د امیر په دربار کې

عبدالباري جهاني

254

د امیر په دربار کې

At the Court of the Amir

By Alfred Gray

ډاکټر الفرډ ګرې یو انګلیسی ډاکټر وو چي امیر عبدالرحمن د یوه بل انګلیس انجنییر سالټرپاین په مشوره له انګلستان څخه را وغوښت او د امیر د پاچهی وروستي کلونه یې، د افغانانو د یوه بهرني ډاکټر په حیث، په کابل کي تېر کړل. الفرډ ګرې، د امیر په دربار کي، د نورو دغه ډول انګلیسیانو په څېر، خپل خاطرات د یوه کتاب په شکل ترتیب کړي او چاپ کړي دي. دا کتاب ډېر لوی او هر څه یې په تفصیل بیان کړي دي؛ چي یو له ډېرو په زړه پوري او ګټورو خاطراتو څخه شمېرل کیږي. ما د دې لوی کتاب یوازي ۳۲ او وروستی فصل، چي د امیر عبدالرحمن خان له شخصیت او د هغه له اداري اجرآتو سره اړه لري، ترجمه کړی دی.

 دو دېرشم فصل:  وروستي خبري

که څه هم ما کوښښ کړی دی چي په افغانستان کي د خپلي استوګني په موده کي د هغه هیواد د خلکو او د امیر د شخصیت په باب خپلي تجربې بیان کړم خو دا باید له یاده ونه باسو چي موږ انګلیسیانو، چي د امیر په خدمت کي وو، د امیر په باره کي مو، د هغه هیواد له نورو خلکو سره څرګند توپیر درلود. موږ، د خارجیانو په حیث، د هغه هیواد پېښو کله کله حیرانولو، کله کله به یې دردولو او کله به مو په ډېره علاقه ننداره کوله که څه هم چي موږ دې پیښو ته په مجرد شکل کتل چي زموږ سره یې چنداني شخصي اړه نه درلوده.

مثلاً ما په خپلو خاطراتو کي دا خبره یاده کړې ده چي امیر به کله کله ځیني کسان تر ټولو له کښتي طبقې حتی غلامانو څخه انتخاب کړل او هغه به یې د ټولني تر ټولو عالی مقاماتو ته ورسول. دغه راز به یې د عالی مقاماتو څښتنان داسي را وغورځول چي تر هر چا به یې ټیټ کړل. نن به دي یو سړی لیدی چي د ښار په لارو کوڅو کي یې په سروزرو ښکلي سوي بخملي جامې اغوستي دي او د غلامانو یو پوځ به ورسره ملګری وو، یوه یا دوې ورځي وروسته به دي هغه سړی ولیدی چي زړې جامې به یې په تن وې او د یوې ګولې ډوډۍ لپاره به یې ګدايی کوله او زه به حیران وم چي دا پیښي د یوه سړي د اعمالو نتیجه ده  او که دا پیښي پر یوه افغان باندي، چي په یوه لوړ مقام کي مقرر سي او ستر مسوولیتونه ور ورسپارل سي، د بشپړي بې باوری له امله منځته راځي.

د مثال په ډول: یو سړی د یوه ولایت د ګورنر په حیث ټاکل کیږي چي عادي تنخوا لري او امیر یې ویني چي ډېر عالي لباس یې اغوستی او، پر آسونو باندي، د سپرو نوکرانو یوه لویه ډله ورپسې ده. حتی موږ خارجیان په دې پوهېدلو چي د یوه ګورنر په تنخوا دا دونه عالي جامې او نوکران او دربار نه سي برابرېدلای. دا خو غیر ممکنه وه چي دا شیان دي د امیر له سترګو څخه پټ سي؛ خو دا کار یو ډول عادي سوی وو او هر څوک چي به په یوه لوی مقام کي مقرر سو هغه به ځانته دربار جوړ کړی وو. څو کاله وروسته به هغه ګورنر، د ولایت د عایداتو او مالیاتو په باب د حساب لپاره  کابل ته را وغوښتل سو. هغه دا حساب ورکولای نه سو. امیر به د هغه پیسې او مالونه، چي په ناروا توګه به یې ترلاسه کړي وه، ورڅخه واخیستل او خزانې ته به یې تحویل کړه. د ده قېمتي شیان، شالونه او د مېرمنو د الماسو زیورات به یې ورڅخه واخیستل. دی به یې دوونه جریمه کړ چي ګدايی ته به محتاج سو او یا به یې بندیخانې ته واچاوه. د دې عمل تاوان به غریبانو، بزګرو او تاجرانو ته رسېدی چي ګورنر به د خپل واک په وخت کي پیسې ور څخه اخیستي او چاړه به یې هډوکو ته رسېدلې وه. کله چي اشراف او د اعتبار څښتنان دغه راز کارونه وکړي نو بیا امیر مجبور دی چي په غلامانو اعتماد وکړي او د ټولني عالي مدارجو ته یې ورسوي.

له بلي خوا داسي هم ډېره پېښه سوې ده چي یوه سړي د خیانتونو او په ناروا توګه د مالونو د جمع کولو له امله نه بلکه د دښمنانو د دسیسو په وجه مقام له لاسه ورکړی وی. زه فکرکوم چي دا په یوه استبدادي نظام کي، چي ټول قدرت د یوه سړي په لاس کي متمرکز وي، هر وخت پیښیږي. یو مستبد چي هر څونه هوښیار او عادل وي هغه په هر څه پوهېدلای نه سي. کله چي ټول قدرت د یوه سړي په لاس کی وي نو یو ځیرک او چالاک سړی، چي هر وخت دربار ته لاره لري، په دې پوهیږي چي هلته ټول کارونه د یوه سړي په اختیار کي دي او هر څه د هغه سړي په نیت او تندي پوری اړه لري نو هغه خپله په پوره حوصله خپل کار پیل کوي څو د هغه سړي ځای ونیسي چي تر ده لایق دی او تر ده لوړ مقام یې نیولی دی. کله کله یو سړی له دښمنانو سره ګیر سي. دواړه خواوي د یوه بل په باب په یو څه پوهیږي او کولای سي چي د ضرورت په وخت کي یې په خیانت تورن کړي خو د یوه بل له ویري هیڅ نه وايی. دا کار نو یوازي د افغانستان د اوسني امیر په دربار او اداره کي نه دی روان بلکه هر ځای له پېړیو همدغه حال دی.

ما ته د یوه عادي ننداره کوونکي په حیث دا پیښي دلچسپه وې مګر لکه مخکي چي مي ویلي دي زړه دردوونکي هم وې. کله کله دا پیښي د خندا وړ وي خو خاتمه یې، زیاتره وختونه، تراژیکه او د خواشینۍ وړ وي. سړی نه پوهیږي چي دا چټک او یو دم پورته کېدل او بیرته را لوېدل د افغانانو د عمل نتیجه وبولي او که د افغانانو اخلاقي او روحي حالت داسي راغلی دی چي باید همداسي ورته پېښه سي. که موږ د یوه متمدن افغانستان د جوړېدلو په باره کی فکر کوو او یا یې انتظار لرو نو دا پوښتنه مهمه ده.

آیا یو افغان چي قدرت ته رسېدلی او پر یوه لوړه چوکۍ باندي کار کوي په دې پوهیږي چي یوه ورځ به لاندي را غورځول کیږي او په داسي حال کي چي خپله چاړه په اوبو کي ویني دا یې له ځان سره ویلي وي چي دا ګړی خو قدرت لرم دا چي ژر یا وروسته به د امیر له نظره لوېږم هغه خدای ته معلومه ده. نو چي قدرت لرم باید چي له دغه حالت څخه استفاده وکړم. چي څه مي په وس کیږي له خلکو څخه یې په زور او جبر ترلاسه کړم او له ژونده مزه واخلم. کېدلای سي چي د بیرته را غورځېدلو ورځ مي تر ډېره وځنډیږي.

که سړی له دغي زاویې څخه ورته وګوري بیا نو امکان لري چي دا اوسني حالات او پیښي د هغه د دغه سلوک له امله منځته راغلي وي. له بلي خوا دا سوال پیدا کیږي چي آیا د افغانانو روحي او اخلاقي حالت بیخي د اصلاح وړ نه دی؟ زما مطلب دا نه دی چي هغه دروغ وایی، غلا کوي، قتل کوي یا تېر ایستل کوی. ځکه دا خو هغه کارونه دي چي یو افغان یې له پېړیو راهیسي کوي؛ مګر سوال دا دی چي آیا دا ملت د اصلاح وړ نه دی او نه سي کېدلای چي د عالي اخلاقو او روحیاتو څښتن سي؟

سړی ویني چي هغوی څومره په زړه پاک دي او څومره مېلمه پال دي. له خپلي آزادی او له خپلي خاوري سره څونه ژوره مینه لري. کله چي یې یو دوست په تکلیف او یا غریبي او خواري کي وي دوی څومره ورته وفادار وي. دا هغه صفتونه دي چي ما او بل هر چا په دوی کي لیدلي دي. که سړی د افغانانو دې صفتونو ته وګوري نو ویلای سي چي دې ملت یو وخت تر دغه اوسني حالت ډېر عالي اخلاق او روحیات درلودلي دي.

دا چي امیر د هغوی په باره کي څه فکر کوي ډېره څرګنده خبره ده. ځکه چي ده هغوی را پورته کړي او د هغوی د روزلو په برخه کي ېې خواری ګاللي دي. که څوک وايی چي امیر پخپله دغه اوسني ځای ته په تصادفي توګه رسېدلی دی دا به ډېره بېځایه خبره وي. هغه دې ځای او مقام ته د رسېدلو لپاره دومره زیار ګاللی دی چي یوازي د ده په وس پوره وه. دا لازمه وه چي باید د خانانو او لویو قومي مشرانو، چي تل به له یوه بل سره، د زړو دښمنیو او شخصي ګټو پر سر، په جګړه لګیا ول، قدرت ختم سي. هیواد باید  فقط د یوه مشر تر رهبری لاندي سره متحد سي او ټول باید د پاچا د قدرت درناوی وکړي او په دې وسیله داسي وضع حاکمه سي چي ده ته دا امکان برابر سي چي خپل خلک له هغي ناپوهی څخه را وباسي چي دوی رنځ ورڅخه ګالي. امیر عبدالرحمن خان په دې هیواد کي، چي ده یې د قدرت واګي په لاس کي اخیستي دي، او تقریباً مطلق کنټرول یې په لاس کي دی، داسي کارونه کړي او کوي یې چي هیواد یې د ریښتوني تمدن پر لور رهي کړی دی.

البته سړی اوس هم پر دې حقیقت سترګي نه سی پټولای چي په افغانستان کي د یوه مستبد حکومت ټولي بدۍ موجودي دي. هیڅوک په هیڅ رسمي چوکۍ او مقام باور نه لري. نن سته سبا نسته. د مقام د نیولو لپاره هغه شرارت او شیطانت، چی مخکی مي اشاره ورته وکړه، موجود دی. پر غریبانو او نېسمتنو باندي ظلم روان دی او دهقان او کسبه تر استبداد لاندي ژوند کوي او دل کیږي. دا ټول شیان موجود دي او دا د یوه حکومت ژوند ته خاتمه ورکوي ځکه هر وخت چي متقابل اعتماد او باور موجود نه وي هلته هیڅ قدرت بقا نه لري.

سره له هغه چي امیر عبدالرحمن خان، د ناپولیون په څېر، د استخباراتو یوه پېچلې شبکه غوړولې ده مګر د هغه لپاره دا ممکنه نه ده چي په هیواد په ټولو موجودو نیمګړتیاوو او شرارتونو ځان خبر کړي. په مخکنیو وختونو کي د هیواد پرمنځنی طبقه او کښته طبقه چي، د هر هیواد د ملا تیر دی، تر اوسني وخت ډېر ظلمونه کېدل. مګر هر افغان ځکه خوشحاله وو چي یوه ورخ نه یوه ورخ دا فرصت ورته برابرېدی چي په قبیلوي جنګ کي برخه واخلي او خپل زړه سوړ کړي. هر افغان یو عسکر دی او د خپلي مدعا د ترسره کولو لپاره یې هر وخت ملا تړلې وه او همدغه قبیلوي جنګونو یې د خپل ژوند له هغو شرایطو څخه چي هر آن د زړه سوي وو توجه اړولې وه. اوس دوی د فکر کولو فرصت لري. که څه هم چي د ژوند شرایط یې ډېر بهتر سوي دي مګر دوی وايی پخوانی حالت یې تر اوسني حالت ډېر بهتر وو.

د هغو کسانو لپاره چي د خپلو عقایدو د اظهارولو په منظور یې د ارقامو او احصاییو د ترلاسه کولو فرصت تر لاسه کړی دی په دې خبره کی هیڅ شک نسته چي افغانستان په دې وروستیو لسو کلونو کي د تمدن پر لور ډېر لوی ګامونه پورته کړي دي. او دا لوی ګامونه د هغه مهم او برجسته واکمن د زیار او زحمت برکت دی چي همدا اوس یې د افغانستان قدرت په لاس کي دی. هغه امیر عبدالرحمن دی او لیاقت او خدمتونه یې دلایلو او اثبات ته چنداني ضرورت نه لري.

که موږ د افغانستان اوسنی حالت د څو کلونو مخکي سره مقایسه کړو نو پوهیږو چي دې سړي چي مطلق قدرت یې په لاس کي دی د خپل هیواد د متمدن کولو پر لور څه ګامونه پورته کړي دي. امیر عبدالرحمن د هیواد یو مطلق دیکتاتور دی. دی یوازینی سړی دی چي ارادې یې د دغه هیواد پر خلکو باندي خپله همېشنۍ اغېزه پرې ایښې ده. په افغانستان کي، د خلکو د عمومي اذهانو د رهبري کولو لپاره مطبوعات وجود نه لري. په افغانستان کي د ملایانو او مذهبي مشرانو قدرت او نفوذ ډېر سخت محدود سوی دی. د ملایانو او مذهبی مشرانو  رییس خان ملاخان، که څه هم چي امیر یې ډېر زیات درناوی کوي، خو تر یوه عادي قاضي یې قدرت زیات نه دی. کله چي امیر په دربار کي خپله عقیده اظهاروي نو د هغه خبري د ټولو عقایدو او احکامو اساس دی. څه چي دی وايی نو سرداران، درباریان او غلامان هغه خبره کوي او سمدستي خبره بازارونو ته رسیږي او ټول عوام په یوه خوله د امیر خبره او عقیده تکراروي. د هغه سړي کور خراب دی چي د امیر له عقیدې سره مخالفه عقیده ښکاره کړي او د امیر خبره ورماته کړي. خلک ده ته په تریو تندي او بې باوری ګوري او د هغه له شاوخوا څخه اطلاعات ترلاسه کوي. ټوله توجه د امیر خواته وي او که څوک د امیر له عقیدې سره مخالفت وکړي یا د هغه سره په هغه نغمه کی چي ده سره کړې او پیل کړې ده برخه وانه خلي نو له کتاره ایستل کیږي.

لکه مخکي چي می ویلي دي، امیر د دراني قبیلې مشر دی. دا قبیله له ډیرو پخوا زمانو څخه د هیواد تر نورو قبایلو متمدنه ده او واکمنان هم له دغي قبیلې څخه راغلي دي. کله چي سړی د امیر عالي شخصي نفوذ ته ګوري نو ګوري چي دا د هغه هیواد لپاره د خوښۍ ځای دی چي هغه د تمدن او عدالت پر لور ګامونه اخلي.

دا هغه څه دي چي سړی یې په سترګو ویني. که د امیر د نیکه امیر دوست محمدخان په وخت کي شرایطو ته وګورو چي د افغانستان خلک یې امیر کبیر بولي. دوست محمدخان د کابل امیر وو. د هغه ورور رحمدل خان په کندهار کي ناست وو. هرات د شاه شجاع د ورور شار محمد په لاس کي وو. دا خبري د ۱۸۳۵ کال دي ( کندهار په هغه وخت کي د کهندل خان په لاس کي وو او په هرات کي د شاه محمود سدوزي زوی کامران واکمن وو.جهاني) دا مشران هر وخت له ایران او روسیې سره په دسیسو لګیا ول او د دوی ترمنخ شخصي عداوتونو او د خپلو ګټو لپاره دسیسو او جګړو هیواد داسي حالت ته رسولی وو چي هیچا قدرت نه درلود او سړی یې انارشي بللای سي. جنګونه او له جنګونو سره غلاوي، داړه مارۍ او قتلونه دونه ډېر وه چي افغانستان د خپلو خلکو د اوسېدلو لپاره چندانی محفوظ نه وو او خارجیانو خو په هیڅ توګه نه سوای کولای چي له یوه ښار څخه بل ته سفر وکړي. جنګونه دومره ناڅاپه پیل کېدل چي سړي به له یوه ځایه بل ځای ته سفر کاوه د جنګ په منځ کي به ګیر سو. تجارتي کاروانونه، چي د سفر جرأت به یې کړی وو، مجبورل ول چي له داړه مارانو او جنګونو څخه د ژغورلو لپاره ډیري اوږدې فاصلې طی کړي او سالم تر هدف پوري ورسیږي. د افغانانو ځیني وحشي قبایل تر هر څه د جنګ پیل کېدلو ته خوشحاله وه ځکه چي د جنګونو په وخت کي هیچا له چا څخه د لاري د نیولو او قتلونو باز خواست نه کاوه او هر چا هر څه کولای سوای.

امیردوست محمدخان د ۱۸۵۰ کال په شاوخوا کي ترکستان ونیوی او په ۱۸۵۴ کال کي یې رحمدل خان له کندهاره وایست. ضمناً په هرات کي شاه کامران د خپل پلار پر ځای کښېناست او د ده تر مرګ وروسته یې وزیر یارمحمدخان قدرت ته ورسېدی. ایرانیانو پر افغانستان باندي حمله وکړه او هرات یې ونیوی. څرنګه چي هرات د هند د دروازې حیثیت درلود نو برټانیه مداخلې ته مجبوره سوه او د دوست محمدخان ورور سلطان جان قدرت ته ورسېدی ( سلطان جان د امیردوست محمدخان وراره او زوم او د سردار محمدعظیم خان زوی وو. جهاني) سلطان جان په ۱۸۶۲ کال کي وفات سو او څو تنو چي په هرات کی یې د قدرت نیولو ادعا درلوده، د ایران پر دوستي باندي تکیه وکړه او له هغه هیواد څخه یې د مداخلې غوښتنه کوله. دوست محمدخان ځکه د هرات پر لور حرکت وکړ. هغه ښار یې محاصره او فتح کړ. دا د هغه وروستنی اقدام وو او څو ورځي وروسته په خپل پوځي کمپ کی وفات سو. ( سلطان جان په ۱۸۶۲ کال کي نه بلکه په ۱۸۶۳ کال کي، پر هرات باندي د امیر دوست محمدخان د حملې او د هغه ښار د اوږدې محاصرې په جریان کي، چي تقریباً ۹ میاشتي یې دوام وکړ، وفات سو. امیر دوست محمدخان د هرات محاصرې ته دوام ورکړ او وروسته یې دا ښار د سلطان جان د زوی شهنواز خان څخه، چی ځان یې امیر ته  تسلیم کړ، واخیست. امیر د ښار له فتح کولو څخه دیارلس ورځي وروسته په هرات کي وفات سو او د خواجه عبدالله انصاري په مزار کي خاورو ته وسپارل سو. جهاني)

کله چي امیر دوست محمدخان په کابل کي پاچا وو نو هر چا اجازه درلوده چي یوه انګلیس ته په وازه خوله ښکنځل وکړي او لعنت ورباندي ووايي. هغه د دې ترڅنګ چي یو بریالی جنګیالی وو د ښه زړه خاوند او یو محبوب پاچا وو. مګر له دې ټولو صفتونو سره سره یې د خپلو خلکو د نېکمرغه کولو او سمسورولو لپاره کوم خاص کار نه دی کړی. ډاکټر بیلیو، چي یو ماهر او د حقایقو نه ستړی کېدونکی څارونکی وو او وايي چي په کابل کي د امیر دوست محمدخان په باره کي هر ځای خبري کیږي خو هغه د خپلو خلکو د ژوند د ښېګڼي او بهترولو لپاره په ژوند کی یو ګام هم پورته نه کړ. هغه خپل قوم د منځنیو پېړیو په جهالت کی محصور وساتی او د ده په زمانه کي پر هر څه باندي مذهبی تعصب حاکم وو. خو ده به هر وخت ویل چي د هیواد د خپلواکی د ساتلو لپاره دا تر ټولو غوره لاره ده.  د ده تر ټولو د ستایني وړ کار دا وو چي خپله ښېګڼه یې د برټانیې سره په اتحاد کي لیده او د خپل ښه قضاوت په برکت یې بالاخره هیواد سره یو موټی کړ. مګر هغه سره له دې هم له تمدن څخه لیري پاته وو. د امیر دوست محمدخان او امیر عبدالرحمن خان تر منځ مشابهت ته ځینو کسانو توجه کړې او قضاوت یې ورباندي کړی دی.

لارډ کرزن د هنر او آرټ په یوه غونډه کي وویل چي امیر عبدالرحمن د خپل نیکه څخه ځیني شیان په میراث وړي دي. په دې کي هیڅ شک نسته چي دا خبره پر ځای ده او سړی باید دا پر زیاته کړي چي امیر عبدالرحمن، د دې ترڅنګ چي د امیر دوست محمدپه څېر قوي شخصیت لری، ډېر زیات علمي، هنري او عمومي اطلاعات او معلومات هم لري. هغه دا معلومات له کتابونو، له خلکو سره د خبرو او د خپلو سفرونو په ترڅ کي له مشاهداتو څخه ترلاسه کړي او ذخیره کړي دي. امیر عبدالرحمن د دوست محمد له ساده عاداتو او مېلمه پالني سره وقار او یو ډول له مهربانیه ډک احترام او درناوی ور زیات کړی دی چي د داسي یوه سړي په شخصیت کي برجستګي لري او له ورایه ښکاري چي له سهاره تر ماښامه غوړه مالان ورباندي را ګرځېدلي او صفتونه یې کوي. خلک په هر وخت کي عبدالرحمن ته لاس رسی لري. حتی په هغه وخت کي چي د نقرس او هډوکو له دردونو څخه به تاوېدی په ډېره حوصله به یې د خپل رعیت تر ټولو د غریب سړي عرض اورېدی او ډېر ژر به یې د عریضې جواب ورکاوه او خپل قضاوت به یې ورباندي کاوه.

زما له لیکني څخه به دا څرګنده سوې وي چي امیر د خپلو خلکو د متمدن کولو او نېکمرغه کولو په لاره کي کوم ګامونه اخیستي او څه یې کړي دي. نور په افغانستان کي د لویو لارو نیول او په لویو لارو کي قتلونه عام نه دي او نه په ښارونو کي غلاوي او قتلونه کیږي. شپږ اووه کلونه کیږي چي انګلیسیان له پېښور څخه تر کابل پوري سفرونه کوي او هغوی ته چا هیڅ ډول تاوان نه دی رسولی او نه یې د هغوی د آزارولو کوښښ کړی دی. زه د خپل ځان په باره کي درته ویلای سم چي هر وخت مي د کیلوالو ناروغان کتلي او په بېغمه زړه له کلیوالو سره د هغوی کورونو ته بې وسلې او بې محافظینو تللی یم او په زړه کی می هیڅ ډار او وېره نه ده را ګرځېدلې.

دا چي امیر باید د یوه ناروغ هیواد د علاج کولو او د روغتیا حات ته د نیژدې کولو لپاره جدي ګامونه اخیستي وای دا یو څرګند ضرورت وو. که هغه نرم اقدامات کړي وای نو ښايی خلک سم ورباندي پوهېدلی نه وای او په بشپړه توګه به یې له نظره غورځولي وای. هغه وحشي قبایلي خلک چي د لویو لارو ځینو برخو ته یې د مرګ د وادي نوم ورکړی وو یا د امیر پوځیانو ووژل یا یې ونیول او اعدام یې کړل او یا یې له لویو لارو څخه ورک کړل.

له بلي خوا که د کابل یو اوسېدونکی وغواړي چي ځانته کاروبار پرانیزي امیر ته یو درخواست ورکوي او امیر د هغه د کاروبار لپاره پور ورکوي او د پور په بدل کی هیڅ سود نه ورڅخه اخلي.

ما په خپلو مخکنیو پاڼو کي لیکلي دي چي امیر څرنګه نه یوازي د دربار خدمتګارانو او د خپل محافظ کنډک ځوانو عسکرو ته تعلیم ورکاوه بلکه د اشرافو زامن یې، چي ده غوښتل په پوځ کي یې شامل کړي، هم روزنه ورکوله.

د کابل په کارخانو کي د امیر تعلیمي نفوذ زیات او محسوس دی. ډېر زیات افغانان په هغو کارخانو کي چي انګلیسي انجنیران یې اداره کوي ، چي وخت په وخت د امیر له خوا را بلل کیږي، او دغه راز د هندوستاني میستریانو تر لاس لاندي کار کوي چي له لاهور او بنګال څخه ورته معرفي سوي دي.

په دې کارخانو کي نه یوازي د جنګ وسایل او مواد تولیدیږي بلکه د مختلفو لاسي صنایعو کار هم روان دی. یوه ډله خلک د څرمنو کار کوي او د انګلیسیانو او روسانو پر طرز عسکري موزې کاپی کوي او جوړوی یې؛ ځیني نور بیا ځینونه، قیضې، کمربندونه او قطاروزنې جوړوي. ځیني کارګران مېزونه او چوکۍ او رنګارګ د کورسامانونه جوړوي. ځیني بیا د ژړو څخه شمع دانۍ، څراغونه او نور شیان جوړوي چي هم ګټور او هم تزییني دي. په دې کي تر ټولو هنري کار د سپینو زرو د زرګرانو دی. هغوی د امیر او سلطانې لپاره ډېر ښکلي شیان جوړوي. پیالې، چای خورۍ، ډیري ښکلي چاینکي، خنجرونه او د تورو لاستي جوړوي. د دوی کارونه بیخي وطني رنګ لري. امیر هغوی ته رسم ورښيي او یا په اینګلیند کي جوړ سوي شیان ورته ښيي چي د هغو له مخي نور شیان جوړ کړي.

په کابل کي اروپايی شیانو رواج موندلی دی او له هغه وخته چي زه د امیر خدمت ته راغلی یم تر اوسه پوري د اروپايی طرز لباسونو اغوستل ډېر زیات سوي دي. که څه هم چي د کابل خیاطانو ډېر ژر اروپايی طرز لباسونه جوړول زده کړل مګر امیر دې ته متوجه سو چی هغوی لا ښه رسېدلي نه دي او اروپايی طرز لباسونه سم نه سي جوړولای نو یو انګلیس خیاط یې را وغوښت څو هغوی ته درس ورکړي او انګلیسي لباس جوړول ور زده کړي. په کارخانو کي یې د خیاطی د زده کړي لپاره صنفونه ورته جوړ کړل او لږ وخت وروسته معلومه سوه چي ځینو یې اروپايی لباسونه جوړول ډېر ښه زده کړل او په بازار کي یې ښې پیسې ورباندي جوړي کړې.

ما مخکي لیکلي دي امیر زما څخه وغوښتل چي د نقاشی یو صنف جوړ کړم. ما هم صنف جوړ کړ او شاګردانو مي په لږه موده کي په نقاشي کي ډېر ښه پرمختګ وکړ.

که زه د ټولو مختلفو کارخانو په باره کي تفصیل ورکوم زه فکر کوم چی دا به ډېر ستړی کوونکی او حتی غیر ممکن وی چي سړی ټولي کارخانې او د هغوی مختلف کارونه وشمېري. مګر زه فکر کوم چي د دغو کارخانو په باره کي مي کافي تفصیل ورکړی دی او سړی یې د موثریت په برخه کي ښه اټکل کولای سي. په دغو کارخانو کي ۱۰۰۰ یا پنځه لس سوه کارګر په کار لګیا دي. کله چي دوی خپلو کورونو ته ځي نو د خپلو کورنیو غړو او نورو دوستانو او ملګرو ته د کارخانو او د عجایبو کارونو کیسې کوي. په حقیقت کي یو ډېره مشهوره سندره هغه یوه ده چي په دغو کارخانو کی د یوه کارکوونکي هلک د ژوند او کار په باره کي ویل سوې ده. دا سندره ګواکي د کارګر هلک مور ویلې ده مګر د هغه کارګر په نکل ختمیږی چي په ماشین کي بند سوی او وژل سوی دی.

دا باید په یاد ولرو چي د تمدن پر لور د روزني دغه سسټم پر داسي خلکو او قوم باندي عملی کیږی چی تر دغه وخته پوري یوازي په جنګونو او غلاوو مشهور ول، نیم متمدن ول او د هند د نورو قومونو په څېر نه ول او داسي فکر نه کېدی چي دوی به هم یو وخت متمدن سي او په کارخانو کی به راز راز سامانونه جوړوي.

کله چي زه وایم چي یو څوک یا په کارخانو او یا په خپلو دوکانونو او کورونو کي داسي څه تولید او جوړ کړي چي خپل اصلیت ولري او د افغانستان د خپل صنعت رنګ ولري نو امیر هغوی ته انعام ورکوي؛ له دې څخه معلومیږي چي امیر له پرمختګ سره د زړه له کومي مینه لري او غواړي چي خلک یې متمدن او په علم سمبال سي.

زما په څېر د یوه معمولي عقل د څښتن سړي لپاره به دا تر وخت مخکي او بېځایه کار وي چي د امیر شخصیت تحلیل کړي. د امیر فکر او معلومات که څه هم چي ډېر ژور نه دي او علم او اطلاعات یې هم سطحي دي مګر په خپلو شاوخوا خلکو کي تر ټولو ښه ځلیږي او د دربار د خلکو په منځ کي داسي ښکاري لکه په پیکه او تتو لمبو کي چي یو روښانه څراغ بلیږي. د امیر ظاهر اروپایی دی، د ډېر ښه او قوي زړه خاوند دی، د تمدن لباس یې په ځان او د افغانانو له جملې څخه یو افغان دی او د خپل نژاد او قام تر ټولو ښه نمونه ده مګر هغه بیا هم یو شرقي دی.

مګر موږ انګلیسیان چي ده استخدام کړی یو د ده د قوي شخصیت تر تأثیر دونه لاندی یو چي ورته حیران یو او کله چي له اروپاییانو سره د ده محترمانه او دوستانه سلوک ته ګورو نو دونه یې تر اغېز لاندي راسو چي په اصطلاح ورباندي مین سو او د ده له قوي شخصیت سره یو ډول پیوند احساسوو. مګر زموږ په منځ کي داسي ناظرین هم ول چي، د کلونو په تېرېدلو سره، داسي فکر ورته پیدا سو چي موږ د امیر د سطرنج مهرې یو او کله چي هغه د لوبي د ختمولو فیصله وکړي موږ به ټول د سطرنج له تختې لیري کړي.

سره له هر څه، که څه هم چي په یوه شرقي دربار کي ژوند داسی دی چي هر یو کوښښ کوي هغه بل ته تاوان ورسوي او شر او فساد په سپینه ورځ چالان وي او هر څوک د خپل ځان غم خوري او د بل په قصه کي نه وي او دا د تعلیم یافته انګلیسیانو له مزاق او طبیعت سره نه برابریږي خو هغه داسی یو عجیب محیط دی چي کله سړی ورداخل سي بیا یې زړه نه غواړي چي ورڅخه ووزي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.