په یوګانډا کې یوې ۷۰ کلنې ښځې دوه غبرګوني ماشومان زیږولي دي

280

په یوګانډا کې یوې ۷۰ کلنې ښځې دوه غبرګوني ماشومان زیږولي دي.

سفینه نامکوایا د چهارشنبې په ورځ نومبر ۲۹ (لیندۍ اتمه) د یوګانډا پایتخت کمپالا په یو روغتون کې د خپلو دوو ماشومانو په زیږون خوښي وښودله او دا یې یوه “معجزه” وبلله.

ډاکټر اډوارډ تامیل سالي، چې د هغې د میندوارۍ او ماشومانو د زیږون څارنه کوله، فرانس پرس ته وویل: “دا یوه غیر معمولي لاسته راوړنه ده، چې په افریقا کې د ترټولو پاخه عمر یعني۷۰ کلنۍ کې یوه مېرمن غبرګوني ماشومان زیږوي.”

هغه وویل، مور او ماشومان چې یو هلک او یوه نجلۍ ده، روغ دي او په روغتون کې یې پالنه کیږي.

نامکوایا چې د پایتخت کمپالا په ۱۲۰ کیلومتري کې په یوه کلیوالي سیمه کې اوسیږي، وویل: “په دې شیبه کې نه پوهیږم چې خپله خوښي څنګه څرګنده کړم… په ۷۰ کلنۍ کې کله چې فکر کیږي، زه ضعیفه یم، ماشوم نشم زیږولی او پالنه یې نشم کولی، دا دی د دوو ماشومانو د زیږون معجزه.”

نامکوایا وویل، په ۲۰۲۰ کال کې یې په لومړي ځل وروسته له هغه یوه لور وزیږوله چې، خلکو پرې ملنډې وهلې چې ماشومان یې کور ته نه کیږي.

د نامکوایا لومړنی مېړه په ۱۹۹۲ کې مړ شو او په ۱۹۹۶ کې یې د خپل ژوند له نوي ملګري سره ګډ ژوند پیل کړ.

نامکوایا په دې خواشینې ده چې د ژوند ملګری یې د هغې د ماشومانو د زیږون پر وخت روغتون ته ندی ورغلی او د هغې احوال یې نه دی اخیستی.

هغې وویل: “شاید هغه خوشحاله نه وي چې ما دوه غبرګوني زیږولي دي ځکه چې نارینه نه غواړي ښځه یې غبرګوني وزیږوي ځکه چې د هغوی د ساتلو له مسئولیتونو څخه وېره لري.”

VOA

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.