په افغانستان کي اساسي قانون او قوانین (۲ برخه)

عبدالباري جهاني

364

منشي سلطان محمدلیکي: د امیر عبدالرحمن خان اجرأییه مقامات، په سر کي، د کابینې هیأت لري. دا له عمومي اسامبلی څخه، چي دربار عام بلل کیږي، بېل دی. دغه وړوکی هیأت خلوت یا دربار خاص بلل کیږي چي هغه خصوصي او محرمي غونډي کوي. دا د انګلستان د پخواینو پاچاهانو پر  طرز جوړ سوی هیأت دی او د شرقي او غربي قوانینو یو په زړه پوري مخلوط دی. منشی سلطان محمدلیکي چي د اینګلینډ د ځینو کسانو دا عقیده صحیح نه ده چي وايی د افغانستان امیر او د شرق نور پاچاهان اصلاً سلاکاران نه لري. زه په دې عقیده یم چي د شرق پاچاهان د غرب تر پاچاهانو لا په زیاته پیمانه د خپلو سلاکارانو تر نفوذ لاندي دي. دا خبره بیخي حقیقت لري چي د شرقي پاچاهانو خبره د قانون حیثیت لري او وزیران یې هغه ردولای نه سي مګر خبره دا ده چي شرقي پاچاهان د خپلو مامورینو او نوکرانو څخه اطلاعات ترلاسه کوي او د هغو اطلاعاتو په اساس فیصله کوي.

منشي وايی په عمومي دربار کي دوه ډوله مقامات برخه لري. یوه برخه هغه کسان دي چي د پاچا په اداره کي مقام او چوکۍ لري او دا په خصوصي سلاکارانو کي راځي. دوهمه برخه یې سرداران او خانان دي چي هغوی کومه چوکۍ او مقام نه لري. وروسته نو د مقاماتو هغه کوچنۍ حلقه یا خاصه اسامبلی یا کابینه له هغو کسانو څخه انتخابیږي چي په حکومت کي وظایف لري. لکه څرنګه چي د انګلستان په دربار کي هر وزیر د پاچا شخصي سلاکار دی دغه راز د امیر په عام دربار کي هم وزیران د خاصو سالاکارانو حیثیت لري او دا هغه کسان دي چي پاچا یې د خپل اعتماد په اساس انتخابوي.

منشي لیکي چي کله کله په خاصه شورا کي هم ځینو وزیرانو ته برخه نه ورکوله کیږي او دی داسي په لس هاوو مثالونه لري چي ځینو مقاماتو شکایت کړی دی چي په خاصه شورا کي برخه نه ده ورکړه سوې مګر امیر شخصاً ورته لیکلي دي چي شکایت دي بېځایه دی. منشي وايی د امیر دغه ډول اجرآت هم بالکل د انګلستان  اجرآتو ته ورته دي.

منشي لیکي چي د امیر کابینه د انګلستان له کابینې څخه ځکه توپیر لري چي امیر صدراعظم نه لري او تر څو چي د کابینې له کوم غړي څخه د مشورې غوښتنه سوې نه وي هغه نه سی کولای چي امیر ته مشوره ورکړي. خو خبره دا ده چي د انګلستان پاچا ځکه صدراعظم وټاکی چي کله کله به په سفر کي وو او د کابینې غونډي باید یوه چا اداره کړي وای. مګر امیر هر وخت په کابینه کي حاضر وي یا په بل عبارت که امیر نه وي کابینه نسته. دغه علت دی چي د انګلستان کابینه د امیر له کابینې سره توپیر لري.PP 66-69

منشي وايی کله چي موږ د یوه هیواد د قوانینو او مقرراتو په باب قضاوت کوو نو باید چي د هغه هیواد اجتماعي او کلتوري شرایط په نظر کي ولرو. د مثال په ډول که په یوه غربي هیواد کي څوک کلیسا ته ننوزي او خپله خولۍ لیري نه کړي او ضمناً بوټونه وباسي نو خلک به د لېوني په سترګه ورته ګوري خو که څوک په یوه اسلامي هیواد کي له بوټونو سره جومات ته ننوزي خلک به یې وډبوي. منشی وايی لیپیل ګریفین، چي امیر یې تر بل هر چا ښه پېژندلی، وو لیکي چي که امیر عبدالرحمن خان په خپل هیواد کي د حکومت په چلولو کي له سختۍ څخه کار اخلي علت یې دا دی چي هغه پر دغه ډول سرکښو او سرزورو خلکو باندي حکومت کوي. یا د لیپیل ګریپین په اصطلاح « که امیر له اوسپنیز لاس څخه کار اخلي علت یې دا دی چي هغه پر اوسپنیز اولس باندي حکومت کوي» منشي وایی امیر چي هر څه کوي د خپل شخصي قضاوت او د ده په فکر د خپلو خلکو په خیر حرکت کوي. منشي د یوه غربي سیاح له قوله چي امیر یې لیدلی او ښه پېژندلی دی لیکي چي د امیر په باره کي دا یوه خبره باید ومنو چي هغه ډېر زیات وطن پرست دی او چي هر څه کوي، که څه هم چي موږ غربیانو ته به مناسب نه ښکاري، هغه هر وخت د خپلو خلکو او هیواد خیر او ګټه په نظر کي نیولې ده.

منشي لیکي چي په اداره او قضا کي د امیر صلاحیتونه د اینګلینډ د باچا صلاحیتونو ته ورته دي. لکه ملکه چي د اینګلینډ مذهبي مشره منله سوې ده دغه راز امیر هم په افغانستان کي د اسلامي چارو د مشر په حیث منل سوی دی. لکه ملکه چي د قضایی ادارې مشره ده امیر هم د افغانستان د قضا مشر دی. لکه ملکه چي د اینګلینډ د اجراییه قوې مشره ده؛ امیر هم په افغانستان کي د اجراییه قوې مشرتوب پر غاړه لري. لکه د اینګلینډ محکمې او قضايي سسټم چي د ملکې ویکتوریا په نوم عدالت چلوي دغه راز د افغانستان عدالت هم د امیر په نوم چلیږي. مګر امیر په خپله اداره کي تر ملکې ډېر زیات شخصي قدرت لري او په ډېرو کارونو کي له خپل شخصي قدرت څخه کار اخلي. البته په هغو ټولنو کي چي د انګلستان په څېر پر مخ تللي نه دي اداري سسټم په دغه ډول وي.
منشي لیکي چي په پرمخ تللیو ټولنو کي دا نه منله کیږي چي دولت او مذهب دي سره ګډ وي. او هر څونه چي ملتونه پر مخ ځي په هغه اندازه مذهبي قوانین او دولت سره بېلیږي. تاریخ ښودلې ده چي په هر هیواد کي داسی یوه مرحله راځي چي هرکله خلک له نویو افکارو سره بلد سي نو بیا یوازي په هغو زړو قوانینو نه اداره کیږي چي د بشر د نوي پوهني له انکشاف سره نه جوړیږي.

منشي وايي د امیر عبدالرحمن خان د قدرت په لومړیو شپو کي ملایانو په دولتي چارو کي ډېر زیات نفوذ او قدرت درلود؛ خو امیر داسي فکر درلود چي مذهب او دولت په بشپړه توګه سره بېل کړي. ده تر هر څه مخکي هغه قوانین ختم کړل چي ملایانو جوړ کړي ول. ما مخکي لیکلي ده چي د حکومت د عایداتو ډېره زیاته برخه د دغو ملایانو جېبونو ته تله او دا ځکه چي پاچاهان مجبور ول چي له ملایانو سره ښه اړیکي وساتي. د هیواد د بېسوادو او احساساتي غازیانو ډلي په بشپړه توګه د دوی تر کنټرول لاندي وې. په ډېرو زیاتو ښورښونو او بغاوتونوکي، چي د امیر قدرت یې په خطر کي اچاوه، همدغو ملایانو لویه برخه درلوده. ملایانو به خلکو ته ویل چي امیر کافر دی او دوی باید چي د ایوب خان ملاتړ وکړي. ملا مشک عالم او د هغه زوی به د امیر په مقابل کي خلک لمسول. خو اوس هیڅ ملا دا توان نه لري چي د امیر په مقابل کي عوام وپاروي. امیر له ملایانو څخه قدرت سلب کړی دی. هغوی یې په محکمو او دفترونو کي مقرر کړي دي او تر ډېره ځایه پوری یې کوښښ کړی دی چي مذهب او دولت سره جلا کړي. PP 71-86

منشي وروسته لیکي هغه قانون چي د امیر په دربار او د قاضي په محکمه کي چلیږي د اسلام پر قوانینو او د ټولني پر رواجونو ولاړ دی خو دا باید ورسره زیاته کړو چي د امیر قدرت او صلاحیت سرحد نه لري. له هر چا سره چي دا اندېښنه وي چي په ابتدایی محاکمو کي به سم عدالت ورسره ونه سي هغه کولای سي خپله عریضه مستقیماً امیر ته وړاندي کړي.

منشي وروسته د افغانستان د پوځ په برخه کي د امیر اصلاحاتو ته اشاره کوي او لیکي چي په افغانستان کي چنداني منظم عسکري نظام موجود نه وو او هر خان او ملک به د جنګ په وخت کي خپل نفر حاضرول او له هغوی سره به چي به هر ډول زړه وسله او توري او نېزې وي له هغو څخه یې کار اخیستی. تنخوا درک نه درلود او عسکرو به د خلکو په لوټلو ګوزاره کوله. امیر شېرعلي خان د پوځ منظمولو ته توجه وکړه او یو منظم سسټم یې جوړ کړ خو منظمو معاشونو بیا هم درک نه درلود او د انګلیسیانو د سفیر کیوناري د قتلېدلو او د دوهم جنګ د پیل کېدلو یو علت د عسکرو د تنخواوو ځنډېدل وو. امیر عبدالرحمن خان نه یوازي پوځ منظم کړ بلکه د تنخوا سسټم یې دا سي تنظیم کړ چی هیڅ صاحب منصب او عسکر بې تنخوا نه پاتیږي.

دا باید په یاد ولرو چي عصري اداره او دفتري سسټم د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کي منځته راغله. منشي لیکي چي امیر عبدالرحمن خان چي له وړوکوالي څخه عسکر وو او په پاخه عمر کي قدرت ته ورسېدی پخپله د اداري کارونو په تنظیم کي یو کمالداره سړی وو. هغه خپل ډېر وخت د ادارې تنظیمولو ته ورکړ. په پخوا کي به میرزایانو او حکومتي مامورینو په خپلو کورونو کي کار کاوه او د یوه کار اجراء کېدلو به هفته یا لس ورځي نیولې؛ ځکه چي مامورینو به له یوه بل څخه لیري کار کاوه. امیرعبدالرحمن خان حکومتي دفترونه جوړ کړل او د هري ادارې مامورین په خپلو مربوطو دفترونو کي کار کوي او امیر پخپله د هغوی د کارونو څارنه کوي. PP 90-110

منشي سلطان محمد وروسته د افغانستان د سیاسي دریځ په باب په خلاصه توګه لیکي چي افغانستان یو مستقل هیواد دی. د هغه ګاونډیانو هم دا منلې ده چي هیڅ قدرت د هغه په داخلي چارو کی د مداخلې کولو حق نه لري. د افغانستان حکومت په هیڅ توګه د چا پوروړی نه دی او نه کوم هیواد ته د جنګ د تاوان په ورکولو مکلف دی. د برټانوي هند امپراطوری هم  افغانستان د یوه مستقل هیواد په حیث پېژندلی دی او د هغه هیواد په داخلي چارو کي د هیڅ ډول مداخلې حق نه لري. برټانیه هغه ته، د سرمرټیمر ډیورنډ د ۱۸۹۳ کال د تړون په اساس، په کال کي ۱۸ لکه کلداري ورکوي او امیر د هند د ویسرا په دربار کي استازی لري؛ او امیر حق لري چي د هر هیواد څخه چي زړه یې وغواړي هر ډول مواد او جنګي وسایل وارد کړي. منشي لیکي چي په عوض کي امیر له برټانیې سره ژمنه کړې ده چي د برټانیې د امپراطوری سره به دښمني نه کوي او له هیڅ خارجي هیواد سره به، د برټانیې د حکومت له مشورې پرته، روابط نه ټینګوي. د برټانیې حکومت په افغانستان کی استازی لري مګر هغه باید حتماً یو مسلمان وي. البته هغه موقف چي، د برټانیې استازی یې، د هند د راجا ګانو په دربارونو کي لري په کابل کی یې نه لري. د برټانوي هند استازي د هند راجاګانو ته امر کوي چي دغه یا هغه کار وکړي او یا یې ونه کړي په داسي حال کی چي په کابل کی د برټانیې استازی، پرته له عام دربار څخه، حتی د امیر د لیدلو اجازه نه لري او که ورسره ګوري نو باید چي اجازه او وخت واخلي. منشي وايی ځیني کسان پوښتنه کوي چي که افغانستان مستقل دی نو امیر یې ولي له برټانیې څخه ۱۸ لکه کلداري اخلي. جواب دادی چي امیر دا پیسې د هغي ژمني په بدل کي اخلي چي له برټانیې سره یې کړې ده چي د هغه هیواد له مشورې پرته به له نورو هیوادونو سره روابط نه ټینګوي. منشي وايي د خارجي هیوادونو سره د امیر د اړېکو دغه محدودیت په اصل کي د افغانستان په تاوان نه بلکه په ګټه دی ځکه چي د یوه کمزوري او وړوکي هیواد لپاره له خارجي هیوادونو سره تماسونه هغه هیواد ته تاوان رسوي.

منشي لیکي په تاریخ کي داسي ډیر مثالونه سته چي یوه پاچا بل پاچا ته کلنۍ پیسې یا سبسیډي ورکړې مګر د هغه هیواد خپلواکی ته یې تاوان نه دی رسولی. د مثال په توګه د اینګلینډ پاچا دوهم چارلس Charles 2 د فرانسې له پاچا څخه کلنۍ پیسې تر لاسه کولې او د برټانیې حکومت پخپله، په دې وروستیو وختونو کي، یو شمېر پاچاهانو او واکمنانو ته سبسیډي ورکوله. امیر څو ځله اعلان کړی دی چي تر څو پوري برټانیه له هغه سره پر خپله ژمنه ولاړه وي نو دی به هم د هغه هیواد د دوست او متحد په حیث پاته وي.

منشي لیکي چي برټانیه په خپل سر د امیر د دربار لپاره استازی نه سي ټاکلای بلکه د کاندیدانو یو لیست ورته را لیږي او امیر په هغو کي یو انتخابوي او هغه هم له دریو کالو څخه تر پنځو کالو پوري په افغانستان کي پاتېدلای سي او کله چي هند ته ستون سي نو هلته د نواب لقب ترلاسه کوي. منشي لیکي حتی کله چي د برټانوي هند حکومت د امیر په عنوان کوم لیک استوي منشي باید امیر ته د هغه لیک د سپارلو لپاره اجازه او وخت وغواړي.

منشي لیکی چي د هند وایسرا په دربار کي د امیر استازی هماغه، په کابل کي، د برتانوي هند د استازي موقف لري. او توپیر یې دادی چي د امیر د استازي د ماموریت وخت محدود نه دی بلکه دا په امیر پوري اړه لري.

منشي لیکي چي امیر پر دغه استازي برسېره په هند او اینګلینډ کي نور خصوصي تجارتي استازي هم لري. دغه راز د امیر او برټانوي هند تر منځ یوه بل ته د متخلفینو او مجرمینو د حتمي لېږلو کومه موافقه موجوده نه ده. PP 110-116

                               پاته لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.