د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۸

آصف بهاند

264

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۲۲۷‌مه برخه

خدایه ته وینې چې دوي څه کړي

پنجاب تهران تکراروي کافر چمونه

 فتوی دې جیب کې بېرته کښېـږده

اوس خلک پوه دي، ته بې‌دین فتوی بې‌دینه

 خپل کار په خپله کوه یاره

پر بل که بار شوې، بیا دې ایسته غورځوینه

 بېړۍ دې ډوبه شه پنجابه

زما دې وسېځل د ټول عمر خوبونه

د پاکستان له سیاسیونو او نظامیانو نه چې د خپلو تېروتنو په اړودوړ کې لار ورکه شي، بیا نو لکه تل خپل کرایي مذهبیون ــ ملایان راټولوي او د خپلو ترسره کړو تېروتنو باوجود د هغوی د تایٔید مهر هم غواړي. د ۲۰۲۳ ام کال د نومبر پر اتلسمه د پاکستان یو نظامي مقام دا کرايي ملایلان راټول کړي وو او هغوی هم په یوه خوله د افغان مهاجرو د په زور شړلو کومه پرېکړه چې پاکستاني مقاماتو کړې او د عملي کېدو په حال کې ده، تایٔد کړه. په دې باب د تاند په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«تاند(شنبه، د عقرب ۲۷مه) د پاکستان سلګونه ملایانو د دغه هېواد د پوځ مشر عاصم منیر سره د لیدنې پر مهال د افغانانو خلاف د خپل حکومت د کړنو ملاتړ کړی.

د پاکستان د پوځ په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دغې لیدنې پر مهال پاکستاني ملایانو د افغان کډوالو د ايستلو، په پاسپورټ د تګ راتګ او هغو ناقانونه کړنو خلاف چې افغان کډوال پرې تورن شوي،د حکومت د کړنو ملاتړ کړی.

په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم، چې د پاکستان ملایانو ته خاص عقیدت لري، په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان ملایان تورن دي چې قاطع اکثریت یې د دغه هېواد د بدنامې استخباراتي شبکې اجیران دي او تل یې په افغانستان کې د دغې شبکې د سیاستونو د تطبیق لپاره له اسلامي احکامو ناسم تفسیر او استفاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ګڼ لوړپوړي چارواکي د دغو ملایانو د مدرسو شاګردان پاتې شوي او لا هم مهمې مشورې او اړیکې ورسره پالي.

یو شمېر افغانانو د طالبانو رژیم ننګولی، چې که رېښتیا خپلواک او د پاکستان تابع نه وي، له دغه هېواده دې خپلې کورنۍ وطن ته انتقال او پاکستاني مدرسو سره اړیکې پرې کړي.»

د همدغو ملایانو تېرنسل په افغانستان کې د جهاد فتوی هم صادره کړې وه او په پیل کې د همدې ټوپکي ډلو د مشرانو په غونډه کې دا شعار لیکلی و:

او اوس د هماغو ملایانو بل نسل فتوی صادروي چې په داسې کړکیچن حالت کې دې دا خوار او مظلوم مهاجر وشړل شي. دا د پاکستان د اسلامي ورورولۍ او اسلامي گاونډیتوب ډېره ښه بېلگه کېدای شی، نو وطنوالو د پاکستاني سیاسیونو، نظامیانو او ملایانو د پرېکړو او فتواوو په باب باید خپله ځان پوه کړئ او نور لږ ځان راپه سد کړئ.

ډېر ځلې همدا حالت په لنډیو کې ډېر ښه ښودل شوی دی، دا یې څو نورې بېلگې دي:

د خلکو مخه شوه خپل کور ته

که خدای غوښتل نو به اباد شي وطنونه

 اول یې کور کې اور رابل کړ

د هجرت کور کې یې هم بل کړل سره اورونه

 خپل کلی کور مې سره تبۍ شو

د بل په کور کې هم راجوړ شول توفانونه

 خپل کار په خپله کوه یاره

پر بل که بار شوې، بیا دې ایسته غورځوینه

 بېړۍ دې ډوبه شه پنجابه

زما دې وسېځل د ټول عمر خوبونه

 زما کوډله یې کړه ړنگه

څو چې ژوندی یمه ښېرا ورته کومه

 موږه په تمه د سبا شو

سبا لپاره گاونډ چل جوړ کړی وینه

 اخوند پنجاب نه تمه نه‌شته

د بل په تمه چې وم ناست اوس مې شړینه

 لوړې پوړۍ ته ځان ورجگ کړه

په ناپوهۍ کې درله‌غاړې احتیاجونه

 فتوی دې جیب کې بېرته کښېـږده

اوس خلک پوه دي، ته بې‌دین فتوی بې‌دینه

 بیا د سختۍ څپې خپرې شوې

گاونډ مې نه مني ته گوره انصافونه

 خدایه ته وینې چې دوي څه کړي

پنجاب تهران تکراروي کافر چمونه

تر دې به بله سخته نه وي

چې مسلمان دې نړوي خټین کورونه

 موږ خپله کړي، خپل یې گورو

پرېـږده چې راکړې د بې‌کورو پېغورونه

 هم بې‌وطن یم هم بې‌کوره

ما خو سېځلي په خپل لاس خپل مکتبونه

 خپله مې کړي، گنهکار یم

ورته حیران یم اوس بې څنگه جوړومه

 ملامتي ده راله‌غاړې

دا مو حق نه دی چې اوس کړو شکایتونه

د پاکستان ایران لاس یو دی

دوی په یوه خوله افغانان شړلي دینه

 لاس مو تر تیـږې لاندې راغی

چې مو په سخته ورځ له خپل مُلک نه شړینه

 په مازدیگر یې وشړلم

په نیمه شپه کې په تورخم ودرېدمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.