخه د امریکا د شرموونکې تېښتې په مهال له خپل انجام سره مخ او نه يوازې داچې موخې يې ترلاسه نکړاى شوې بلکې معکوسې پايلې يې ورکړې. د افغان ولس په ذهنيت کې د امريکا او غرب په وړاندې د نفرتونو او کرکو ګراف له مخکې څخه نور هم لوړ او د هغوى د وحشتونو له امله په مسلمانو ټولنو کې د افراطیت عنصر را وپارول شو.

لکه په افغانستان کې چې د امريکايي ځواکونو وحشتونو ظلمونو او بربريتونو نه يوازي اهداف ترلاسه نکړاى شول، بلکې منفي پايلې يې هم درلودې. همدغه شان به له هر ډول شک پرته په غزه باندې د اسرائیلو وحشيانه او بې رحمانه بمبارد او د فلسطينيانو ټول وژنه هم يقيناً معکوس نتايج ورکوي. بدې پايلې او پراخ غبرګونونه به ولري، د اسرائیلو او امریکا په وړاندې به په نړيواله کچه ځوان نسل  د اسراییلو او غرب په وړاندې د دښمنانه ذهنيت خپل کړي، په منځني ختيځ کې به د امريکا او اسراییلو پلانونه ناکاميږي او تاوتریخوالي به زور اخلي. سيمه به لا زياته ناامنه شي او د غرب په وړاندې به د نفرتونو توپان رامنځته کيږي. د صهيونيستي رژيم د وحشتونو او ټول وژنو  لويديځ نندارچيان به يې حتى په خپلو هېوادونو او خپلو کورونو کې د خوندیتوب ډاډ ترلاسه نکړاى شي.

په نړيواله کچه په غزه کې د اسرائیلو جنايتونو ته د  لويديځ ناوړه غبرګون او د لويديځ دوه مخو تګلارو، په نورو ولسونو کې د محرومیت احساس راټوکوي ، د مختلفو نیمګړتیاوو، نابرابریو، د ځواک نا انډوله کچه، اقتصادي نابرابري او ټولنیزه بې عدالتي ښئي چې ټول نړيوال نظم د څو ځواکمنو هېوادونو د ګټو پر محور راڅرخيږي. د بشري لمړنيو اړتياو پوره کولو او د انسانيت بقا ته د تضمين لپاره په نړيواله کچه د محرومیت او مظلوميت احساس ګراف لوړيږي او په اوسني نړيوال نظم کې د بدلون راتلل او د امريکايي هژموني ختمولو وخت پيل شوى دى.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.