له «نړیوالو» د افغانانو غوښتنه

اسد زمری

296
له «نړیوالو» نه د افغانانو غوښتنه
د ناولي کښت ثمردرسره واخلئ
د جګړودا تور ټغر در سره واخلئ
پرې چې خپل شو سره بیا په خپل وطن کې
هم مو خپل هم مو نوکر در سره واخلئ
چې شو ورورنو غوندې خپل سکني ورور ته
دا مسلم او دا کافر در سره واخلئ
چې بیل کړي مو په یو او بل نامه یو
هم مو کوز اوهم مو بر در سره واخلئ
څو چې وخیږو مونږ خپل ملی قوام ته
دغه خیل ، قوم او ټبر در سره واخلئ
مونږه پریږدئ چې مو تود خپل نغري کړو
دغه وږي دا نهر در سره واخلئ
چې د وړو وو، سره او سپین خو مو تالا کړل
هسې نه چې دا وچ غر درسره یوسئ
تیت ولس مې چې راټول شي خپل وطن کې
د هجرت دا تریخ سفر در سره واخلئ
مونږ ته بیل، قلم، کتاب ګوتو کې راکړئ
هم رنجرهم مو ستنګر در سره واخلئ
له جهاده مو بیزاره کړو فساد کې
دا پیرو او دا رهبر در سره واخلئ
د جګړې تارتوق مو بیرته سره یوسئ
وطن پلوري، دهشتګر در سره واخلئ
بل څه نه غواړو له تاسي «جهانیانو»
د فساد رذیل لښکر در سره واخلئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.