اصـل

سلطان جان کلیوال

221

ګل می خوښیږی خو، د ګل تخـم می ډیر خوښ دی

که تخـم نه وی  نو، ګل نشــته  ښـکلا  هـم  نشــته

ژړا د غـم نه خـو مُـســکا، له خـوشـالـۍ نه زیږی

چی زړه خپـه وی، خنـدا نشــته مُـسـکا هـم نشــته

چاته چـی مـور په  خپـله  ژبـه وی الفت ښــولی

په هـغـو زړو کی، کرکه  نشــته جـفـا هـم نشــته

هـره ټولـنه کی قـانون چی وی  حاکـم  په  ټـولو

هـلــته له زور نه ویـره نشــته ، تـا دا هـم نشــته

چی حدود مات شی تیری وشی د بل چا په حریم

دی چـاپيــریـال کی، امـن نشــته وفـا هـم نشــته

کلیوال کلی کی په تنګ، ښاریان په ښارکی ژاړی

هـلتـه روزې نشــته، خو دلـتـه هـوا  هــم  نشــته

پیـژنـد ګلوی د هـرڅه کیږی، د هغـه په اصـل

چی اصل نه وی نو شی نشــته، بقا هـم  نشــته

اکتوبر/۱۷/۲۰۲۳

ایجکس – تورنتو – کاناډا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.