ماشومانو ته د ځانګړو کیسو ډالۍ

494

نن د نومبر شلمه چې د ماشوم نړۍوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ دې ټولو افغان ماشومانو ته نېکمرغه وي.
د افغان لیکوالانو انلاین ټیم ورک د همدې ورځې په مناسبت افغان ماشومانو ته د ځانګړو کیسو یوه مجموعه «د هیلو نړۍ» کتاب په نامه ډالۍ کړې ده. دغه ټولګه اکسوس کتابپلورنځي په عالي کمپوز او ډیزاین سره په ۱۰۸ مخو کې خپره کړې چې د کتاب کتنپلاوی ټیم محموده تقوا میلاد، صفي الله ناصري او عبدالوهاب مومند دي او ډیزاین چارې یې نعمت الله رحیمي او موسی تعبیر ترسره کړي.
د (هیلو نړۍ) کتاب ماشومانو ته د عبرتناکو کیسو ټولګه ده، چې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه مخکښو لیکوالانو په پښتو ژبه د ماشوم د نړیوالې ورځې په پار د شلو اغېزناکو او ګټورو کیسو په چوکاټ کې د یوه کتاب په بڼه چمتو کړې دي، چې په تفریحي او روزنیزه داستاني بڼه د ژوندانه مهم ارزښتونه لکه مینه، مهرباني، ورورولي، نظافت او چاپېریال ساتنه ورته تشریح کوي. په دې کیسو کې یوولس لیکلې شوې او پاتې نهه نورې کیسې له بېلابېلو ژبو لکه: روسي، انګلیسي، اردو، چینايي، هندي، فارسي، جرمني او دري ژبو څخه ژباړل شوې دي. د دغه ژبو څخه د ژباړې یوه ګټه دا ده چې ماشومان به د افغاني کیسو لوست ترڅنګ د نورو هېوادونو له چاپېریال او د ماشوم له کیسو څخه به خوند او عبرت واخلي او دا به یې په فکري وده کې ګټور تمام شي.
په همدې اساس هر ماشوم د خپلې کورنۍ لپاره د هیلو یوه نړۍ ده، دغه معتبر اثر دې افغان ماشومانو ته ډالۍ او مبارک وي. د ماشوم ادب د لا رغونې په هیله!

درنښت
شېبه ګهیځ
۱۴۰۲/۸/۲۹ ـ ۲۰۲۳/۱۱/۲۰

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.