د لنډیو پر ټـټـر باندې د کډوالۍ انځور/۹

آصف بهاند

196

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

دوه‌سوه‌‌اته‌و‌یشتمه برخه

پنجاب ـ تهران د اور مړۍ شه

چې واکداران یې د شړل حکم کوینه

 

افغانه یو ویر خو دې نه دی

زه به دې کوم یو غم ته اوښکې تویومه

 

خپله روزي له موږ نه غواړي

دیـوالـیـتـوب لــه مـهـاجـر پــوره کـویـنـه

 

پنجاب تهران دې خدای تباه کړي

دوی رالېـږلي زموږ مُلک ته فسادونه

په تېرو وختونو کې کې چې په گاونډیو هېودوادنو کې د افغان کډوالو شته‌والی د کوربه گاونډیانو له‌پاره د لنگې غوا بڼه درلوده، په خورا مینه، چالاکۍ او مکر سره یې له هغو نه هراړخیزه استفاده کوله. له یوې خوا یې له نړیوالې ټولنې په میلیونونه ډالر ترلاسه کول، له بلې خوای یې همدا مهاجر د دوی د ناپوهۍ په وجه د نیابتي جنگیالیو په ډول کارول؛ خو اوس چې په یادو هېوادونو کې افغان کډوال د دوی پخوانۍ غوښتنې نه شي پرځای کولای او نړیواله ټولنه هم څه نه ورکوي، نو د رنگارنگ پلمو له مخې یې بېرته له خپلو هېوادونو څخه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف افغانستان ته ورشړي.

د گاوندیانو (پاکستان ــ ایران) بله جفا او ستر خیانت دا دی چې دوی د یادو شړل کېدونکو کډوالو په ډله کې لکه تل خپل جاسوسان د افغانانو په نامه زموږ هېواد ته رالېـږي او د خپلو راتلونکو پلانونو د تطبیق په پار یې زموږ په هېواد کې ځای پرځای کوی. دا یو اوږد شوم پلان دی چې کلونه ــ کلونه به یې ضرر زموږ د هېواد څو نسلونه او ملي ګټې تهدیدوي.

د دې برخې له پاره دا لنډۍ غوره شوي دي:

پنجاب ـ تهران د اور مړۍ شه

چې واکداران یې د شړل حکم کوینه

 

تورخمه بیا کډې دربار شوې

پازاب یې نه‌کړې ستړي ـ ستړي قدمونه

 

افغانان بیا دومره مجبور شول

په نیمه بیه خرڅوي کور سامانونه

 

اوس پکې ته خوشحاله اوسه

ما پېښور نه کډه بار کړه ترې نه ځمه

 

کوڅه کې خړې خاورې باد شوې

د مسافرو کډې بار شوې ترې نه ځینه

 

افغانه یو ویر خو دې نه دی

زه به دې کوم یو غم ته اوښکې تویومه

 

تورخمه زړه دې څومره ډک دی

ظالم سرکار دی اولوسونه بېلوینه

 

کډې مې تورو غرو ته لاړې

نور رانه پاتې شول پردي ـ پردي ملکونه

 

په خپل وطن خوشحاله اوسئ

پردي وطن کې د چا نه شته عزتونه

 

خدایه دیورند په سېلاب یوسې

چې روژه‌ماتی د کابل په اذان شینه

 

خپله روزي له موږ نه غواړي

دیـوالـیـتـوب لــه مـهـاجـر پــوره کـویـنـه

 

لیونتوب تور وي او که سپین وي

ټپي ښامار غوندې هر خوا خوله اچوینه

 

ما سره غم په نیمه واخله

مهاجرت پیټی اوږې راخموینه

 

پردی غنم مې په کار نه دي

خپلو اوربشو ته کینم ژوند به کومه

 

زړه مې هماغسې غمجن دی

پردی وطن دی سپکاوی او لوټ کوینه

 

مفتیانو بیا فتواوې ورکې

چې افغانان دې همدا اوس وطن ته ځینه

 

ولسه خدای دې را‌ پر ځای کړه

چې د پنجاب له احتیاجه راخلاص شونه

 

پنجاب تهران دې خدای تباه کړي

دوی رالېـږلي زموږ مُلک ته فسادونه

 

خپل وطن خپل، پردی د بل وي

راځه چې خپل وطن ته ځو، خوشحال به شوونه

 

پاکستانیانو لو گډ کړی

اسنادوالا بې سند دواړه جېل ته ځینه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.