له افغانانو سره د ۱۴۲ ميليونو يورو مرستي اعلان

219
شکیلا ابراهیم خیل/ دویچه ویله
1 ساعتونه مخکې

د اروپايي ټولني کمېسیون یوه نوې مالي ۱۴۲،۸ میلون یوريي بسته د افغانانو په ځانګړي د ښځو او نجونو له پاره د بنسټیزو او ټولنیزو خدمتونو په موخه تصویب کړې ده.

د نړيوال ملګرتيا له پاره د اروپايي ټولني کمیشنرجوتا اورپیلاینن وايي: «له سره د اروپايي ټولني ژمنتيا نه ماتيدونکې ده. اروپايي ټولنه د خلکو د اساسي ستونزو، چي اوس د ودي په حال کي دي د مخنیوي له پاره، د ملاتړ نوي اقدامات منظم کړی دی.»

نوموړي زیاته کړې ده، چي د ۱۴۲،۸ میليونه یوريي مرستو کڅوړه به د روغتیا، پاکو اوبو ته لاسرسي، خوراک،زده کړو او په ځانګړي ډول به پر ښځو، نجونو او بې ځایه سویو کورنیو مصرف سي.»

له طالبانو سره د اروپايي ټولني د ډیپلوماټ لیدنه

د دې خبر له خپرېدو یوه ورځ مخکي د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ادارې اعلان وکړ، چي د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني د استازولۍ سرپرست د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست مسؤل سره لیدلي اود ۱۴۲ میليونه یورو د مرستي خبر يې ورکړی دی.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کي راغلي دي، چي دا مرسته له پاکستان، ایران او ترکيې څخه د راشړل سویو کډوالو له پاره ځانګړي ده.

د طالبانو په خبره، د افغانستان له پاره د اروپايي ټولني د استازولۍ سرپرست د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنیفي سره هم لیدلي دي. حنیفي په دې ليدنه کي غوښتي دي چي د اروپايي ټولني هیوادونو دي په افغانستان کي پانګونه وکړي.

دغه مرستي د اروپايي ټولني له خوا افغانستان ته د هغي ۲،۱ ميلیارده یوريي کڅوړي یوه برخه ده، چي د اروپايي ټولني د کمېسیون مشر اورزولا فون دیر لاین د ۲۰۲۱مېلادي کال په اګست میاشت کي ژمنه کړې وه. د دې ټولني د اطلاعاتو پر بنسټ، تراوسه پوري ۶۷۶میليونه يورو له افغانستان سره مرسته سوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.